تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د روغتیا برخې افغان محصلینو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ
پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پي ایم ډي سي) د دې هېواد د عامې روغتیا او غاښونو درملنې ټولو تعلیمي ادارو ته امر کړی، چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي.
د یادې ادارې په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې بېلابېلو رسنیو هم خپره کړې، راغلي چې هغه افغان محصلین هم باید بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په دې ادارو کې همدا اوس په زدکړو بوخت دي.
په یاد لیک کې ویل شوي، چې د پاکستان روغتیايي علومو شورا دا پرېکړه به د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره عملي کېږي.
پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو ښځینه محصلینې او هغه محصلین هم پکې شامل دي، چې پاکستان ته د بورسونو یا سکالرشپونو له ترلاسه کولو وروسته د زدکړو لپاره تللي وو.
د پي ایم ډي سي په لیک کې د پاکستان طبي شورا د یوه مخکیني لیک (جولای ۳۱مه) په حواله د روغتیايي زدکړو ادارو ته لارښوونه شوې، چې ''تر امر ثاني پورې د افغان اتباعو لپاره په دې ادارو کې د داخلې، ځای ورکولو، تبادلې او سفر په ګډون د هر ډول اسانتیا چمتو کولو لپاره د د یاد لیک له لارښوونو سره سم باید عمل وشي.''
په لیک کې دغه راز راغلي، چې ''په تکرار سره یادونه کېږي، چې هغه افغانان چې د پاکستان په روغتیايي تعليمي ادارو کې په زدکړو بوخت دي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.''
په لیک کې له اړوند تعلیمي ادارو غوښتل شوي، چې باید له پالیسي سره سم افغانستان ته د افغان محصلینو ستنولو لپاره ټولې اړوندې رسمي چارې تر سره کړي.
په ورته مهال د پاکستان لاهور ښار علامه اقبال طبي کالج په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ (سپتمبر ۷مه) خپره شوې، د دې کالج د وروستي کال (ایم بي بي اېس) له ټولو افغان محصلینو غوښتي، چې په ۲۴ ساعتونو کې له دې پوهنتونه د وتلو رسمي چارې بشپړې کړي.
تېره ورځ (سپتمبر ۷مه) د لاهور کنګ ایډورډ پوهنتون ادارې یو لیک هم په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېده، چې پکې د دوو ښځینه محصلینو په ګډون۱۱ افغان محصلینو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی، چې په دې تعلیمي اداره کې خپلې رسمي چارې ختمې کړي.
بل لور د پېښور طبي پوهنتون د وروستي کال یوه محصل عنایت الله مومند له بي بي سي سره په خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت او پاکستان کې د افغانستان سفارت له مسوولینو وغوښتل، چې له پاکستاني چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړي، چې پر خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي.
نوموړی وايي: ''ګومان نه کوم، چې د نړۍ په هېڅ یوه ځای کې به داسې پرېکړه شوې وي، چې د دویم، درېیم یا څلورم کال په زدکړو بوختو محصلینو ته د زدکړو پرېښودلو ویل شوي وي.''
نوموړی زیاتوي، ''د افغانستان حکومت ته په کار ده، چې دوی سره کېني او خبرې ورسره وکړي، ځکه دا د یوه محصل خبره نه ده، دا د یوه پوهنتون یا ښار خبره نه ده، بلکې د ګڼ شمېر محصلینو په راتلونکي لوبې کول دي''
د تېرې میاشتې په لومړیو د پاکستان طبي شورا او د غاښونو طب ادارې ویلي و، هغه کسان چې افغانستان کې د طب پوهنځي او یا د غاښونو روغتیا په څانګو کې زده کړې کوي په "ملي ازموینه" کې د ګډون جوګه نه دي.
هغه خبرتیا چې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۳۱مه خپره شوې وه په کې ټینګار شوی و چې د افغانستان د طبي زد کړو بنسټونه د دغه هېواد د بهرنیو فارغو زده کوونکو د ارزونې کمېسیون له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي.
د دغه څه پر بنسټ هغو کسانو ته به د روغتیا په څانګو کې د کار جواز هم نه ورکول کېږي چې افغانستان کې یې زده کړې کړې وي.
خبرتیا کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې هېڅ ډول استثنا او ځانګړې لار دې برخه کې نشته او دا چې د معافیت کوم شرایط نه لري.
غبرګونونه
په اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان وايي، پاکستان کې دننه هم داسې یو کمپاین پیل شوی، چې له پاکستاني چارواکو غوښتل کېږي، چې پر خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي.
د طاهر خان په وینا پاکستاني چارواکو په دې هکله سملاسي څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د امنیتي ملحوظاتو څرګندونه کوله، چې په وینا یې افغان محصلین وايي، دوی په دې هکله هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
طاهر خان وایی، که دا ګام په افغان طالبانو د فشار لپاره کارول کېږي، نو دا یوه ناسم فکر دي.
طاهر خان په پاکستان کې د مېشتو افغان محصلینو له قوله وايي، چې اوسمهال پاکستان کې د 'ایم بی بی ایس' او لوړو روغتیايي زدکړو شاوخوا ۱۲۰۰ افغان محصلین په زدکړو بوخت دي او که په اړوند تخنیکي برخو کې په زدکړو د بوخت افغانان هم شامل شي، په وینا یې دا شمېر ۲۵۰۰ تنو ته رسېږي.
طاهر خان زیاتوي: ''د افغان محصلینو په ګډون ټول بهرني محصلین په تعلیمي ادارو کې له داخلې مخکې له یوه اوږده بهیره تېرېږي، چې د کورنیو چارو وزارت، استخباراتو او نورو اړوند ادارو په ګډون له ټولو نظر اخیستل کېږي او له هغه وروسته یې د ویزې یا زدکړو پیلولو چارې پر مخ ځي.''
بل لور په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان پر اېکس خواله رسنۍ د پاکستان روغتیايي شورا دې پرېکړې ته غبرګون کې ویلي، چې د بشري او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د تمدني اړیکو له مخې) پر خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي.
ښاغلی خان په خپله پیغام کې وايي: ''یو ډېر انساني او عملي چلند دا کېدای شي چې محصلینو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې اړوندې درجې بشپړې کړي او د زدکړو له بشپړولو سره سم افغانستان ته د بېرته ستنېدو چاره وکړي.''
پاکستاني خبریال روف کلاسره هم د منصور احمد خان غږ بدرګه کړی او په یوه اېکس پیغام کې وايي: صدراعظم شهباز شریف باید د دې سخت اقدام د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.
دا په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر یوه معقوله او ریښتینې غوښتنه ده.
"راځئ چې د احساساتو په اور کې بې حسه نه شو. پرېږدئ، چې دا ډاکټران د دوستانو په توګه بېرته ستانه شي، نه د دښمنانو په توګه.
افغان محصلینو ته باید اجازه ورکړل شي چې په پاکستاني طبي کالجونو/ پوهنتونونو کې طبي زده کړې بشپړې کړي، ترڅو له بېرته ستنېدو سره دوی د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرسته وکړي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه څه نه دي ویلي.