د سند عالي محکمې پاکستان کې د افغان محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په پاکستان کې د سند عالي محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه حکم ځنډولی چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو زدکړو له بشپړولو مخکې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستانۍ 'ډان' او 'عرب نیوز' رسنیو راپور ورکړی چې محکمې په کراچۍ کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زد‌کړو بوختو ۳۴ افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی دی.

د راپور له مخې، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د جاري شویو لارښوونو په اړه محکمې ته دوه جلا عریضې وړاندې شوې دي.

یوه عریضه د ډاو میډیکل کالج د طب د وروستي کال د درېیو محصلینو له خوا ثبت شوې ده.

په ورته وخت کې، بله عریضه د کراچۍ په ډاو پوهنتون، جناح پوسټ ګرېجویټ میډیکل سنټر او نورو روغتیايي بنسټونو کې د ۳۱ افغان طبي محصلینو په استازیتوب ثبت شوې ده.

د سند عالي محکمې په پرېکړه کې پاکستاني چارواکو ته امر کړی چې د سپټمبر تر ۲۹مې پورې د افغان محصلینو پر وړاندې هېڅ ډول اقدام ونه کړي. محکمې ویلي چې "د اعتراض وړ خبرتیاوې به تر هغه وخته ځنډول شوې پاتې وي او پر عریضه کوونکو به هېڅ ډول جبري اقدام نه کېږي."

د عدالت دوه‌کسیزې جرګې، چې مشري یې قاضي عدنان الکریم میمن کوله، هغه مهال قضیه واورېدله چې درېیو افغان محصلینو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پر خبرتیا اعتراض کړی و او عریضه یې کړې وه چې دغه خبرتیا له قانوني صلاحیته پرته صادره شوې ده.

په عریضه کې د قضیې د مقابل لوري په توګه د پاکستان دولت، د کورنیو چارو وزارت، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا، د لوړو زدکړو کمېسیون (HEC)، د روغتیايي علومو ډاو پوهنتون (DUHS)، د سند د پولیسو عمومي مفتش او په کراچۍ کې د عیدګاه پولیسو د حوزې SHO شامل دي.

د اساسي قانون خلاف

وروسته محکمې د سپټمبر د ۲۹مې لپاره د قضیې ټولو مقابل لوریو، اضافي لوی څارنوال او د سند ایالت لوی څارنوال ته خبرتیاوې واستولې.

دغه درې محصلین د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې د روغتیايي علومو په ډاو پوهنتون (DUHS) کې شامل دي او تمه ده چې د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې خپلې زد‌کړې بشپړې او فارغ شي.

په عریضه کې ویل شوي چې دغه محصلین په خپلو افغان پاسپورټونو کې معتبرې پاکستانۍ وېزې لري، چې د دوی د زدکړو تر بشپړېدو پورې اعتبار لري.

عریضه استدلال کوي چې د اعتراض وړ اقداماتو د پاکستان د اساسي قانون ۴، ۹، ۱۰-اې، ۱۴ او ۲۵ مادې نقض کړې دي. د اساسي قانون څلورمه ماده په پاکستان کې موجود هر شخص سره د مساوي چلند حق تضمینوي.

۹مه او ۱۴مه مادې په پاکستان کې د هر شخص لپاره، پرته له دې چې د هغه تابعیت څه وي، د ژوند، ازادۍ او انساني کرامت حقونه تضمینوي.

۱۰-اې ماده د عادلانه محاکمې او قانوني پروسې حق تضمینوي، په داسې حال کې چې ۲۵مه ماده د تبعیض مخه نیسي.

د سپټمبر پر لسمه هم د پاکستان لاهور عالي محکمې د پنجاب ایالت ټولو طبي کالجونو ته په موقت ډول امر کړی و چې افغان محصلین له تعلیمي ادارو ونه باسي او د هغوی امتحانونه لغو نه کړي.

د جمعې په ورځ قاضي خالد اسحاق د څه باندې ۳۰ افغان طبي محصلینو پر عریضو اورېدنه وکړه. دغو محصلینو محکمې ته ویلي، چې د پاکستان عامې روغتیا او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د لارښوونو له صادرېدو وروسته، بېلابېلو طبي کالجونو هغوی د زده کړو له دوام څخه منع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان روغتیايي او د غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) یوامر خپورکړ، چې له مخې یې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو کې له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې پاکستان پرېږدي.

د پاکستان دې پرېکړې پاکستان کې دننه، افغانستان او په نړیواله کچه خورا پراخ غبرګونونه راوپارول.

پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو ښځینه محصلینې او هغه محصلین هم پکې شامل دي، چې پاکستان ته د بورسونو یا سکالرشپونو له ترلاسه کولو وروسته د زدکړو لپاره تللي وو.