'ما د هغه سرطان لپاره ۱۱ کاله کیموتراپي وکړه چې اصلا نه مې درلود'

بیکي جانز
د عکس تشریح، بیکي جانز ته وویل شول چې یوازې څو میاشتې د ژوند کولو لپاره لري، سره له دې چې په سکنونو کې هېڅ تومور نه و څرګند شوی.
    • Author, ډېوېډ لمب
    • دنده, کوینټري
    • Author, ونیسا پیرس
    • دنده, وېسټ میډلېنډز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په بریتانیا کې د یوې داسې مېرمنې کېسه چې یوولس کاله یې د سرطان د ناروغۍ لپاره د سرطان درمل یا کیمو تراپي اخیستې، خو اوس معلومه شوې ده چې له سره یې دا ناروغي نه درلوده.

دې مېرمن د ناسم تشخیص او بیا د اوږدې غیر ضروري درملنې له امله د انګلستان شمال کې یوه روغتون پر وړاندې قانوني دعوه کړې ده.

دا مېرمن چې بیکي جانز نومېږي ۲۱ کلنه وه چې ورته وویل شول "مغزو کې یو پرمختللی سرطاني تومور لري او یوازې څو میاشتې به ژوندۍ وي".

دې د پولیسو په ځواک کې د مسلکي ژوند هيله درلوده او تازه د ژوند له ملګري سره اوسېده، خو دې خبر د هغې پر ټولو هیلو اوبه واړولې.

د سرطان"دا تشخیص" د دې ناروغۍ د یو متخصص لخوا شوی و، چې دې درملنې یې د هغې ژوند په بشپړه توګه بدل کړ، په مسلکي ژوند کې یې پرمختګ ودرېد، کورنیو غړو سره یې تګ راتګ کم شو او تل به وېرې او خپګان کې وه.

بیکي جانز چې اوس ۳۴ کلنه ده، ورته معلومه شوه چې هغې په اصل کې هېڅ سرطاني ناروغي نه درلوده، بلکې یوازې یو التهاب و چې درملو سره یې علاج شونی و.

د دوو کوچنیانو دا مور له هغو څلوېښتو کسانو یوه ده چې د انګلستان په شمال کوینټري کې د یونیورسټي روغتون او د برتانیا د ملي روغتیا د وارک شایر سیمې ټرسټ پر وړاندې د سرطان داوږدې او غېر اړینې درملنې له امله قانوني دعوه کړې ده.

'هغه زما ژوند تباه کړ'

Two images of Becky Jones. In the left hand side you can see the effects of taking cancer drugs where her hair has thinned and greyed. In the right hand side she is looking down

د عکس سرچینه، Becky Jones

د عکس تشریح، بیکي جانز وویل د کلونو لپاره د دغو درملو د کارولو اغېزې "ډېرې بوږنوونکې" وې.

بیکي جانز وايي "ما ته څو څو ځله ویل کېدل چې له کیمو تراپي پرته به زه مرم، دې متخصص زما ژوند تباه کړ، ماته یې ویل چې زه به ټول عمر د سرطان د مخنیوي درمل کاروم".

کله چې دې د ګڼو کمپیوټري معاینو ترسره کولو په اړه پوښتنه کوله ورته ویل کېدل چې "دا مغزي تومور له الاتو پرته نه شي کتل کېدی" خو کله په ۲۰۲۵ کال کې اړونده متخصص د سرطان ناروغانو دوسیې وڅېړل شوې دې ته هم حقیقت معلوم شو.

Image shows a man in a white/pale pink shirt, opened at the collar. He is wearing a yellow baseball cap, back to front, and some grey hair is sprouting out the sides. He looks like he may be on holiday. His eyes are squinting towards the camera and he has a slight smile.

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، د ډاکټرانو د شاهي کالج په راپور کې له پروفیسور ایان براون د "ډاکټر وای" (Dr Y) په توګه یادونه شوې وه.
The exterior of University Hospital in Coventry. It has a semi circular entrance with windows and a wide door, with red brick buildings either side. Cars are parked outside the entrance
د عکس تشریح، له ۴۰ ډېر ناروغان قانوني اقدام کوي.

ددې متخصص ډېرو ناروغانو بي بي سي ته ویلي دي چې "د کلونو لپاره د سرطان ناروغۍ د درملو ورکړي له امله ګڼو روغتیايی ستونزو سره مخامخ شوي". بي بي سي له متقاعد متخصص سره څو ځله داړیکې هڅه کړې، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

بیکي جانز وايي د کیمو اړونده درملو له امله "مې د معدې دوامداره درد او د خولې زخم درلود او هره ورځ به ستړې وم، دا ډېر بد حالت و".

Becky Jones sits on a dark sofa with a laptop open on her lap. She is wearing a brightly flowered blouse and has long dark hair.
د عکس تشریح، د کوینټري اوسېدونکې وايي د کېموتراپي درملنې د هغې ژوند بدل کړ.

ددې څلوېښتو ناروغانو د درملنې په اړه له لومړنۍ موندنو نه ثابتیږي چې "د دوی دناروغۍ لپاره کافي طبي پوښتنې نه وې شوې او هم د ځینو مريضانو په اړه د بېلابېلو څانګو ترمنځ همغږي نه و".

بیکي جانز وايي "دا موندنې ډېر زړه بوږنوونکې دي او دا چې څنګه هغه متخصص پرېښودل شوی و چې یوازې په خپل سر دا ټولې چارې پرمخ یوسي او هېڅ څارنه یې نه وه".

په کوینټري سیمه کې د روغتیا د ادارې ویاند ویلي دي چې " اوس باتجربه ډاکټرانو د ټولو ناروغانو دوسیې څېړلې دي او د درملنې پر مناسب پلان کار پیل شوی دی".

دغه راز ددې قضیې په اړه اوس خپلواکه پلټنه هم پیل شوې ده.