ایران: په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه وشوه چې په سیمه‌یيز امنیت کې باید "بهرنۍ لاس‌وهنه" نه وي

ایران
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ایران ویلي چې په تهران کې په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د سیمې امنیت باید په خپله هېوادونه وساتي او "بهرنۍ لاس‌وهنې" ته اجازه ور نه کړي.

دا خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په تهران کې د "مکې تړون" غړو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او د ترکيې له لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د دوشنبې ورځې په ناستې کې له ګډون وروسته کړې دي.

هغه د ایران خبري اژانس (صداوسیما) ته ویلي چې د دې غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې "سيمه‌ييز امنیت باید داخلي" وي او د سیمې نورو هېوادونو په ګډون باید "بهرنۍ لاس‌وهنه" پکې نه وي.

ښاغلي رضايي همداراز ویلي چې د دې ناستې ګډونوالو "ټینګار" کړی چې اسرائيل باید "له جنوبي لبنانه، د سوریې له سویله، غزې او لوېدیځې غاړې" ووځي.

هغه تهران ته د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو تګ د دې نښه وباله چې ګواکې پر ایران د "امریکا ګواښونه بې اغېزې" دي او هیله یې څرګنده کړه چې دا غونډه به د "سیمه‌ييز یووالي" د رامنځ‌ته کولو د "عملي پرمختګ پیل" وي.

سعودي عربستان څه ویلي؟

د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې د سعودي شهزاده او دفاع وزیر خالد بن سلمان ګډون د ریاض د هغو هڅو برخه ده چې د مکې تړون غړو (پاکستان او ترکیې) په کارولو سره سيمه‌ييز کړکېچ حل کړي.

ایران

په اعلامیه کې همدراز راغلي چې له ایرانیو چارواکو سره د سعودي عربستان د دفاع وزیر د لیدنې موخه دا ده چې غواړي، "په روان سيمه‌ييز کړکېچ کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ تاوتریخوالی را کم کړي، ډيالوګ او ډېپلوماتیک حل ته یې وهڅوي او د قطر او پاکستان د منځګړیتوب کوښښونو ملاتړ وکړي".

د یادولو ده چې دا غونډه پرون دوشنبه (تله..../اکتوبر ۲۶) د تهران په سعداباد کې وشوه چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ښاغلي‌ رضايي ترڅنګ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر، د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین ګډون پکې کړی و.

سعودي عربستان "د کړکېچ د لا زیاتېدو مخنیوی او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لار هوارول" د دې ناستې موخې یادې کړې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، "زه باوري یم چې که خپل اختلافونه اداره کړو او د اختلافي مسئلو پر ځای پر ګډو ګټو او مشترکاتو تمرکز وکړو نو د سیمې ستونزې په اسانۍ او ګټوره توګه حلولی شو".

د ایرانیو رسنیو د خبرونو له مخې، د دې ناستې ګډونوال په دې هوکړې سره سلا شوي چې دغه "څلور هېوادونه د سیمې د سولې او امنیت په ګډون خپل‌منځي همکاریو او خبرو ته دوام ورکړي".