ټرمپ: ایران د سیاسي دلایلو له مخې د امریکا تر ټاکنو مخکې د شخړو پای ته رسولو لېوالتیا نه لري

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا لپاره ټکساس ایالت ته تللی، د چهارشنبې په شپه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ''ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي'' او په وینا یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوي لپاره د پوځي اقدام پرېکړه شوې ده.

ټرمپ وايي، د ده په اند له ایران سره جګړه به ښايي ''د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو سملاسي وروسته'' پای ته ورسېږي. نوموړي ادعا وکړه چې ایران د سیاسي دلایلو له امله نه غواړي له ټاکنو وړاندې روانه شخړه پای ته ورسوي.

هغه دغه راز ادعا وکړه چې امریکا د هرمز تنګي پر مخابراتي او سمندري تګ راتګ ''نږدې بشپړ کنټرول'' لري، او دا وضعیت پر ایران سخت اقتصادي فشارونه راوړي دي. د هغه په وینا، دغه کنټرول د ایران د نفتو د صادراتو وړتیا محدوده کړې ده.

ټرمپ وویل، د ایران اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی او د لوړې کچې انفلاسیون، د ملي اسعارو د ارزښت کمېدو او د دولت د مالي ستونزو یادونه یې وکړه.

د امریکا ولسمشر د خپل هېواد د پوځي فعالیتونو ستاینه وکړه او په خبره یې امریکایي ځواکونو د ایران پر پوځي وړتیاوو درانه ګوزارونه کړي دي. هغه زیاته کړه چې د ایران پر ضد سمندري محاصره او پوځي عملیات ''ډېر اغېزناک'' دي.

هغه د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې د کلنګ غره په سیمه کې د لیدل شویو فعالیتونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: ''چالاکي مه کوئ.''

نوموړي ګواښ وکړ چې که اړتیا پېښه شي، امریکا به دغه ځای هم په نښه کړي.

ټرمپ د طنز په ژبه یو ځل بیا د خپلو پلویانو په منځ کې د هرمز تنګي د نوم بدلولو او هغه ته د ''ټرمپ تنګي'' د نوم ورکولو خبره وکړه، چې حاضرینو په چکچکو بدرګه کړه. هغه د اونټاریو جهیل د نوم د بدلون موضوع هم یاده کړه او یو ځل بیا یې د نیومکسیکو ایالت د نوم د ''نیو امریکا'' په نوم د بدلولو مفکوره مطرح کړه.

نوموړي ومنله چې له ایران سره جګړې د تېلو بیې لوړې کړې دي، خو په خبره یې د ایران د اټومي کېدو د مخنیوي لپاره دا لګښت اړین و. هغه وړاندوینه وکړه چې له جګړې وروسته به د انرژۍ بیې په چټکۍ سره راټیټې شي.

سي‌بي‌اېس: په اردن کې د امریکا پر هوايي اډې د ایران توغندیز بریدونو څو پوځي الوتکې زیانمنې کړې

سي‌بي‌اېس نیوز د هغو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پېښې په تړاو معلومات لري، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې، چې د چهارشنبې په سهار د اردن د 'موفق سلطي' هوايي اډه یې په نښه کړه، د امریکا څو پوځي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

د دغو سرچینو په وینا، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې یاد شي، شاوخوا اته د ایف-۱۵ ډوله جنګي الوتکې په برسېرن ډول زیانمنې شوې وې، خو له ترمیم وروسته بېرته د هوايي ځواک عملیاتي لیکو ته ستنې شوې دي.

سرچینو دغه راز ویلي چې یوه اې-۱۰ تهنډربولټ جنګي الوتکه، چې د 'وارتاګ' په نوم هم پېژندل کېږي، د توغندي لګېدو له امله خپله یو وزر له لاسه ورکړی دی.

له معلومات لرونکو سرچینو سره د سي‌بي‌اېس د خبرو له مخې، په دغو بریدونو کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

دغه بریدونه څو ساعته وروسته له هغه ترسره شول چې امریکا اعلان وکړ د ایران لخوا د امریکا د سمندري ځواک پر یوې جنګي بېړۍ د بریدونو په ځواب کې یې پنځه ایراني نفت‌لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

په مقابل کې، د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د غبرګون په توګه یې اته نفت‌لېږدوونکې بېړۍ او د امریکا دوه پوځي سمندري بېړۍ، او دغه راز په اردن کې د 'موفق سلطي' هوايي اډه په نښه کړې ده.

سي‌بي‌اېس دغه راز راپور ورکړی چې په اردن کې مېشتو امریکايي ځواکونو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره له ۳۰ زیات پاټریات دفاعي توغندي توغولي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې سي‌بي‌اېس تر دې وړاندې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي وو چې د څو میاشتو جګړو او نښتو له امله د امریکا د پاټریوت توغندیو او ځینو نورو دقیقو لارښود کېدونکو مهماتو زېرمې په چټکۍ سره کمېږي.

تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په رسمي ډول د 'موفق سلطي' هوايي اډې د الوتکو د احتمالي زیان نه تائید او نه هم رد کړی دی.

سیرېک، میناب او قشم ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

بل لور د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د قشم په سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. له دې راپور څو دقیقې وروسته، د چهارشنبې په نیمه شپه د سیرېک او میناب له سیمو هم د ورته چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.

دغه راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تر اوسه د سیمې د ځايي وخت له مخې د چهارشنبې تر ناوخته پورې د احتمالي نوو بریدونو یا نښتو په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی.

د چاودنو د لامل، احتمالي زیانونو او یا د احتمالي هدفونو په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي. دغه راز د ایران او امریکا چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هرمز تنګي په سیمه کې موقعیت لرونکې قشم ټاپو کې د یوې ''درنې چاودنې''غږ اورېدل شوی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د دې چاودنې څرنګوالی او لامل نه دی روښانه شوی، او معلومه نه ده چې چاودنه په وچه کې شوې او که په اوبو کې.