ایا د مکې تړون به ترکیه د یمن جګړه کې ښکېله کړي؟

حوثي ځواکونه

د عکس سرچینه، Mohammed HUWAIS / AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یمن کې د حوثیانو د ځواکونو له پرمختګ او پر سعودي عربستان د دغې ډلې بریدونو دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا ترکیه، چې د "مکې تړون " له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه ده، اړه به شي، چې د ریاض ترڅنګ ودرېږي؟

که څه هم په دغه تړون کې د ګډې دفاع ماده شامله ده، خو د ترکیې د حکومت محتاطانه غبرګون او د دغه هېواد رسنیو او شنونکو ترمنځ پراخې اندېښنې او شکونه ښيي، چې انقره اوس مهال د یمن جګړې ته د مستقیمې ننوتنې لېوالتیا نه لري او له دې اندېښمنه ده، چې هغه څه کې ښکېله نه شي، کوم چې ځینې کسان یې "د خټو ډنډ" بولي.

د هغه هوکړه ‌لیک له مخې، چې د اګست په لومړیو کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو، درې واړو هېوادونو موافقه وکړه، چې پر یوه هېواد هر ډول وسله ‌وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

سره له دې، ترکیې تر اوسه په مستقیم ډول دې شخړې ته د ننوتلو هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې او یوازې یې د سپټمبر په ۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حوثیانو وروستي اقدامات غندلي دي.

د ترکیې رسنیو په عمومي ډول د "مکې تړون" په چوکاټ کې د ګډې دفاع مادې سره سره، د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع لپاره د دغه هېواد د احتمالي ګډون موضوع کم ‌ارزښته بللې ده.

یوه ترکي شنونکي ویلي، چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ښايي د دې لپاره هڅه وي، چې په دغه تړون کې د ترکیې د ژمنتیا کچه "وآزمایي " خو یوه بل شنونکي خبرداری ورکړی، چې په دې شخړه کې د انقرې ښکېلتیا به "یوه ستراتیژیکه تېروتنه" وي.

له اپوزیسیون سره نږدې یوې رسنۍ د یمن جګړه د "مکې ائتلاف لومړنی خونړی لګښت" بللی او د دې په اړه یې خبرداری ورکړی، چې ترکیه ښايي یوې بهرنۍ جګړې ته راکش کړل شي.

د ترکیې رسنۍ په عمومي ډول د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع په موخه د "مکې تړون" د ګډې دفاع د مادې فعالېدو په اړه له شک ډک چلند کوي.

له حکومت سره نږدې رسنیو په خپلو راپورونو کې، چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د نښتو په اړه یې خپاره کړي، معمولاً نه د ګډې دفاع پر مادې او نه هم د ترکیې د احتمالي ګډون پر موضوع ټینګار کړی دی.

له حکومت سره نږدې دریځ لرونکې "آ خبر" تلوېزیوني شبکې د شخړې اړخونه، هغه سیمې، چې د حوثیانو له خوا په نښه شوې وې او د مرګ‌ژوبلې شمېرې تشریح کړې خو د مکې تړون ته یې هېڅ اشاره نه ده کړې.

دولتي "ټي‌آر‌ټي خبر" ټلوېزیوني شبکې هم د دغې شخړې په اړه په خپلو راپورونو کې د حوثیانو پرمختګونه تر پوښښ لاندې راوستل، خو د مکې تړون ته یې اشاره ونه کړه.

محافظه‌کاره او له حکومت څخه ملاتړ کوونکې "یني آکیت " ورځپاڼې د "ایا د یمن په اړه د مکې تړون به فعال شي؟ " تر سرلیک لاندې دا موضوع مطرح کړه، خو راپور یې تر ډېره د سعودي عربستان په دفاع کې د پاکستان پر احتمالي رول متمرکز و او د ترکیې لپاره یې احتمالي پایلو په اړه څه نه وه ویلي.

شکونه او اندېښنې

په داسې حال کې، چې له حکومت سره نږدې رسنیو هڅه کړې، چې د مکې تړون د ګډې دفاع ماده کم‌رنګه وښيي، ځینو نورو رسنیو خبرداری ورکړی چې انقره ښايي په ناڅاپي ډول د حوثیانو پر وړاندې ودرېږي.

له حکومت سره مخالفې چپ‌لارې "سول خبر" وېب‌پاڼې لیکلي، چې د یمن جګړه ښايي "د مکې ائتلاف لومړنی خونړی لګښت " وي، او د ترکیې حکومت یې تورن کړی، چې ښايي دغه هېواد په داسې شخړه کې ښکېل کړي، چې له ملي ګټو سره یې چندان تړاو نه لري.

بارچین یینانچ، چې د خپلواکې "ټي۲۴ " وېب‌پاڼې کالم ‌لیکوونکې ده، پر اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي:

"ایا د حوثیانو له خوا پر سعودي عربستان برید کول د دې اصل د آزمایلو هڅه نه ده، چې پر یوه غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي؟ "

"د یمن په دام کې مه لوېږئ "

جم ګوردنیز، متقاعد سمندري قوماندان او د ملت‌پالنې له تمایلاتو سره مشهور شنونکي، د حوثیانو پر وړاندې د مکې تړون د کارولو په اړه د یوه امریکايي سناتور غوښتنې ته په اشارې وویل، چې ترکیه باید "په دې دام کې ونه لوېږي" او "د یمن د خټو ډنډ" ته راکش نه شي.

هغه ليکلی، "د حوثیانو پر وړاندې د ترکیې د دښمنۍ لوري ته کشېدل، لا څه، چې له هغوی سره وسله‌والې نښتې ته ننوتل، یوه ستراتیژیکه تېروتنه به وي. انقره باید د ډیپلوماسۍ او د سمندري سوداګرۍ د امنیت ملاتړ وکړي، نه دا چې له حوثیانو سره په مخامخ تقابل کې ښکېله شي. "

بکیر صدقي شاهین، چې په یوه اسلام‌پاله نادولتي سازمان کې له فعالو څېرو څخه دی، خبرداری ورکړی، چې د مکې تړون د ګډې دفاع ماده دا خطر لري، چې ترکیه دې شخړې ته راکاږي.

هغه استدلال وکړ، چې که سعودي عربستان په راتلونکي کې له "ابراهیم تړونونو " سره یوځای شي، ترکیه ښايي په ناپامۍ سره د "له اسرائیلو سره د همغږي لرونکي سیمه‌ییز بلاک " برخه وګرځي.

د ترکیې د پوځي رول په اړه اټکلونه

له دغو شکونو سره سره، پر اېکس ټولنیزه شبکه کې یوه له پراخ نفوذ څخه برخمنه نظامپاله حساب اټکل کړی، چې د ترکیې جنګي بې‌پیلوټه الوتکې او نور پوځي تجهیزات ښايي "ډېر ژر" په یمن کې راڅرګند شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د مکې تړون له لاسلیک وروسته ویلي وو، چې د دغه تړون د ګډې دفاع ماده له تخنیکي پلوه د ناټو د تړون له پنځمې مادې سره ورته والی لري، خو ټینګار یې نه و کړی، چې دغه ماده به په اتومات ډول عملي کېږي.

هغه ویلي وو:

"د تړون متن ته په کتو، عمومي ژمنې شته… دا چې دغه عمومي ژمنې به څنګه او په کومه بڼه عملي کېږي، د اړوندو بنسټونو په مشورو او پرېکړه‌ کولو پورې اړه لري."