ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي

د عکس سرچینه، د روغتیا وزارت
د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هغه روغتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د جرمني د ماشومانو ټولنې د یو اعشاریه درې میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي.
د افغانستان دولتي خبري اژانس (باختر) وايي، دا روغتون چې ۵۰ بستره دی، د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتله کې پر ۳۰ جریبه ځمکه ودانېږي.
د روغتیا د وزیر له خولې ویل شوي، د دغه روغتون د دوه پوړیزې ودانۍ چارې به راتلونکو درې کلونو کې بشپړې او په پرمختللو وسایلو به سمبال شي. نورجلال جلالي دا هم ویلي" د هغو کورنیو لپاره به دغه سیمه کې روغتیايي خدمتونه پراخ کړي چې تازه خپل هېواد ته راستنې شوې دي."
جرمني له دې وړاندې هم د افغان ماشومانو لپاره په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې روغتیايي چوپړونه ترسره کړې دي. د سولې نړیوال کلي په نوم یو جرمن بنسټ هر کال د سلګونو هغو ماشومانو درملنه کوي چې افغانستان کې یې درملنه ناشونې وي.
دا روغتون بیا په یوه داسې سیمه کې جوړېږي چې لرې پرته او له ډېرو اسانیو په څنډه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
چمتله د ننګرهار یوه ګڼوګړې سیمه ده چې تېره یوه نیمه لسیزه کې لسګونه زره کورنۍ ورته ګاونډیو هېوادونو کې له کډوالۍ ستنې شوې دي.
د افغانستان د روغتیا اډانه چې تر ډېره پر نړیوالو مرسته تکیه ده د مور او ماشوم روغتیايي چوپړونه یې یوه مهمه اړتیا یادېږي.
د طالبانو حکومت چې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو پر کار او زده کړو د بندیزونو له کبله، له نړیوالې ټولنې ګوښی او له محدودیتونو سره مخ دی، په روغتیا برخه کې د دغه هېواد له لسیزو پخوانۍ ستونزې لا پراخې شوې چې اغېز یې مخامخ پر بې وزلو افغانانو لیدل کېږي.
ملګرو ملتونو په تېر اګسټ میاشت کې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې د افغانستان له یو میلیون ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې که پر وخت مرستې ونه شي حالت لا نور ناوړه کېدلی شي.


















