د غایطه موادو پیوند؛ د ناروغیو د درملنې لپاره طبي خزانه، په اړه یې څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، BBC/ Emmanuel Lafont
- Author, سوفیا کواګلیا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۲ دقیقې
غایطه موادو د پیوند عملیات د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره مخ په ډېرېدو دي، خو له درېیو سلنو کم کسان داسې نمونې تولیدولی شي چې د بسپنې ټول شرایط پوره کړي. هغه کسان چې په استثنايي ډول د لوړ کیفیت نمونې تولیدوي، تر دې هم لږ دي. نو د طبي موخو لپاره د تر ټولو غوره غایطه موادو د نمونې موندلو بهیر څنګه ترسره کېږي؟
په ۲۰۱۳ کال کې، ادم فای یوه پوښتنه راولاړه کړه: کوم ډول خواړه د غایطه موادو د یوې داسې نمونې په تولید کې مرسته کولی شي چې تر ټولو لوړ کیفیت ولري؟
فای هغه مهال د طب پوهنځي د څلورم کال محصل و او د یوې داسې ناروغۍ د درملنې لارې چارې یې څېړلې چې په علمي نوم "کلوسټریډیویډس ډیفیسایل یا (Clostridioides difficile)" یادېږي. دا یوه باکتریايي ناروغي ده چې د هاضمې په سیستم کې د شدیدو ستونزو لامل کېږي او باکتریا یې د ګڼو انټيبیوټیکونو پر وړاندې مقاومت لري.
یوه عمرخوړلې ښځینه ناروغه په دې باکتریايي ناروغۍ څو ځله په جدي ډول اخته شوې وه او اړتیا وه چې د غایطه موادو د پیوند عملیات پرې ترسره شي.
په دې طبي بهیر کې د یوه بل کس غایطه مواد په مستقیم ډول د ناروغ کولمو ته لېږدول کېږي، چې د کولمو په داخل کې د ګټورو او سالمو کوچنیو ژوندیو موجوداتو یوه ټولګه ځای پر ځای شي. تمه دا وي چې دغه موجودات به له کلوسټریډیویډس ډیفیسایل باکتریا سره سیالي وکړي او له منځه به یې یوسي، چې په پایله کې به د کولمو طبیعي توازن بېرته ورغول شي.
خو هغه مهال اصلي پوښتنه دا وه چې دغه غایطه مواد له کومه ترلاسه شي؟ په هغه وخت کې د غایطه موادو ځانګړي بانکونه ډېر نه وو او د ناروغې د کورنۍ غړو او ملګرو نه غوښتل یا یې نه شوای کولی چې د بسپنې لپاره نمونه ورکړي. له همدې امله فای پخپله د دې کار کولو ته چمتو شو.
فای د ټاکل شوې ورځې په شپه د ماښام ډوډۍ لپاره بورېټو وخوړل. سبا سهار یې د محصلانو په استوګنځي کې په یوه طبي لوښي کې غایطه مواد واچول. وروسته یې نمونه د مالګینو اوبو او پنبې د نرۍ ټوټې په وسیله تصفیه کړه او ترلاسه شوی مایع یې په یوه بوتل کې واچوله.
هغه وايي: "را په یاد دي چې دا مې په یوه کاغذي کڅوړه کې کېښودل، ځکه په داسې حال کې ګرځېدم چې له ځان سره مې د یوه خړبخن مایع بوتل لېږداوه."
نژدې دوه ساعته وروسته، د کولونوسکوپۍ د عملیاتو په ترڅ کې د فای د غایطه موادو نمونه د ناروغې کولمو ته ولېږدول شوه. فای وروسته خبر شو چې عملیات بریالي شوي دي.
هغه اوس د نیویارک په "اېن وای یو لانګون روغتیايي مرکز" (NYU Langone Health) کې د هاضمې د ناروغیو متخصص دی. د یادې ښځې ناروغۍ له هغه وروسته بیا د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل په باکتریا نه دي تکرار شوې.
په ورپسې کلونو کې د انسان د کولمو د کوچنیو ژوندیو موجوداتو یا مایکروبیوم د روغتیا په برخه کې د رول په اړه څېړنې په پراخه کچه زیاتې شوې. ورسره د غایطه موادو د پیوند پر عملیاتو هم د خلکو او څېړونکو لېوالتیا زیاته شوه. دغه عملیات د غایطه موادو د مایکروبیوم د پیوند په نوم هم یادېږي.
د غایطه موادو د پیوند درملنه د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل باکتریا د ناروغۍ لپاره د کارولو رسمي منظوري ترلاسه کړې ده. په ورته وخت کې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د څو نورو ناروغیو د درملنې لپاره هم پرې څېړنې او ازموینې روانې دي؛ په دې ناروغیو کې د کولمو د تحریک سنډروم، شکر، اوټیزم او د هډوکو پوچوالی شامل دي.
همدارنګه، د ذهني وړتیاوو د کمزورتیا او رواني ناروغیو په درملنه کې د دې میتود د احتمالي کارونې په اړه هم لېوالتیا مخ په ډېرېدا ده.
د غایطه موادو نمونې په مستقیم ډول د ناروغ کولمو ته لېږدول کېدای شي، یا هم تر پروسس وروسته د کپسولونو په بڼه د خولې له لارې ورکول کېدای شي.
خو د هغو بسپنهورکوونکو موندل چې نمونې یې د دې درملنې لپاره اړین شرایط پوره کړي، خورا ستونزمن کار دی. نمونې له دقیقو او هر اړخیزو معایناتو تېرېږي او یوازې هغه کسان د بسپنهورکوونکو په توګه منل کېږي چې د روغتیا تر ټولو لوړ معیارونه ولري.
د تر ټولو لوړ کیفیت نمونې، چې د ځانګړو بسپنهورکوونکو له خوا تولیدېږي او په اصطلاح ورته د "بشپړو غایطه موادو لرونکي کسان" ویل کېږي، په ډېرې سختۍ موندل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې راپور د چمتو کولو پر مهال مې له شپږو هغو بانکونو او لابراتوارونو څخه چې د غایطه موادو په برخه کې فعالیت کوي، وغوښتل چې له خپلو بسپنهورکوونکو سره د مرکې زمینه برابره کړي. خو ټولو وویل چې د غوره بسپنهورکوونکو موندل دومره ستونزمن دي چې د هغوی د محرمیت د نقضولو خطر نه شي منلی؛ ځکه وېره لري چې ښايي دغه کسان له بسپنې ورکولو لاس واخلي.
نو دغه غوره بسپنهورکوونکي څوک دي چې په استثنايي ډول د غایطه موادو د تولید وړتیا لري؟ او ساینس څنګه کولی شي د غایطه موادو تر ټولو غوره نمونه ومومي؟
د غایطه موادو بسپنهورکوونکي

د عکس سرچینه، Getty Images
د غایطه موادو د بسپنهورکوونکو د ټاکلو لپاره په ټولو مواردو کې یو شان معیارونه نه شته. د معایناتو کړنلارې د هغې ناروغۍ له مخې توپیر لري چې د غایطه موادو د پیوند له لارې یې درملنه کېږي. خو له دې سره سره، دغه معاینات خورا دقیق او هر اړخیز وي.
په نیویارک کې د "وېل کورنېل مېډیسن" بنسټ د هاضمې د ناروغیو متخصص، کارل کروفورډ، وايي: "موږ د داسې کس په لټه کې یو چې د انسان د روغتیا تر ټولو لوړ معیارونه ولري او هماغه معاینات ترې کوو چې د غړو د بسپنهورکوونکو لپاره ترسره کېږي."
هغه زیاتوي چې بسپنهورکوونکی د ګڼو او پرلهپسې معایناتو او ارزونو له پړاوونو تېرېږي، لکه څنګه چې د پښتورګو یا وینې له بسپنهورکوونکو سره کېږي.
د دې لپاره چې یو کس د غایطه موادو د بسپنې وړ وبلل شي، لومړی باید د روغتیا اړوند یو لړ پوښتنلیکونه ډک او مرکې ترسره کړي. سربېره پر دې، د وینې او غایطه موادو له مفصلو معایناتو هم تېرېږي، څو هر ډول ساري ناروغۍ وپېژندل شي.
