امریکا د چین او هند په ګډون پر خپلو سترو سوداګریزو شریکانو نوې تعرفې اعلان کړې

تعرفې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

امریکا متحده ایالتونه وايي، د خپلو ځینو سترو سوداګریزو شریکانو پر وارداتو به نوې تعرفې ولګوي.

دا تعرفې د ۳۰۱ مادې (Section 301) د هغو څېړنو له بشپړېدو وروسته لګېږي چې په تولیدي سکتورونو کې د اضافي تولیدي ظرفیت او تولید په تړاو شوې وې.

هغه اقتصادونه چې تر څېړنې لاندې راغلي دي، چین، اروپايي ټولنه، سنګاپور، سویټزرلنډ، اندونیزیا، مالیزیا، کمبوډیا، تایلنډ، سویلي کوریا، ویتنام، تایوان، بنګله دېش، جاپان او هند پکې شامل دي.

د بېلابېلو هېوادونو او محصولاتو لپاره به د تعرفو کچه توپیر ولري.

چین به تر ټولو لوړې تعرفې سره مخ شي، چې تر ۴۰ سلنې پورې به رسېږي. له هغه وروسته ویتنام دی چې تعرفې به یې تر ۳۵ سلنې پورې وي او نور هېوادونه به یا د ۲۰ سلنې او یا هم له ۲۵ سلنې تعرفو سره مخامخ شي.

خو د دغو تعرفو ځینې به په عملي ډول راکمې شي، ځکه چې د تعرفو لپاره به هغه محدودیتونه (caps) تطبیق شي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې پرې هوکړه کړې وه.

د دغو تعرفو موخه څه ده؟

ډونلډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې پر مهال څو ځله د تعرفو د لګولو ګواښ کړی یا یې عملي کړې دي.
د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې پر مهال څو ځله د تعرفو د لګولو ګواښ کړی یا یې عملي کړې دي.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمېسن ګرېر ویلي چې نوي تعرفې به د امریکايي کارګرانو لپاره برابر فرصتونه رامنځته کړي او نړیوال اقتصاد به یوې نوې او لا پایداره لارې ته بوځي.

نوموړي ادعا کړې چې د امریکا ډېرو سوداګریزو شریکانو له څو لسیزو راهیسې داسې صنعتي تګلارې غوره کړې دي چې پکې د تولیدي صنعتونو ملاتړ، د مزدورانو او معاشونو کمزوري کول، او نورې هغه پالیسۍ شاملې دي چې بازار ګډوډوي، د سوداګرۍ تله د ځان په ګټه اړوي او د امریکا صنعتي سکتور کمزوری کوي.

خو اقتصادپوهانو خبرداری ورکړی چې تعرفې ښايي انفلاسیون لوړ کړي. که سوداګر زیات لګښتونه پر مصرفوونکو واړوي، د توکو بیې به لوړې شي. سربېره پر دې، دا چاره کولی شي نړیواله سوداګري هم ورو کړي.

ډونلډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې پر مهال څو ځله د تعرفو د لګولو ګواښ کړی یا یې عملي کړې دي. هغه باور لري چې دا تګلاره به د امریکا صنعتي سکتور پیاوړی کړي او د کار نوي فرصتونه به رامنځته کړي.

سره له دې چې جمهوري غوښتونکي ګوند په منځ مهالو ټاکنو کې کمزوری نتیجه ترلاسه کړې، ولسمشر لا هم خپلې مهمې سوداګریزې تګلارې ته دوام ورکوي.

ټرمپ غواړي د امریکا سوداګریز کسر هم راکم کړي، یعنې د هغو توکو د ارزښت ترمنځ واټن چې امریکا یې له نورو هېوادونو اخلي او هغو توکو چې هغوی ته یې پلوري.

د دې اعلان له امله د امریکا او چین ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو احتمال شته. د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادونه لا هم د سوداګرۍ شخړې او د مصنوعي ځیرکتیا د سیالۍ په ډګر کې یو بل ته مخامخ ولاړ دي.

امریکا او چین د متقابلو تعرفو په جګړه کې هم ښکېل وو، چې اوس مهال ځنډول شوې ده.

که څه هم تېره اوونۍ ټرمپ او شي جین پینګ سره ولیدل، خو دواړو خواوو د سوداګریزې جګړې د کمولو په اړه کوم نوی اعلان ونه کړ. ټاکل شوې دا د جنورۍ په ۱۰مه پای ته ورسېږي.

اروپايي کمېسیون نوي امریکايي تعرفې رد کړې او ویلي یې دي چې د دغو تعرفو دلایل به وڅېړي. کمېسیون یادونه کړې چې د تعرفو کچه د هماغه ۱۵ سلنې حد دننه ده چې مخکې پرې هوکړه شوې وه.