تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په یمن کې د حوثیانو چټک پرمختګ ښايي د ایران جګړې ته یو نوی او خطرناک اړخ ور زیات کړي
- Author, پاول ادمز-د دیپلوماتیکو چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د یمن د ساحلي او وچې سیمې 'تهامه' په سوېلي برخو کې د حوثیانو چټک پرمختګ ډېری څارونکي حیران کړي.
تر دې وروستیو پورې د ملي مقاومت په نامه د حوثیانو ضد ټلوالې د یمن د سره سمندرګي د ساحل په اوږدو کې پراخې سیمې په واک کې لرلې. خو په څو ورځو کې د دغې سیمې لویه برخه د حوثیانو لاس ته ولوېده.
د ځینو اټکلونو له مخې، د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د یمن د ستراتیژیک ساحل شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره برخه نیولې ده.
دا په تېرو څو کلونو کې د حوثیانو ستر پوځي بری ګڼل کېږي او ښيي چې د ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې، د سعودي عربستان ویجاړوونکو هوايي بریدونو او د امریکا، اسرائیل او برېتانیا له بریدونو سره سره، حوثیان لا هم پیاوړی ځواک دی.
اوس چې د دوی مخالفان حیران او کمزوري شوي، داسې نه ښکاري چې حوثیان دې ژر له دغو سیمو وایستل شي.
په بروکسل کې د اروپايي سولې انسټېټیوټ مخکښ شنونکي هشام العمیسي بي بي سي ته ویلي:
"اوس چې دوی هلته ځای پر ځای شوي، خپلې مورچې به ټینګې کړي او له دغې سیمې یې ایستل ډېر لګښت او زیاتې هڅې غواړي."
البته حوثیان یوازې نه دي. دوی د ایران ملاتړ لري، او دا ملاتړ اوس تهران ته لا مهم شوی، ځکه د ''مقاومت محور'' نور غړي، لکه په لبنان کې حزب الله، په غزه کې حماس او په سوریه کې د بشار الاسد رژیم، له پرلهپسې ستونزو او ماتو سره مخ شوي دي.
العمیسي وايي، "ایران خپل ملاتړ حوثیانو ته ډېر کړی او حوثیان هم دې مرستې ته اړتیا لري."
که څه هم ډېری شنونکي حوثیانو ته یوازې د ایران د ګوډاګي ځواک په سترګه کتل ناسم بولي، خو د وروستیو ورځو پېښو نوي او اندېښمنوونکي حقیقت ته پام اړولی دی.
د امریکا او اسرائیلو له ګډو پراخو بریدونو اوه میاشتې وروسته، اوس تهران نه یوازې پر یوه، بلکې د نړۍ پر دوو مهمو سمندري لارو نفوذ لري، چې د فارس خلیج په خوله کې د هرمز تنګی او د سره سمندرګي (او سویز کانال) دروازه، باب المندب پکې شامل دي.
د لندن د چتم هاوس څېړنیز مرکز څېړونکی فارع المسلمي وايي، "ایران اوس په مستقیم یا غیر مستقیم ډول، د خپلو متحدینو له لارې، د منځني ختیځ او نړۍ پر دوو مهمو سمندري تنګیو نفوذ لري."
هغه زیاتوي، "له دې سیمو د نړۍ له ۳۵ سلنې زیاته د تېلو او سون توکو سوداګري تېرېږي. دا نفوذ د اټومي بم هومره ارزښت لري."
که حوثیانو د سره سمندرګي ځینې مهم ټاپوګان هم تر خپل واک لاندې راوستي وي، په ځانګړي ډول پریم ټاپو چې د باب المندب تنګي په تر ټولو تنګ منځ کې پروت دی، نو د نړیوالو بېړیو پر تګ راتګ د دوی د اغېز وړتیا به نوره هم زیاته شي.
څنګه چې د غزې له جګړې وروسته د حوثیانو کړنو وښوده، په سره سمندرګي کې بېړۍ د حوثیانو له توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او کوچنیو بریدګرو کښتیو ډېرې زیان منونکې دي.
د یمن د چارو کارپوهې ایونا کریګ بي بي سي ته ویلي:
"دوی تر دې ځمکنیو لاسته راوړنو مخکې هم کولای شول د باب المندب له لارې د بېړیو پر تګ راتګ اغېز وکړي، خو اوس یې د هغې سیمې واک هم خپل کړی چې مستقیم پر باب المندب برلاسی لري، او دا چاره دوی ته لا زیات نفوذ ورکوي."
د بار وړونکو بېړیو شرکتونه ښايي د حوثیانو هغه اعلان ته په شک وګوري چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ او ویې ویل چې سمندري تګ راتګ د ټولو شرکتونو لپاره خوندي دی، خو د سعودي عربستان بېړۍ تر بندیز لاندې دي.
حوثیانو د خپلو پخوانیو بریدونو پر مهال هم ویلي وو چې یوازې له اسرائیلو سره تړلې بېړۍ په نښه کوي، خو په عمل کې یې داسې بېړۍ هم ویشتلې چې له اسرائیل سره یې هېڅ تړاو نه درلود، د بېلګې په توګه یو ناروېژی ټانکر.
خو کریګ وايي کېدای شي حوثیان دا ځل له بې توپیره بریدونو ډډه وکړي، ځکه دوی د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د امریکا د (راوف رایډر) عملیاتو سخت بریدونه تجربه کړي دي.
ایا امریکا به بیا هم مداخله وکړي؟
له ایران سره د ولسمشر ټرمپ جګړه لا دمخه خلکو ته ښه نه ښکاري. سربېره پر دې، د تېلو بیې یو ځل بیا لوړېږي او نوې جګړه ښايي د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د هغه او د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره سیاسي ګټه ونه لري.
د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تر اوسه د امریکا د مداخلې غوښتنې کړې، خو واشنګټن مثبت ځواب نه دی ورکړی.
اکسیوس لیکلي چې امریکا په یمن کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنه لري او له یوې خوا له سعودي عربستان سره خپلې مرستې ډېروي، خو له بلې خوا غواړي له مستقیمې پوځي ښکېلتیا ځان وساتي.
خو د سعودي عربستان اندېښنه یوازې باب المندب نه دی.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې حوثیانو ښايي د سعودي عربستان پر ختیځ - لویدیځ تېلو نللیکه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي وي. دا نللیکه هغه مهمه بدیله لار ده چې د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د سعودي د تېلو صادرات پرې کېږي.
داسې ښکاري چې د ایران یمني متحدین غواړي له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.
که څه هم ښايي ایران دغه برید په مستقیم ډول نه وي امر کړی، خو روښانه ده چې له دې وضعیته ګټه کوي.
په لندن کې د شاهي متحدو خدمتونو انسټېټیوټ څېړونکی براء شیبان وايي، د وروستي پوځي کړکېچ ریښې د جولای میاشتې ته رسېږي، کله چې د حوثیانو یو پلاوی د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د دولتي جنازې له مراسمو راستون شو.
هغه وايي، "له هغې وروسته سملاسي تاوتریخوالی زیات شو او داسې ښکارېده چې ایران هوډ کړی چې په سره سمندرګي کې خپل نفوذ پراخ کړي."
اوس چې یمن یو ځل بیا د پراخې جګړې پر غاړه ولاړ دی، سعودي عربستان د خپلو اقتصادي ګټو او د سره سمندرګي پر لور د صادراتو د لارې د خوندي ساتلو اندېښنه لري، او ډونالډ ټرمپ هم د مستقیمې مداخلې لېوالتیا نه ښيي. ټول په داسې حال کې له ایران سره د امریکا شخړه نوي او ښايي خطرناک پړاو ته داخله شوې ده.
د یمن خلکو ته، چې د دولسو کلونو جګړې له امله بې ځایه شوي، بمبار شوي، لوږې ځپلي او بېوزلي شوي، وروستي بدلونونه به د دوی ژوند لا پسې سخت کړي.