BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د افغانستان اقتصادي ودې په اړه د طالبانو حکومت څرګندونې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوه کال فعالیتونو رسنیزولو په لړۍ کې چې 'حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې' نومول شوې ویلي، افغانستان په تېر یوه کال کې "اقتصادي پرمختګ" کړی دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه له رسنیو سره د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د اقتصاد، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون د څو بنسټونو لاسته راوړنې شریکې کړې. هغه وویل، سږ سپوږمېز کال کې د سوداګرۍ ټولیز ارزښت نږدې "۱۴ میلیارد امریکايي ډالرو" ته رسېدلی دی او د افغانۍ ارزښت د تېر کال پرتله شپږ سلنه لوړ شوی.
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د 'چټکې' هوکړې په شرط مې پر ایران برید لغوه کړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د ایران او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی د امریکا او اسرائیل احتمالي برید لغوه کړی، خو دا پرېکړه یې پر دې مشروطه کړې چې ایران باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي. د هغه په وینا، د دې هوکړې په چوکاټ کې د هرمز تنګي بشپړ او سملاسي بیا پرانیستل او د ده په ټکو د "ایران د اټومي ګواښ" پای ته رسول شامل دي.
څه وکړو چې پر دویم ډول شکرې ناروغۍ اخته نه شو؟
ډاکټران وایي، د هغه پړاو چې پر دویم ډول شکرې ناروغۍ اخته کېدو ته نږدې وي یا پري ډایبېټس تشخیص د اندېښنې وړ دی، خو د خوړو د رژیم بدلول کولی شي پر دې حالت څرګند او مثبت اغېز ولري. برېتانیا کې له هرو نهو بالغو کسانو یو یې له دغه حالت (پری ډایبېټس) سره مخامخ دی، یعنې هغه کسان چې پر دویم ډول شکرې (Type 2 Diabetes) ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې لوړ وي. پري ډایبېټس (Pre Diabetes) دا معنا لري، چې په وینه کې د شکر اندازه له عادي حده لوړه ده، خو لا دومره لوړه نه ده چې د دویم ډول شکرې تشخیص پرې وشي.
د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او پولیسو ترمنځ کړکېچ؛ لږ تر لږه 'درې ملکي وګړي' وژل شوي
راپورونه ښيي چې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې د ځايي خلکو او پولیسو ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. د بدخشان د روغتیايي سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون څو نور ټپیان دي. د طالبانو د حکومت د بدخشان د پولیسو ویاند دغه کسان "مغرض او فتنهګر عناصر" بللي دي.
سعودي کې د اعدام په تمه بندیان؛ له بيبيسي یې د اعدام مخنیوي کې د غږ اورېدو مرسته وغوښته
کله چې د سعودي په یوه زندان کې پر اعدام د محکومو له ځانګړې څانګې بي بي سي سره یو اېتیوپیايی ځوان پر ټیلیفون اړیکه نیولو وتوانېد، ناهیلي یې په غږ کې له ورایه ښکارېده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي
د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بيبيسي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.
څنګه خپل هډوکي کلک وساتئ؟ هغه خواړه چې ورته ګټه رسوي
د ډېرو خلکو له انګېرونو هاخوا، زموږ هډوکي د عمر لومړیو کې لا کمېدل پیلوي خو په ځانګړو مغذي توکو بډایه خوراکي رژیم ته پاملرنه کولای شي د انسان د هډوکو د پیاوړتیا په ساتنه کې مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