په دغو معایناتو کې ښايي د ناروغیو د ۳۰ څخه د زیاتو عاملونو، پرازیتونو او هغو کوچنیو ژوندیو موجوداتو پلټنه شامله وي چې د څو ډوله درملو پر وړاندې مقاومت لري. ځینې کلینیکونه د کوویډ-۱۹ او انفلونزا د ویروسونو د تشخیص معاینات هم اړین ګڼي.
د دې کار لامل دا دی چې ګڼې ساري ناروغۍ د غایطه موادو له لارې لېږدېدای شي. په ځینو مواردو کې، د غایطه موادو د پیوند عملیاتو په ناڅاپي ډول د "ایکولای" (E. coli) باکتریا د انتقال لامل شوي دي. همدارنګه، د تنفسي سیستم ځینې انتانات، لکه کوویډ-۱۹، د غایطه موادو د هغو ذرو له لارې هم خپرېدای شي چې د تشناب د اوبو د خوشې کولو پر مهال هوا ته پورته کېږي.
د بسپنهورکوونکو په معایناتو کې د هغوی د روغتیايي مخینې ارزونه هم شامله ده، څو معلومه شي چې د اتوایمیون ناروغیو یا د رواني روغتیا د ستونزو په څېر کومې ناروغۍ خو به نه لري.
ځینې لابراتوارونه د احتمالي بسپنهورکوونکو هغو درملو او غذایي مکملونو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي چې دوی یې کاروي؛ په دې کې ملټيوېټامینونه او د اوسپنې مکملونه هم شامل دي.
د ټورنټو پوهنتون د طبي مایکروبیولوژۍ متخصصه، سوزان بوټانین، وايي: "موږ د دغو موادو په اړه پوښتنې کوو او دا څېړو چې ایا بسپنهورکوونکي کولی شي د هغو له کارولو ډډه وکړي که نه."
همدارنګه، په دغه پوهنتون کې له بسپنهورکوونکو غوښتل کېږي چې ثبت کړي، ایا د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې داسې خواړه خوړلي چې عموماً د حساسیت لامل کېږي که نه.
هغه زیاتوي: "کله ناکله موږ داسې نمونو ته اړتیا لرو چې د مغزیاتو د خوړو هېڅ نښې پکې نه وي."
د غایطه موادو د بسپنهورکوونکو عمرونه معمولاً د ۱۸ او ۴۸ کلونو ترمنځ وي، خو د پیوند درملنه په کوم ځانګړي عمر پورې محدوده نه ده.
د ټورنټو پوهنتون د ساري ناروغیو متخصصه او د غایطه موادو د پیوند د عملیاتو مسؤوله، سوزي هوتا، وايي: "موږ د ۱۷ کلونو او ۹۶ کلونو عمر لرونکو کسانو درملنه هم کړې ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د غایطه موادو د بسپنې ډېری پروګرامونه د بسپنهورکوونکو د خوړو رژیم په څرګنده توګه نه ارزوي، خو غوره ده چې هغوی نسبتاً سالم او له فایبره بډایه خواړه وخوري. مېوې، سبزیجات او بشپړې غلې دانې د کولمو مایکروبیوم ته هغه مناسب غذایي مواد برابروي چې د ودې او غوړېدو لپاره ورته اړتیا لري.
کروفورډ وايي: "کېدای شي یو څوک فکر وکړي چې د بسپنهورکوونکو لپاره باید سبزيخوړونکي وي، خو داسې ښکاري هغه کسان چې د نباتي او حیواني محصولاتو ګډ رژیم تعقیبوي، د هاضمې په سیستم کې یې د بیولوژیکي تنوع کچه لوړه وي."
هوتا او بوټانین وايي، تر ممکنه حده غوره ده چې بسپنهورکوونکي نرۍ او متناسبه بدني جوړښت ولري. په یوه مستنده پېښه کې، یوه ۳۲ کلنه ښځه چې پخوا نرۍ وه، له یوه داسې بسپنهورکوونکي د غایطه موادو د نمونې تر ترلاسه کولو وروسته په چاغښت اخته شوه چې روغتیايي وضعیت یې ښه و، خو له زیات وزن سره مخ و.
