BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ابراهیم کالین او وثیق

    د ترکیې د استخباراتو مشر د افغانستان پاکستان 'پر کړکېچ د خبرو لپاره' کابل ته تللی و

    د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د سې‌شنبې پر ورځ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له لوړپوړو مشرانو سره یې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو" پر سر خبرې کړې دي. د طالبانو حکومت کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي" د ترکیې د استخباراتو مشر پر سه شنبه کابل ته راغلی و او چهارشنبه یې سفر پای ته ورسوه، خبرې پر امنیتي همکارۍ او د افغانستان-پاکستان پر موضوعاتو وشوې."

  • .

    د طالبانو حکومت کابل او غزني کې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون وتاړه

    د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت اعلان کړی چې د یوه خصوصي پوهنتون خاتم‌النبیین جواز یې لغوه کړی دی. تېره اونۍ د خاتم النبیین مدرسه او د تمدن په نوم خصوصي ټلویزیون هم تړل شوي وو.

  • کعبه شریفه

    پر مکې مکرمې د ډرون برید ادعا؛ حوثیان وايي چې سپېڅلي ځایونه نه په نښه کوي

    سعودي عربستان وايي چې د مکې مکرمې سرسیم یا حدودو ته له ننوتو مخکې یې د یمن حوثیانو ډرون الوتکه راغورځولې او د برید مخه یې نیولې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ویاند ترکي المالکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دویم ځل دی چې حوثیانو مکه په نښه کړه؛ لومړی ځل یې د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د بالستیک توغندیو برید و.

  • د خپرې شوې ویډيو سکرين شاټ

    ایران کې "یوه افغانه مور او څلور لوڼې یې" له تندې مړې شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې "د یوې کورنۍ پنځه غړي" ایران ته پر لاره د سختې تندې له کبله خپل مړه شوي دي. د دغې سرچينې په وینا، کله چې د کورنۍ سرپرست د اوبو موندلو پسې تللی و، د کورنۍ نور غړي سره جلا او لادرکه شوي وو.

  • د بنسټ ډبره

    ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي

    د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هغه روغتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د جرمني د ماشومانو ټولنې د یو اعشاریه درې میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي.

  • د هند او پاکستان لوبغاړي

    کرېکټ: هند له افغانستانه دويمه شل اوريزه لوبه هم وګټله

    د افغانستان او هند تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه په ډيلي کې ترسره کېږي. هند د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې دي.

  • سعودۍ ماموره

    مکه کې خلکو ته د خوندیتوب سپارښتنې شوې

    د سعودي عربستان د ملکي دفاع د ادارې لخوا د مسلمانانو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د احتمالي خطر په پام کې نیولو سره خلکو ته د خوندیتوب لارښوونو د عملي کولو لپاره خبرتیاوې خپرې کړې دي.

  • Pakiatan

    د سند عالي محکمې له پاکستانه د افغان محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه

    په پاکستان کې د سند عالي محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه حکم ځنډولی چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو زدکړو له بشپړولو مخکې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. پاکستانۍ 'ډان' او 'عرب نیوز' رسنیو راپور ورکړی چې محکمې په کراچۍ کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زد‌کړو بوختو ۳۴ افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی دی.

  • بیکي جانز

    '۱۱ کاله مې کیموتراپي وکړه خو اصلا مې سرطان نه درلود'

    په بریتانیا کې د یوې داسې مېرمنې کېسه چې یوولس کاله یې د سرطان د ناروغۍ لپاره د سرطان درمل یا کیمو تراپي اخیستې، خو اوس معلومه شوې ده چې له سره یې دا ناروغي نه درلوده. دې مېرمن د ناسم تشخیص او بیا د اوږدې غیر ضروري درملنې له امله د انګلستان شمال کې یوه روغتون پر وړاندې قانوني دعوه کړې ده. دا مېرمن چې بیکي جانز نومېږي ۲۱ کلنه وه چې ورته وویل شول "مغزو کې یو پرمختللی سرطاني تومور لري او یوازې څو میاشتې به ژوندۍ وي".

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • مکه مکرمه
  • وېش بازار
  • مصنوعي ځیرکتیا
  • ګاوزه
  • سهیل اپريدی
  • د Yakkabad ټېسلا موټر
  • .
  • دلجیت
  • islam amiri
  • apple

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي