د سپټمبر ۱۱مې بریدونه: څه مهال څه پېښ شول؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په امریکا متحده ایالاتو کې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت نن (جمعه سپټمبر ۱۱مه) یادغونډې کېږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه، څلور الوتکې چې د امریکا متحده ایالاتو په ختیځه برخه کې یې الوتنې کولې، د القاعده سخت دریځې شبکې د غړو له خوا وتښتول شوې.

وروسته دغه الوتکې د لویو لارښود شویو توغندیو په څېر وکارول شوې او په نیویارک او ویرجینیا کې له مهمو ودانیو سره وجنګول شوې. دوو الوتکو د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز (Twin Towers) غبرګې ودانۍ ونړولې. دویم برید له لومړي بریده ۱۷ دقیقې وروسته وشو.

د بریدونو له امله ودانیو اور واخیست، ډېر کسان په لوړو پوړونو کې ایسار پاتې شول او ښار د لوګي په لوخړو کې پټ شو. له دوو ساعتونو په کمه موده کې دواړه ۱۱۰ پوړیز هسکې ودانۍ د دوړو په سترو لوخړو کې ونړېدلې.

درېیمې الوتکې د پنټاګون لوېدیځه برخه په نښه کړه او ویجاړه یې کړه. پنټاګون د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه ده چې د واشنګټن ډي سي ښار ته نږدې موقعیت لري.

څلورمه الوتکه وروسته له هغه چې مسافرو او عملې د الوتکې د برمته کوونکو پر ضد مقاومت وکړ، د پنسلوانیا ایالت د شېنکسوېل سیمې ته نږدې په یوه کرونده کې راولوېده.

باور کېږي چې برمته کوونکو غوښتل پر واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ (Capitol Building) هم برید وکړي.

په هغو بریدونو کې ټولټال ۲٬۹۷۷ کسان ووژل شول، چې ۱۹ برمته کوونکي پکې شامل نه دي. ډېری قربانیان په نیویارک کې وو. وژل شویو کې ۴۴۱ لومړني ژغورونکي او د بېړنيو خدمتونو کارکوونکي هم شامل وو، چې دا د امریکا په تاریخ کې د بېړنیو خدمتونو د پرسونل تر ټولو ستره مرګژوبله بلل کېږي.

دلته د وخت په ترتیب سره د هغې ورځې د پېښو یادونه کېږي.

دغه مهالوېش کې ټول یاد شوي وختونه د نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا د ځايي وخت له مخې یاد شوي دي.

۰۷:۵۹: د امریکن ایرلاینز ۱۱ شمېره الوتنه له بوسټنه لاس انجلس ته روانه شوه.

۰۸:۱۴: د یونایټډ ایرلاینز ۱۷۵ شمېره الوتنه له بوسټنه لاس انجلس ته روانه شوه.

۰۸:۲۰: د امریکن ایرلاینز ۷۷ شمېره الوتنه واشنګټن ډي سي ته نږدې له ډلس نړیوال هوايي ډګره لاس انجلس ته روانه شوه.

۰۸:۴۲: د یونایټډ ایرلاینز ۹۳ شمېره الوتنه له نیویارک نړیوال هوايي ډګره سان فرانسسکو ته روانه شوه.

۰۸:۴۶: د امریکن ایرلاینز ۱۱ شمېره الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي ودانۍ سره ټکر شوه.

۰۹:۰۳: د یونایټډ ایرلاینز ۱۷۵ شمېره الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز له سویلي ودانۍ سره ټکر شوه.

پر کومو ودانیو بریدونه وشول؟

۰۹:۳۷: د امریکن ایرلاینز ۷۷ شمېره الوتکه د پنټاګون لوېدیځ اړخ سره ټکر شوه.

۰۹:۵۹: د نړیوال سوداګریز مرکز (ورلډ ټرېډ سنټر) جنوبي برج ونړېد.

۱۰:۰۳: د یونایټډ ایرلاینز ۹۳ شمېره الوتکه وروسته له هغه چې مسافرو او عملې د الوتکې د برمته کوونکو پر ضد مقاومت وکړ، د پنسلوانیا ایالت د شېنکسوېل سیمې ته نږدې په یوه کرونده کې راولوېده.

۱۰:۲۸: د نړیوال سوداګریز مرکز شمالي ودانۍ ونړېد.

۱۷:۲۰: د ورلډ ټرېډ سنټر ۷مه ودانۍ د سخت اور او جوړښت ته د زیان رسېدو له امله ونړېده.