پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوي کسان څنګه د پېښور پولیسو په توقیف کې ووژل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عزيزالله خان
- دنده, بي بي سي اردو، پېښور
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د خیبر پښتونخوا پېښور پولیس ادعا کوي، هغه څلور تورن کسان د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوي، چې یوه کور ته د ننوتلو او پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري په تور نیول شوي وو.
پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې د ځايي پولیسو له قوله وايي، د پنجشنبې په شپه نیول شوي کسان د پېښې ځای په هکله د معلوماتو لپاره بیول کېدل، چې نامعلومو کسانو ډزې وکړې او نیول شوی ټول څلور کسان یې ووژل.
د پولیسو په وینا دوی ته په دې پېښه کې زیان نه دی رسېدلی. د بي بي سي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، د ډله ییز جنسي تېري پېښه د پېښور رحمان بابا پولیسو مرکز (تهانه) په موسم خان ګړهۍ سیمه کې د سپتمبر پر شپږمه رامنځته شوې وه.
د پولیسو په لومړني رپوټ (اېف ای ار) کې مدعي کس ادعا کړې، چې تورن کسان یې کور ته په زور ننوتي، د ده پر دوو مېرمنو یې جنسي تېری کړی، له یوې ۱۰ کلنې لور سره یې نامناسب حرکتونه کړي او له هغه وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د پولیسو په رپوټ کې د هغو ښځو نومونه نه دي یاد شوي، چې جنسي تېری پرې شوی. د پولیسو په رپوټ کې مدعي کس ادعا کړی، چې له خپلو دوو مېرمنو او دوو ماشومانو سره په کور کې ویده وو، چې پنځه وسله وال کسان یې د کور له دېواله ورواوښتل او د دوی په وهلو، ډبولو یې پیل وکړ.
په اېف ای ار کې دغه راز ویل شوی، چې دې کسانو ځان د څارګرو ادارو کارکوونکي معرفي کړل. شکایت کوونکي پولیسو ته ویلي، چې وسله والو کسانو دی او د ده ماشومان په خونه کې ایسار کړل او د کور پخلنځي کې یې پر دواړو مېرمنو جنسي تېری وکړ.
پېښور پولیس د شکایت له ثبت کېدو یوه ورځ وروسته د دې کسانو نیولو ادعا وکړه.
د پېښور پولیسو یوه افسر ډاکتر محمد سمیع ملک بي بي سي اردو څانګې ته وویل، نیول شوي کسان پرپنجشنبه محکمې ته وړاندې شول او قاضي پولیسو ته اجازه ورکړه، چې د یوې ورځې لپاره تورن کسان په توقیف کې وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه افسر وايي، د عدلي طب له معایناتو وروسته دغه کسان د پېښې ځای ته د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره بېول کېدل، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او ټول څلور تورن کسان یې ووژل. ښاغلی ملک وايي، دوی هڅه کوي، معلومه کړي، چې بریدګر د تورنو کسانو ملګري وو او که دښمنان یې وو.
په رپوټ کې ویل شوي، تورنو کسانو د پېښې له ځایه د تښتېدو پر مهال د پېښې قربانیانو موبایل ټیلیفونونه او ځینې ګران بیه توکي هم له ځان سره وړي. مدعي کس د پولیسو په رپوټ کې د یوه تورن کس نوم یاد کړی او د نورو په هکله یې ویلي، چې د لیدو پر مهال یې پېژندلای شي.
د پېښور پولیسو عملیاتي افسر (اېس اېس پي) فرحان خان وايي، وژل شویو کسانو په لومړي سر کې پولیسو ته ویلي وو، چې په "دوو مېرمنو یې جنسي تېری د پلان له مخې کړی" دی. نوموړی افسر زیاتوي، د امنیتي کامرو او نورو تخنیکي وسایلو له لارې معلومه کړي، چې پر تورنو کسانو چا ډزې کړې.
فرحان خان وايي، دا ډېره سخته پېښه ده، ځکه د پښتنو په ټولنه کې داسې په زوره یوه کور ته د ننوتلو او د وسلې په زور د ډله ییز جنسي تصور هم نه شي کېدای.
د نوموړي افسر په خبره پولیسو له پېښې وروسته څلور کاري ډلګۍ وګومارلې، چې د تخنیکي وسائلو او امنیتي کامرو په مرسته یې مشکوک کسان ونیول.
د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې وايي، چې د پاکستان پنجاب ایالت کې له دې مخکې هم داسې پېښې شوې، چې د جنسي جرمونو په تور نیول شوي کسان د پولیسو په توقیف کې په مشکوک ډول په ډزو وژل شوي، خو په خیبر پښتونخوا کې د دغه ډول پېښو په هکله ډېر رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې پر خپلې ورېرې د جنسي تېري په تور نیول شوی یو کس د پولیسو په توقیف کې په مشکوک حالت کې وژل شوی و.


















