تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ما د هغه سرطان لپاره ۱۱ کاله کیموتراپي وکړه چې اصلا نه مې درلود'
- Author, ډېوېډ لمب
- دنده, کوینټري
- Author, ونیسا پیرس
- دنده, وېسټ میډلېنډز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په بریتانیا کې د یوې داسې مېرمنې کېسه چې یوولس کاله یې د سرطان د ناروغۍ لپاره د سرطان درمل یا کیمو تراپي اخیستې، خو اوس معلومه شوې ده چې له سره یې دا ناروغي نه درلوده.
دې مېرمن د ناسم تشخیص او بیا د اوږدې غیر ضروري درملنې له امله د انګلستان شمال کې یوه روغتون پر وړاندې قانوني دعوه کړې ده.
دا مېرمن چې بیکي جانز نومېږي ۲۱ کلنه وه چې ورته وویل شول "مغزو کې یو پرمختللی سرطاني تومور لري او یوازې څو میاشتې به ژوندۍ وي".
دې د پولیسو په ځواک کې د مسلکي ژوند هيله درلوده او تازه د ژوند له ملګري سره اوسېده، خو دې خبر د هغې پر ټولو هیلو اوبه واړولې.
د سرطان"دا تشخیص" د دې ناروغۍ د یو متخصص لخوا شوی و، چې دې درملنې یې د هغې ژوند په بشپړه توګه بدل کړ، په مسلکي ژوند کې یې پرمختګ ودرېد، کورنیو غړو سره یې تګ راتګ کم شو او تل به وېرې او خپګان کې وه.
بیکي جانز چې اوس ۳۴ کلنه ده، ورته معلومه شوه چې هغې په اصل کې هېڅ سرطاني ناروغي نه درلوده، بلکې یوازې یو التهاب و چې درملو سره یې علاج شونی و.
د دوو کوچنیانو دا مور له هغو څلوېښتو کسانو یوه ده چې د انګلستان په شمال کوینټري کې د یونیورسټي روغتون او د برتانیا د ملي روغتیا د وارک شایر سیمې ټرسټ پر وړاندې د سرطان داوږدې او غېر اړینې درملنې له امله قانوني دعوه کړې ده.
'هغه زما ژوند تباه کړ'
بیکي جانز وايي "ما ته څو څو ځله ویل کېدل چې له کیمو تراپي پرته به زه مرم، دې متخصص زما ژوند تباه کړ، ماته یې ویل چې زه به ټول عمر د سرطان د مخنیوي درمل کاروم".
کله چې دې د ګڼو کمپیوټري معاینو ترسره کولو په اړه پوښتنه کوله ورته ویل کېدل چې "دا مغزي تومور له الاتو پرته نه شي کتل کېدی" خو کله په ۲۰۲۵ کال کې اړونده متخصص د سرطان ناروغانو دوسیې وڅېړل شوې دې ته هم حقیقت معلوم شو.
ددې متخصص ډېرو ناروغانو بي بي سي ته ویلي دي چې "د کلونو لپاره د سرطان ناروغۍ د درملو ورکړي له امله ګڼو روغتیايی ستونزو سره مخامخ شوي". بي بي سي له متقاعد متخصص سره څو ځله داړیکې هڅه کړې، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.
بیکي جانز وايي د کیمو اړونده درملو له امله "مې د معدې دوامداره درد او د خولې زخم درلود او هره ورځ به ستړې وم، دا ډېر بد حالت و".
ددې څلوېښتو ناروغانو د درملنې په اړه له لومړنۍ موندنو نه ثابتیږي چې "د دوی دناروغۍ لپاره کافي طبي پوښتنې نه وې شوې او هم د ځینو مريضانو په اړه د بېلابېلو څانګو ترمنځ همغږي نه و".
بیکي جانز وايي "دا موندنې ډېر زړه بوږنوونکې دي او دا چې څنګه هغه متخصص پرېښودل شوی و چې یوازې په خپل سر دا ټولې چارې پرمخ یوسي او هېڅ څارنه یې نه وه".
په کوینټري سیمه کې د روغتیا د ادارې ویاند ویلي دي چې " اوس باتجربه ډاکټرانو د ټولو ناروغانو دوسیې څېړلې دي او د درملنې پر مناسب پلان کار پیل شوی دی".
دغه راز ددې قضیې په اړه اوس خپلواکه پلټنه هم پیل شوې ده.