پر ۵۰ بېړیو د ایران د سایبري بریدونو شک؛ پر تهران نوي بندیزونه ولګېدل

درې ایرانیان پر موټر سایکل سپاره دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکايي ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات پر لسګونو بېړیو او د انرژۍ پر لېږدوونکو ټانکرونو د سایبري بریدونو په لړۍ کې د ایران د احتمالي لاس لرلو په اړه پلټنې کوي. دا اندېښنې حالت کې رادبره کېږي چې وېره شته تهران به له منځني ختیځه بهر پر امریکايي موخو د برېښنايي عملیاتو او امنیتي پلانونو له لارې د مقابلې لمن پراخه کړي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو او له څېړنو د باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې شاوخوا ۵۰ بېړۍ تر برید لاندې راغلې دي، چې په کې د تېلو او اوبلن ګاز (LPG) ټانکرونه او هغه بېړۍ هم شته چې کیمیاوي او نور چاودېدونکي توکي لېږدوي.

راپور زیاته کړې چې ځینو بېړیو ته د بمونو د شتون او د هغو د چاودولو ګواښونه شوي، چې د سمندري تګ راتګ او د انرژۍ د سرچینو د لېږد خوندیتوب په اړه یې اندېښنې رامخې ته کړې دي.

راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې په دغو بریدونو کې ایران ته د شک ګوته نیول کېږي، خو امریکايي چارواکي په دې برخه کې د روسیې احتمالي لاس لرل هم نه ردوي.

راپور داسې کوم غوڅ ثبوت نه دی مخې ته کړی چې په بریدونو کې د ایران لاس لرل ثابت کړي، ځکه تورونه لا هم د امریکا د امنیتي ارزونو او شکونو په کچه کې دي.

بل لوري ایرانيو رسنیو ویلي، د دغه هېواد د سپاه پاسداران سمندري ځواک خبر ورکړی چې د دوشنبې پر ورځ د هرمز په تنګي کې د تېلو درې "سرغړوونکو" ټانکرونو له سمندري ماینونو سره تر ټکر وروسته اور اخیستی دی.

د ایران نا رسمي بانکي شبکه

ایرانۍ پیسې

د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې پر ورځ پر څه باندې ۲۴ هغو بنسټونو او کسانو بندیزونه ولګول، چې د واشنګټن په وینا په ایران کې د نا رسمي "سیوري بانکي شبکې" یا "موازي صرافۍ" برخه دي. په دې لړ کې ایراني صرافۍ او هغه نور شرکتونه شته چې شک پرې کېږي د پردې تر شا فعالیت کوي.

ایراني دولتي بنسټونه او شرکتونه له نړیوالو بندیزونو د تېښتې لپاره خورا پېچلې شبکې کاروي چې خپلې مالي راکړې ورکړې په نا رسمي ډول ترسره کړي، چې واشنګټن ورته "د سیوري بانکي شبکه" وايي.

د امریکا د خزانې وزارت یوې نوې څېړنې، چې د دوشنبې پر ورځ خپره شوه، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او د روان کال د اګسټ ترمنځ د ایران د نا رسمي بانکي فعالیتونو ارزښت شاوخوا ۱۴.۷ میلیارد ډالره اټکل کړی دی.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي: "د ایران د سیوري صرافۍ شبکې لا هم په بېلابېلو لویو وچو کې، په ځانګړې توګه په متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او سنګاپور کې، د تېلو، بېړۍ چلولو، پانګونې، د ټکنالوژۍ پېرلو او نورو برخو کې له یو بل سره تړلې دي."

وزارت په یوه جلا وینا کې دا روښانه کړې چې نوي بندیزونه "هغه مالي اډانه په نښه کوي چې د ایران د پاتې بهرنۍ سوداګرۍ لویه برخه پرې ودانه ده، او د هغو صرافیو، پوښښي شرکتونو او منځګړو چارې ګډوډوي چې د نړیوال مالي سیسټم له لارې میلیارونه ډالر لېږدوي."

بیان زیاته کړې چې د ایران مرکزي بانک د "سیوري صرافۍ" پر دې اډانه "څار" کوي، څه چې ایران کې د لسګونو صرافیو او د "راهبر" په نوم شرکتونو له لارې فعالیت کوي. دا هغه بنسټونه دي چې په بانکونو پورې تړلي دي او د خپلو پېرودونکو په استازیتوب له بندیزونو د تېښتې چارې اداره کوي.

د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په یوه وینا کې ویلي: "د ایران اقتصاد له ناورین سره مخ دی او مشران یې په وېره کې ژوند کوي. په ایران کې د موازي صرافۍ سیسټم د یوه افلاس شوي رژیم لپاره وروستی مالي شریان دی. د خزانې وزارت به د دغو غیرقانوني شبکو له منځه وړلو ته تر هغه دوام ورکړي ترڅو د مار سر وځپو."

هغه شرکتونه چې د دوشنبې پر ورځ د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلي، لږ تر لږه اته یې په دوبۍ کې میشت دي، یو یې په ترکیه کې او بل یې په هانګ کانګ کې دی.

د ایران اقتصاد له اګسټ میاشتې راهیسې د امریکا د نویو بندیزونو د لړۍ له امله له سختو فشارونو سره مخ دی، چې موخه یې پر اسلامي جمهوریت د متحده ایالاتو د پوځي برید بشپړول دي.

ایران له واشنګټنه د درانه تاوان غوښتنه کوي

له دې ګامونو هاخوا، د ایران محکمو له متحده ایالاتو د جګړې له امله د اوښتو زیانونو په بدل کې د ۲۹۰ میلیارده ډالرو تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده. دا خبره د دوشنبې پر ورځ د قضایه قوې یوه چارواکي وکړه.

د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، په قضایه قوه کې د وکیلانو د مرکز مشر حسن عبدالیان پور وویل: "موږ له کورنیو محکمو داسې قضايي حکمونه ترلاسه کړي چې له مخې یې امریکایان د ۲۹۰ میلیارده ډالرو تاوان په ورکولو محکوم شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې پر ایران د بریدونو لپاره "متحده ایالاتو ته د خپلې خاورې د کارولو د اجازې ورکولو" له امله د خلیج پر ځینو عربي هېوادونو هم ګڼې قضايي دعوې شوې دي.

د دولتي ټلویزیون په وینا، په دې تاوانونو کې هغه امریکايي ګامونه هم رانغاړل شوي چې لسګونه کاله پخوانۍ مخینه لري او په یوه نه یو ډول یې ایران ته ګوزار ورکړی دی.