همدارنګه، ګڼ نور عوامل هم په پام کې نیول کېږي؛ لکه د الکولو مصرف، فزیکي فعالیت او د خوب عادتونه. د بسپنهورکوونکو د ټاکلو په بهیر کې ښايي پر سفر هم سخت محدودیتونه ولګول شي، څو د دې مخه ونیول شي چې هغوی په ناپوهۍ سره د کولمو داسې باکتریاوې ترلاسه کړي چې د درملو پر وړاندې مقاومت لري.
که څه هم کروفورډ نور په خپله د پیوند لپاره د غایطه موادو د نمونو په برابرولو کې برخه نه اخلي، خو د خپلې تجربې له مخې وايي، یوازې شاوخوا درې سلنه کسان د لومړنۍ ارزونې پړاو تېروي. له دغو کسانو څخه بیا نږدې نیمایي د منظمې بسپنې لپاره وړ بلل کېږي، ځکه چې د کولمو د باکتریاوو مناسب توازن لري.
په ټورنټو کې مېشته هوتا وايي، یوازې شاوخوا ۱.۶ سلنه احتمالي بسپنهورکوونکي د لومړنۍ ارزونې پړاو بریالي تېروي، او له هغوی یوازې ۰.۶ سلنه د منظمو بسپنهورکوونکو په توګه منل کېږي.
خو هغه ساینسپوهان چې د غایطه موادو بانکونه یا څېړنیز پروګرامونه اداره کوي، ټینګار کوي چې د غایطه موادو له بسپنې سره تړلي مقرراتي او عملي شرایط باید هېڅکله کماهمیته ونه ګڼل شي. د فای هغه قضیه، چې یوې پېژندل شوې ناروغې ته یې یوازې یو ځل د غایطه موادو بسپنه ورکړې وه، د معمول بهیر استازیتوب نه کوي.
که تاسو هم د هغو نادرو بسپنهورکوونکو له ډلې یاست چې د ارزونې ټول پړاوونه بریالي تېروي، نو ډېر احتمال شته چې د غایطه موادو د منظمې بسپنې له یوه پروګرام سره د یوځای کېدو بلنه ترلاسه کړئ. په دې پروګرام کې ګډون دا ژمنتیا غواړي چې نژدې هره ورځ لابراتوار ته ورشئ او د بسپنهورکوونکو لپاره په ځانګړي تشناب کې حاجت رفع کړئ.
د غایطه موادو ډېری بانکونه بسپنهورکوونکو ته مالي جبران هم ورکوي. د بېلګې په توګه، په متحده ایالاتو کې د هرې بسپنې په بدل کې له ۲۵ ډالرو تر نژدې ۱۰۰ ډالرو پورې پیسې ورکول کېږي. هر د غایطه موادو بانک د بسپنهورکوونکو یوه ډله لري چې په وار وار پرې تکیه کوي، ځکه دا کار د هر ځل لپاره د نویو بسپنهورکوونکو تر موندلو ډېر اغېزمن تمامېږي.
هوتا وايي: "له بسپنهورکوونکو سره اړیکه هغه څه دي چې زما لپاره په زړه پورې دي." نوموړې څرګندوي چې له هغوی سره د باور رامنځته کول اړین دي، خو په ورته وخت کې باید د هغوی خپلواکۍ او د پرېکړې کولو حق ته هم درناوی وشي. د بېلګې په توګه، له بسپنهورکوونکو څخه ډېری وخت غوښتل کېږي چې په خپل ژوندانه کې د هر ډول بدلون په اړه، که څه هم ډېر کوچنی وي، معلومات ورکړي.
د غایطه موادو غوره نمونه

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې، د لومړنیو معایناتو او ازموینو وړتیا د پایلو په اټکلولو کې محدوده ده.
د ټولو هغو بسپنهورکوونکو د غایطه موادو نمونې چې ټاکل شوي شرایط پوره کوي، د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل باکتریا د تکراري انتان په درملنه کې د بریالیتوب مساوي چانس لري. خو څېړنې ښيي چې د ځینو غوره بسپنهورکوونکو نمونې د ځانګړو ناروغیو په درملنه کې د نورو بسپنهورکوونکو د نمونو په پرتله د پام وړ لوړې د رغېدو کچې لري.
