نړیوال بانک: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند ښه کېدو ته بسنه نه کوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي.
د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي. خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې وضعیت له امله په افغانستان کې د هر وګړي عاید ۵.۶ سلنه کم شوی او پر کورنیو اقتصادي فشارونه ډېر شوي دي.
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک میاشتنۍ ارزونه ښيي چې په افغانستان کې د عمومي انفلاسیون کچه د مې میاشتې له ۸ سلنې د جون په میاشت کې ۷.۶ سلنې ته راټیټه شوې ده. د نړیوال بانک د راپور له مخې، د کرنیزو حاصلاتو د راټولولو د موسم له پیلېدو او د وارداتو د دوام له امله د خوراکي توکو د بیو کمښت د انفلاسیون د ټیټېدو یو مهم لامل دی.
په جون میاشت کې د خوراکي توکو بیې د مې میاشتې پرتله ۳.۷ سلنه راکمې شوې. دا کمښت تر ډېره د سبزیو، مصالحو، تازه او وچو مېوو، ډوډۍ او غلو دانو او همدارنګه د غوړیو د بیو د ټیټېدو له امله رامنځته شوی. دې بدلون د غوښې او لبنیاتو د بیو لږ زیاتوالی جبران کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له بلې خوا، د غیرخوراکي توکو او خدمتونو بیې د تېرې میاشتې پرتله ۰.۴ سلنه لوړې شوې دي. دا زیاتوالی تر ډېره د جامو، ترانسپورټ، کورنيو وسایلو او ځینو نورو خدمتونو د لګښتونو د لوړېدو له امله و، خو د استوګنې، روغتیا او د رستورانتونو د خدمتونو د لګښتونو کمښت تر یوه بریده د دې زیاتوالي اغېز راکم کړی دی.
د نړیوال بانک موندنې همدارنګه ښيي چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ ګډوډېدو د افغانستان تجارت په څرګند ډول د منځنۍ اسیا او ایران پر لور اړولی.
د راپور له مخې، د افغانستان له نيمايي لږ کمه برخه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارې شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې سوداګري لا هم په ډېره ټیټه کچه پاتې ده.
د سوداګریزو لارو دغه بدلون ښيي چې افغانستان د دودیزو سوداګریزو لارو د ستونزو له امله هڅه کړې د توکو د برابرولو سرچینې او لارې متنوع کړي او پر محدودو لارو خپله تکیه کمه کړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د نړیوال بانک د راپور له مخې، په جون میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ کسر له ۹۸۴ میلیون ډالرو اوښتی چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې میاشت کې د افغانستان صادرات ۷۷.۷ میلیون ډالر ثبت شوي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۹ سلنه زیات شوي دي.
نړیوال بانک همدارنګه ویلي چې په جون میاشت کې د افغانستان کورني عواید ۱۷.۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.
که څه هم دا شمېر د تېرې میاشتې پرتله کم شوی، خو د مالي کال له پیل راهیسې راټول شوي عواید ۸.۷ سلنه زیات شوي دي. د دې ادارې په وینا، دا زیاتوالی د مالیاتو د مدیریت د ښه کېدو او د غیرمالیاتي عوایدو د زیاتېدو پایله ده.
هممهاله، د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په جون میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لږ څه راکم شوی او یو ډالر ۶۴.۴ افغانۍ ته رسېدلی، خو د افغانۍ ارزښت لا هم د تېر کال د همدې مودې پرتله لوړ دی.

















