کلونه سره نژدې ملګرې وې، خو د ډي‌اېن‌اې ازموینې یې وښودله چې خويندې دي

مینا ګیلټینک او مینال ټیجسن وروسته له هغه چې د ډي‌این‌ای (DNA) ازموینې یې څرګنده کړه چې سره بیولوژیکي خویندې دي، په اګست کې سره ولیدل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مینا ګیلټینک او مینال ټیجسن وروسته له هغه چې د ډي‌اېن‌اې (DNA) ازموینې یې څرګنده کړه چې سره بیولوژیکي خویندې دي، په اګست کې سره ولیدل.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

دوې هندۍ مېرمنې، چې شاوخوا ۴۰ کلني دي، په ماشومتوب کې د بېلو کورنیو له خوا په فرزندۍ ومنل شوې او په هالنډ کې یو بل ته نژدې لویې شوې. اوس، له څو لسیزو وروسته پوه شوې چې په اصل کې سره خويندې دي.

د دوی کیسه د بالیووډ د ځینو فلمونو کیسې ته ورته ده.

مینا ګېلټینک او مینال ټیجسن د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې زېږېدلې. د هند د لوېدیځ په ممبۍ ښار کې له دوو بېلو یتیم‌خونو له زېږېدو څو میاشتې وروسته، په فرزندۍ واخیستل شوې.

دوی د تنکۍ ځوانۍ په لومړیو کې سره ملګري شوې، پام یې شوو چې څېرې او حرکات یې یو بل ته ورته دي. د دغو دوو مېرمنو لومړنی لیدنه د هغې ادارې له خوا برابره شوې وه چې د دوی د فرزندۍ چارې یې ترسره کړې وې.

مینال او مینا لومړی ځل د تنکۍ ځوانۍ په دوره کې سره ولیدل او ملګرې شوې.

د عکس سرچینه، Meena Geltink

د عکس تشریح، مینال او مینا لومړی ځل د تنکۍ ځوانۍ په دوره کې سره ولیدل او ملګرې شوې.

مینا، چې اوس ۴۳ کلنه ده، د هغې ورځې په اړه وايي، چې دې پکې خپله خور اول واري ولیده:

"ټول هغه ماشومان چې په فرزندۍ منل شوي وو، په دې موخه یې یوه ځای راټول کړي وو، څو یو له بل سره وخت تېر کړي، یو ځای ډوډۍ وخوري او ملګري شي."

له هغې لیدنې وروسته مینا او مینال ملګرې شوې. دوی متوجه شوې چې ډېري یو بل ته ور ته دي.

مینا وايي،" کله چې مو یوې بلې ته په هنېداره کې وکتل، ناڅاپي مې له خولې ووتل، اې زما خدایه! د دې پوزه، خو زما په شان ده! د خندا غږ مو هم یوې بلې ته ورته دی."

په هغه لیدنه کې دوی د ټلیفون شمېرې او پتې سره تبادله کړې او ژمنه یې وکړه چې اړیکه به ساتي.

که څه هم هغه مهال هېڅوک نه پوهېدل چې دوی د وینې له مخې سره خپلوانې دي، خو د دوی تر منځ له لومړۍ ورځې ځانګړې مینه او نژدېوالی احساس شوی و.

کلونو یې یوې بلې ته لیکونه ولېږل. ډېری وخت به یې یوې بلې ته د "خور" په نوم غږ کاوه، ځکه د مینا په وینا "تر منځ یې همدغه احساس و."

دوی د ښوونځي، ملګرو، هلکانو، چکرونو او نڅا په اړه یو بل ته لیکونه استول.

مینه او مینال د ځوانۍ د وخت خپلو عکسونو ته ګوري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مینه او مینال د ځوانۍ د وخت عکسونو ګوري.

د دوی له ملګرتیا څو کاله وروسته مینا د خپلې ډي‌اېن‌اې ازموینه وکړه، خبره بیا هم روښانه نه شوه. خو کله چې سږ کال مینال د خپلې ډي‌اېن‌اې ازموینه وکړه او مینا ته یې د پایلې عکس ولېږه، نو مالومه شوه، چې د دوی د ډي‌اېن‌اې پایلې سل په سلو کې سره ور ته دي او د یوه بیولوژیکي مور او پلار لوڼې دي.

دواړې د دې خبر له اورېدو وروسته ډېرې احساساتي شوې او د اګست په میاشت کې یې له شاوخوا ۳۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ریښتینو خويندو په توګه یوه او بله په غېږه کې ونیوله.

د مینا په وینا، د دوی بیا لیدنه له اوښکو، غېږو او خندا ډکه وه او داسې احساس یې کاوه لکه بېرته چې خپل اصلي کور ته ستنې شوې وي.

دوی اوس د پخوا پرتله ډېره اړیکه ساتي. کورنی هم تګ، راتګ یې هم پیل کړی. غواړي یوه ورځ یو ځای هند ته ولاړې شي او د ممبۍ هغه ځایونه وویني چې د دوی د ژوند کیسه ځینې پیل شوې وه.

مینا وايي، د ژوند په سختو کې یې تل هیله لرله چې کاشکي یې یوه خور درلولای، اوس خوشحاله ده چې هغه ورکه شوې خور یې پیدا کړې ده.