د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت پر سر هوکړه وشوه

دیدار وزیران مالیه حکومت طالبان و ایران در تهران
د عکس تشریح، دیدار وزیران مالیه حکومت طالبان و ایران در تهران
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ګډ سرحدي ګمرکونه به له دې وروسته ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د دې ګام هدف د سوداګرۍ اسانتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د همدې مالونو د ترانزیټ بهیر چټکول بلل شوي دي.

دا هوکړه د ایران د ګمرکونو ادارې د عمومي مشر فرود عسکري او د طالبانو حکومت د ګمرکونو د عمومي مشر محمد حامد احمد ترمنځ په تهران کې په یوه ګډه غونډه کې وشوه.

د ایران د ګمرکونو د ادارې د اعلان له مخې، د رضوي خراسان دوغارون، د سوېلي خراسان ماهیرود او د سیستان او بلوچستان میلک هغه سرحدي بندرونه دي چې فعالیتونه به یې ۲۴ ساعته شي.

دواړو لوریو دغه راز د ګمرکي معلوماتو پر ډیجیټلي تبادلې موافقه کړې، چې د سوداګرۍ اړوند چارې لا چټکې او اسانه شي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند هم د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر سیدعلي مدني‌ زاده سره لیدلي او دواړو خواوو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیستمونو د نښلولو او د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت په اړه هوکړه کړې ده.

د طالبانو حکومت مالیې وزیر وايي، له راتلونکې سې شنبې به د اسلام کلا بندر ګمرکي چارې ۲۴ ساعته فعالې وي.
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت مالیې وزیر وايي، له راتلونکې سې شنبې به د اسلام کلا بندر ګمرکي چارې ۲۴ ساعته فعالې وي.

د دې هوکړې له مخې، او د طالبانو د مالیې وزیر په وینا، ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې له ورځې په اسلام‌ کلا بندر کې ګمرکي فعالیتونه په ۲۴ ساعته ډول پیل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د پولو بندرونو له لارې د موټرو د تګ راتګ د زیاتولو، په بندرونو کې د "خاک پولي" فیس لغوه کولو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، په سرحدي دروازو کې د موټرو د ځنډ او تم کېدو د کمولو او ایران ته د افغانستان د صادراتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم موافقه کړې ده.

د سرحدي ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیت کېدل کولی شي د بار وړونکو موټرو د انتظار وخت راکم کړي، د توکو او مالونو د ترانزیټ بهیر چټک کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ظرفیت لوړ کړي. دا اقدام له کلونو راهیسې د خصوصي سکټور د فعالانو او د پولې دواړو غاړو د ترانسپورتي شرکتونو له مهمو غوښتنو یوه وه.

دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې افغانستان لا هم د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، او ایران په وروستیو کلونو کې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو ګرځېدلی دی.

ایران، د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو په څېر، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له طالبانو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال افغانستان ته د ایران د صادراتو ارزښت درې میلیارده او ۴۵۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې ایران ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۵۳ میلیونه ډالره وو.

د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې وړاندې هم د کلنۍ سوداګرۍ د کچې د ۱۰ میلیارده ډالرو ته د لوړولو په اړه خبرې کړې وې.

دا وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر محمدناصر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی او هلته یې د ایران بهرنیو چارو وزیر، د کرنې وزیر او د اقتصاد او مالیې وزیر په ګډون د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

د دواړو لوریو د چارواکو د څرګندونو له مخې، د سرحدي سوداګرۍ پراخول، د ګمرکي همکاریو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د بهیر اسانتیا او د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی د دغو خبرو مهم محورونه وو.

دغه لیدنې او وروستۍ هوکړې د دې ښکارندويي کوي چې دواړه خواوې هڅه کوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او د ګمرکي او ترانزیټي همکاریو له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.