د بېلګې په توګه، په یوه څېړنه کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د کولمو د یوې ناروغۍ، یعنې د کولمو د زخمي التهاب (Ulcerative Colitis) په درملنه کې د غایطه موادو د پیوند اغېزمنتیا وازمویل شوه، له ۳۸ ګډونوالو څخه یوازې نهه تنه د رغېدو پړاو ته ورسېدل. له دغو کسانو اوو تنو د یوه ځانګړي بسپنهورکوونکي نمونې ترلاسه کړې وې.
په ۲۰۱۷ کال کې یوې بلې څېړنې د پیوند لپاره د کارولو تر مخه د اوو بېلابېلو بسپنهورکوونکو د غایطه موادو نمونې سره ګډې کړې. پایلو وښودله چې هغو کسانو چې د غوره بسپنهورکوونکو له ډلې د یوه کس نمونه لرونکی ترکیب یې ترلاسه کړی و، د هغو کسانو په پرتله چې په ترکیب کې یې د دغو غوره بسپنهورکوونکو نمونه نه وه، نږدې دوه برابره ډېر د ښهوالي احساس کاوه. خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغو نمونو، چې د "وروستي غوره محصول" په توګه یې یادونه شوې، د فوقالعاده اغېزمنتیا لامل څه دی.
د مایکروبیوم هر اړخیزې ازموینې د غایطه موادو د بسپنې په معمول بهیر کې نه شاملېږي. خو څېړنو ښودلې چې د غوره نمونو لرونکي بسپنهورکوونکي عموماً په کولمو کې د باکتریاوو ډېر شمېر او د هغوی د ډولونو پراخ تنوع لري. همدارنګه، د هغوی په نمونو کې داسې باکتریاوې موندل کېږي چې روغتیايي ګټې یې ثابتې شوې دي؛ لکه "فیکالیباکټیریوم پراوسنیتزي" (Faecalibacterium prausnitzii). دغه باکتریا د بوټیریک اسید په نوم غوړ اسید تولیدوي، چې ګڼې ګټورې دندې ترسره کوي؛ له هغو څخه یوه د التهاب کمول او د کولمو د داخلي پوښ ساتنه ده.
سره له دې، د غایطه موادو هېڅ نمونه د داسې جادويي درملنې په توګه نه شي ګڼل کېدای چې د ټولو ناروغیو لپاره اغېزمنه وي. د فای په وینا، هغه بسپنهورکوونکی چې نمونه یې د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل د انتان په درملنه کې غوره پایلې ورکوي، ښايي د بېلګې په توګه د کولمو د تحریکپذیرۍ سنډروم (Irritable Bowel Syndrome) یا خپګان پر یوه ناروغ هېڅ اغېز ونه لري.
هغه وايي: "موږ لا هم هڅه کوو هغه پټ عامل پیدا کړو چې د درملنې په پایلو کې توپیر رامنځته کوي."
هوهمان وايي: "زه ډاډه یم چې د غایطه موادو داسې یو بسپنهورکوونکی شته چې د ایډیال یا بشپړ بسپنهورکوونکي په توګه یې یادولی شو." خو نوموړې زیاتوي چې ساینسپوهان لا هم داسې منل شوې ازموینې نه لري چې دغه بسپنهورکوونکي وپېژني. د دې یوه لامل دا دی چې تر اوسه د ایډیال غایطه موادو د نمونې لپاره دقیق او باوري تعریف نه دی وړاندې شوی.
د ایډیال نمونې د موندلو تر هڅو ورهاخوا، ګڼې څېړنې ښيي چې د ناروغانو او هغو بسپنهورکوونکو ترمنځ سمون رامنځته کول، چې د غایطه موادو نمونې یې له ناروغانو سره مناسبې وي، ښايي د درملنې لپاره تر دې هم مهمه لاره وي. ساینسپوهان کولای شي بسپنهورکوونکي او ناروغان د ځانګړو معیارونو له مخې په بېلابېلو ډلو ووېشي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی په کولمو کې د مایکروبونو د تنوع پر بنسټ.
