ملګري ملتونه: اوبه ژوند دی خو لا هم میلیونونه افغانان د څښاک پاکې اوبه نه لري

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, د بي‌بي‌سي خبریال، کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې لا هم میلونونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته ډاډمن لاس‌رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام یا یو‌اېن هبېتات نن دوشنبه (۲۳ وږی/۱۴ سپتمبر) پرخپله اېکس پاڼه په دې اړه په یوه لنډکۍ اعلامیه کې ویلي چې "اوبه ژوند دی" او د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره ټولو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی اړین دی.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په وینا، دې موخې ته رسېدل هله شوني دي چې د ښاري پلان جوړونې تګلارې په دقت سره جوړې شي، د اوبو او خځلو په مدیریت سره د اوبو سرچینې خوندي کړای شي، د خلکو د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې وضعیت ښه او صحتمندې ټولنې رامنځ‌ته کړای شي.

په ورته مهال په افغانستان کې د بېلابېلو سیمو خلک شکایت کوي چې د څښلو پاکې اوبه په اسانه نه ورسېږي، د کورونو څاګانې یې وچې او یا اوبه پکې ډېرې ښکته تللې دي او له یو شمېر سیمو خلک د همدې ستونزې له امله کډه کولو ته هم اړ شوي دي. کابل له دې پلوه په ډېرو اغېزمنو شوو سیمو کې دی.

د اوبو ککړتیا ستونزه

(د مرسي کور) په نوم د یوې نړیوالې ادارې د یوه راپور له مخی، په کابل کې د اوبو ککړتیا پراخه ده او په وینا یې، په کابل کې تر ۸۰ سلنې پورې د ځمکې لاندې اوبه د څښاک لپاره خوندي او پاکې نه دي. د دغو اوبو په ځینو برخو کې د فاضله اوبو، ارسنیک او مالګې لوړه کچه موندل شوې ده.

د کابل د نفوس له زیاتېدو سره د اوبو اړتیا هم ډېره شوې خو د ځمکې لاندې اوبو ته د خلکو پراخ لاسرسی او د فاضله اوبو ناسم مدیریت د دې سرچینې د ککړتیا اندېښنې زیاتې کړې دي.

په کابل کې ځینې خلک وايي، د اوبو د ککړتیا له امله اړ دي چې د څښاک لپاره اوبه واخلي؛ هغه لګښت چې د بېوزلۍ او بېکارۍ په شرایطو کې د کورنیو پر بودیجه اضافي فشار راولي.

عبدالاحمد، چې د کابل ښار په کارته‌سخي سیمه کې د څښاک اوبه پلوري، وايي چې د پغمان له یوې څاه راوړل کېږي.

هغه زیاتوي، "دا اوبه تصفیه شوې نه دي خو په سیمه کې د ځمکې له لاندې اوبو نسبتاً ښه کېفیت لري".

نوموړي وايي چې پنځه لیټره اوبه په پنځه افغانۍ او شل لیټره په لس افغانۍ پلوري.

عبدالاحمد همداراز وايي، "په سیمه کې د کورونو د سپټیک څاه‌ګانو له امله د ځمکې لاندې اوبه ډېرې ککړې شوې دي. د اوبو د ککړتیا له امله ناروغۍ هم ډېرې شوې دي او د ککړو اوبو له څښلو وروسته خلک د ستوني له درد او نورو ستونزو سره مخ کېږي".

خو په کابل کې ځینې خیرخواه کسان هڅه کوي چې د ژورو څاه‌ګانو په کیندلو او د وړیا اوبو په برابرولو سره له خلکو سره مرسته وکړي.

عبدالطالب چې د کابل ښار د اسمایي غره پر سر له یو پایپه اوبه اخلي، وايي، "د حاجي سرور په نوم یوه خیرخواه کس شاوخوا دوه سوه متره ژوره څاه کيندلې او له هغې یې تر دې سیمې پایپ راغځولی دی.خلک له دې څاه وړیا اوبه اخلي او هره ورځ له شاوخوا درې تر څلور سوه بشکې اوبه ترې ډکېږي".

د نړیوالو بنسټونو اندېښنې

په افغانستان کې د اوبو ستونزه او پرې د نړیوالو ادارو اندېښنې کومه نوې خبره نه ده.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اوبو پر کمښت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کړکېچ ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو اوچا ادارې څه موده مخکې په یوه رپوټ کې وویل چې د کابل د ځمک‌لاندې اوبو کچه له ۲۵ تر ۳۰ مترو ټيټه شوې ده او څه باندې نیمايي ژورې څاګانې وچې شوې دي.

(د مرسي کور) ادارې مرسي کور په نوم یوې بلې نړیوال ادارې هم بیا په یوه رپوټ کې ویلي چې د پلازمېنې کابل څه د پاسه ۸۰ سلنه اوبیزې سرچینې ککړې دي چې له کبله یې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو، عمر خوړلو کسانو او میندوارو ښځو روغتیا له خطر سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف هم خبرداری ورکړی چې که د اوبو دا کړکېچ همداسې روان وي نو د کابل ټولې اوبیزې زېرمې ښايي تر ۲۰۳۰ کاله وچې شي.

د شمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان د اوبو او په دغه هېواد کې د روغتیا ساتنې لپاره شاوخوا ۲۶۴ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا ده خو له دې یې یوازې څلور اعشاریه اته میلیون ډالر ترلاسه شوي دي.