د ترکیې د استخباراتو مشر د افغانستان پاکستان 'پر کړکېچ د خبرو لپاره' کابل ته تللی و

کالین او وثیق

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین کابل کې د طالبانو حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د سې‌شنبې پر ورځ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له لوړپوړو مشرانو سره یې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو" پر سر خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي" د ترکیې د استخباراتو مشر پر سه شنبه کابل ته راغلی و او چهارشنبه یې سفر پای ته ورسوه، خبرې پر امنیتي همکارۍ او د افغانستان-پاکستان پر موضوعاتو وشوې."

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، ښاغلي کالین او ورسره ملګري پلاوي یې، د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدنې او خبرې درلودې.

ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې "دواړو لورو د ترکیې او افغانستان ترمنځ پر امنیتي او استخباراتي همکاریو هم خبرې کړي او دا چې د امریکا، ایران او اسرائیلو د جګړې پر اغېزو هم بحثونه شوي دي."

د خبرو ډېر ټکي نه دي ډاګیز شوي چې د ترکیې د استخباراتو مشر له دغه سفره څه په لاس راوړي.

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستان سره د کړکېچ پای ته رسولو لپاره خبرو ته لېواله دي، خو ټینګو ضمانتونو ته اړتیا ده.

دا لومړی ځل دی چې د دې کچې یو بهرنی چارواکی د افغانستان پاکستان ترمنځ د کړکېچ حل هڅو کې کابل ته ځي.

حقاني او کالین

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د همدې کال په فبرورۍ کې یوه سعودي پلاوي، کابل ته سفر کړی و.

هغه مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د غوښتنې او منځګړیتوب په پایله کې یې درې تنه پاکستاني پوځیان چې له دوی سره بندیان وو، خوشي کړي دي.

له هغه وروسته کړکېچ لا نور ژور شو.

د ترکیې ونډه بیا د خبرو لپاره د کوربتوب تر کچې وه. د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر ۲۴مه د ترکیې په استانبول کې د طالبانو حکومت او د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو د استازو ترمنځ څو ورځې پرلپسې خبرې وشوې خو له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

د هغو خبرو مشري هم د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین کوله.

قطر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

ښاغلی کالین تر دغو خبرو وړاندې د هغې هوکړې پر مهال هم لیدل شوی و چې په دوحه کې د قطري چارواکو په منځګړيتوب د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د افغانستان د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ترمنځ لاسلیک شوه.

ترکیې که څه هم د طالبانو حکومت ځینو مخالفینو د اوسېدو ځای ورکړ خو هم مهاله د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې پالي.

انقره کې د افغانستان سفارت چارې هم د طالبانو حکومت د سفیر له لوري سمبالېږي.

باور دا دی چې ترکیه غواړي په سیمه کې د خپل اغېز او نفوذ لپاره افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې وپالي او د هره هغه کړکېچ د پراختیا مخه ونیسي چې د دوی پلوال هېوادونه کمزوري کوي.

انقره له اسلام اباد سره هم ژورې پوځي او سیاسي اړیکي لري او تازه له سعودي او پاکستان سره د هغې ټلوالې برخه هم ده چې دوی یې د یوې دفاعي هوکړې په اډانه کې راټول کړي دي.