له غایطه موادو تر ګولیو پورې

د عکس سرچینه، Getty Images
ان د هغو غوره نمونو په ترلاسه کولو سره چې تر ټولو اغېزمنو او ایډیالو بسپنهورکوونکو وړاندې کړې وي، د غایطه موادو پیوند لا هم داسې یوه دقیقه علمي کړنلاره نه ده چې پایلې یې له مخکې اټکل کېدای شي.
د لندن د کوین مري پوهنتون څېړونکې سارا بنترکي وايي: "ښايي د غایطه موادو د مایکروبونو د پیوند په اړه زما تر ټولو لویه اندېښنه د پایلو د اټکلولو ستونزه وي."
نوموړې زیاتوي: "موږ د مایکروبونو یوه بشپړه ټولنه لېږدوو، چې دا په دې مانا ده چې ګڼ متغیرونه باید په پام کې ونیول شي." د بسپنهورکوونکو، د نمونو د چمتو کولو د لارو چارو او د هغو کسانو ترمنځ توپیرونه چې دغه نمونې ترلاسه کوي، کولای شي د مایکروبونو په جوړښت کې ډېر متفاوت بدلونونه رامنځته کړي.
له بلې خوا، کروفورډ په دې باور دی چې د غایطه موادو د پیوند پروسې ښايي د هغو درملنو د جوړولو لپاره یوه انتقالي مرحله وي چې د تولید او کارونې له پلوه ډېرې معیاري او کنټرول شوې وي. د بېلګې په توګه، د "فیرینګ فارماسوټیکلز" شرکت د "ریبیوتا" په نوم یو درمل تولیدوي چې د مقعد له لارې د انیما په بڼه کارول کېږي او د هغو بسپنهورکوونکو د غایطه موادو له نمونو جوړېږي چې ګټورې باکتریاوې پکې په زیاته کچه موجودې وي.
همدارنګه، د "سیریس ټراپیوټیکس" شرکت د "فاوسټ" په نوم ګولۍ تولیدوي چې د باکتریاوو ځانګړي ډولونه لري. دا درمل هم د انسانانو له غایطه موادو څخه جوړېږي. د امریکا د خوړو او درملو ادارې دواړو درملو ته د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل باکتریا د تکراري انتان د درملنې لپاره منظوري ورکړې ده.
کروفورډ وايي، د کلوسټریډیویډس ډیفیسایل د انتان د درملنې راتلونکی به ښايي پر هغو ګولیو متکي وي چې په کې د روغو بسپنهورکوونکو له بدنونو په ډېر دقت غوره شوي مایکروبونه شامل وي او وروسته په لابراتوارونو کې په پراخه کچه تکثیر شي.
هغه زیاتوي: "زما په اند، د مایکروبیوم پر بنسټ درملنې دومره وړتیا لري چې د طب راتلونکی جوړ کړي."
سره له دې، د انسان د مایکروبیوم د ګټې اخیستنې راتلونکی د کروفورډ اندېښنه هم راپاروي؛ ځکه د ژوند د عصري بڼو اغېز زموږ د بدن د طبیعي مایکروبیوم پر جوړښت ورځ تر بلې زیاتېږي. د بېلګې په توګه، ثابته شوې چې ډېر پروسس شوي خواړه د کولمو د مایکروبیوم تنوع کموي.
کروفورډ وايي: "زه وېره لرم چې ښايي د هغو ګڼو ژوندیو موجوداتو ځانګړتیاوې له لاسه ورکړو چې زموږ د هاضمې په سیستم کې ژوند کوي او کولای شي له موږ سره د راتلونکو ناروغیو د څپې پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي."
هغه په کولمو کې د نغښتې درملیزې وړتیا د هغو ګټورو کیمیاوي موادو له پراخې زېرمې سره تشبیه کوي چې په استوایي باراني ځنګلونو کې له بوټو څخه ترلاسه شوي دي.
هغه زیاتوي: "زموږ د هاضمې په سیستم کې موجود مایکروبیوم تر دې هم ډېر متنوع او پراخ دی او کولای شي ورته ګټې راورسوي، خو موږ ورسره داسې چلند کوو لکه دا چې یوه عادي او تلپاتې شتمني وي."



















