د ښځو کرېکټ اسیا جام سیالۍ: هند لوبډلې ولې له محسن نقوي څخه د جام له اخیستلو ډډه وکړه؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

دوبۍ کې د یکشنبې په ورځ د ښځو د کرېکټ شل اوریز اسیا جام پایلوبې له ګټلو وروسته، د هند لوبډلې د اسیا کرېکټ شورا له مشر او د پاکستان کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له اخیستلو ډډه وکړه.

محسن نقوي هلته د اسیا کرېکټ شورا (اې سي سي) او د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) د مشر په توګه حاضر و.

په دې لوبه کې د سري لنکا پر وړاندې د ۷۲ منډو په ستر توپیر له بریا وروسته، د هند ښځینه کرېکټ لوبډلې لوبډلمشره هرمنپریت کور له خپلو ملګرو سره د بریا خوشحالي کوله. خو هرمنپریت د جام د ترلاسه کولو لپاره د جایزو وېش مراسمو ته حاضره نه شوه.

هند په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وېکټو په زیان ۱۸۳ منډې جوړې کړې. په ځوابي لوبه کې د سري لنکا ټوله لوبډله په ۲۰ اورونو کې د ۱۱۱ منډو په جوړولو وسوځېده.

د جایزو وېش مراسم د امپایرانو د ستاینلیکونو، او د دوهم ځای ګټونکې سري لنکا لوبډلې لوبغاړو ته د مډالونو او نغدي جایزو د چکونو تر ورکړې وروسته پای ته ورسېدل.

د هند د ښځو لوبډلې روزونکي امول موزومدار په خبري غونډه کې وویل:

"موږ د هند د کرېکټ بورډ (بي سي سي ای) له دریځه ملاتړ کوو او ورسره ولاړ یو. زموږ لپاره دا سیالي پای ته رسېدلې او موږ اتلان یو. همدا زموږ لپاره بسنه کوي. پر لوی سکرین هم لیکل شوي وو چې هند د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام اتل دی. زموږ لپاره دا سیالۍ په رسمي ډول پای ته رسېدلې دي. موږ د اتلولۍ له ترلاسه کولو خوښ یو او اوس د اسیايي لوبو لپاره چمتووالی نیسو."

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې چې د هند د نارینه وو کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام اتلولي وګټله، د لوبډلې غړو له محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له ترلاسه کولو ډډه کړې وه.

په دوبۍ کې ترسره شوې پرونۍ لوبه د ځایي وخت له مخې د شپې په ۹:۵۵ بجو پای ته ورسېده، خو د جایزو د وېش مراسم شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته پیل شول. له دې ځنډ وروسته، په لوبغالي کې یو څه خوځښت او تګ راتګ ولیدل شو او بیا د مراسمو چارې مخته لاړې.

بل لور د هند کرېکټ بورډ (بي سي سي ای) سکرتر دیواجیت سایکیا د هند له خبري اژانس (ای اې این اېس) سره په خبرو کې وویل:

"زموږ لوبډلې له محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام ځکه ونه مانه، چې هغه د پاکستان د حکومت یو مهم مشر دی او زموږ د هېواد پر ضد فعالیتونه کوي."

هغه زیاته کړه:

"موږ تېر کال پرېکړه کړې وه چې له پاکستان سره به دوه اړخیزې لوبلړۍ نه ترسره کوو. خو په نړیوالو او څو اړخیزو سیالیو کې به له هرې لوبډلې سره لوبې کوو. خو دا په دې معنا نه ده چې موږ به ټول شرطونه ومنو."

د سایکیا په وینا:

"له پاکستان سره زموږ اړیکې پخوا هم ترینګلې وې، خو د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې له پېښې (پهلګام برید) وروسته لا پسې خرابې شوې. زموږ عملیات لا هم روان دي، نو موږ نه شو کولی چې د دغه هېواد له یوه مهم حکومتي مشر (محسن نقوي) څخه د اتلولۍ جایزه ترلاسه کړو."

تر اوسه د اسیا کرېکټ شورا (اې سي سي) او د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) له لوري د دې موضوع په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی.

دا پېښه یو ځل بیا د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي او ورزشي اړیکو په تړاو بحثونو ته لار هواره کړه، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې وخت ناوخت د کرېکټ په ډګر هم اغېز کوي. ځینو پاکستاني کړیو دغه چلند د سپورټي اخلاقو خلاف بللی او په وینا یې په ورزش کې باید سیاسي اختلافات د لوبې له روحیې جلا وساتل شي.

د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې، چې د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچونه زیات شول، هندي کرېکټ لوبغاړو له پاکستاني لوبغاړو او د هغوی له استازو سره له لاس ورکولو څخه ډډه کړې ده.

تېر کال د هند د نارینه وو کرکټ لوبډلې هم ورته چلند کړی و او سږ کال د ښځو لوبډلې هم هماغه لاره خپله کړې وه.