د سعودي، ترکیې او پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي نن تهران ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال منشي علي باقري تایید کړې چې د سعودي عرب دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین نن تهران ته ورځي او هلته به له ایراني چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلي باقري د ایران دولتي صداوسیما خبري اژانس ته ویلي چې عاصم منیر د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي محسن رضايي سره په تېره لیدنه کې تهران ته د دغو هېوادونو د جګپوړو چارواکو د ورتګ د پلان او له کوربنو سره د ګډې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و.
هغه زیاته کړه چې ایران او دغه درې هېوادونه کولای شي د وروستۍ جګړې پر مهال د ایران د "بریالۍ تجربې" په کارولو سره د سیمهییز امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
ورمخکې رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له خولې راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د سعودي عرب، ترکیې او پاکستان جګپوړي چارواکي، چې د "مکې تړون" غړي دي، د دوشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۲۶مه،) په تهران کې د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې پلان شوی چې پر سعودي عرب د یمن د حوثیانو بریدونه دوام لري.
ریاض همدا تېره ورځ هم اعلان وکړ چې د حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو یوه بله څپه یې شنډه کړې ده.
د مکې تړون د غړو هېوادونو چارواکي د روانې اکتوبر میاشتې لومړیو کې په ریاض کې د یوې بېړنۍ غونډې پر مهال هوکړه کړې وه، چې په سعودي کې به په چټګ ډول ځواکونه او پوځي وړتیاوې ځای پر ځای کوي.
رویټرز په تهران کې د دې جوړېدونکې ناستې په اړه ویلي، چې دا به د حوثیانو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو له زیاتېدو وروسته د ایران او د مکې تړون د دغو درېیو غړو هېوادونو ترمنځ د دومره لوړې کچې لومړنۍ اړیکه وي.
دغه خبري اژانس زیاته کړې وه، چې د سعودي عرب د حکومت د رسنیو له دفتره او د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له څانګې یې په دې تړاو نظر غوښتی، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.





















