پر قشم د امریکا له برید سره هم‌مهاله پر کویت او بحرین هوايي بریدونه شوي

 تهران کې د ذوالفقار توغندي
د عکس تشریح، تهران کې د ذوالفقار توغندي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، امریکايي جنګي الوتکو د سې‌شنبې په ورځ د ایران په قشم ټاپو کې د توغندیو پر یوه مرکز هوايي بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات د واشنګټن پر وړاندې هر ډول احتمالي ګواښ "په خورا جدي توګه" څېړي.

یوه امریکايي چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې امریکايي جنګي الوتکو د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د توغندیو پر یوه مرکز برید کړی دی.

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، زیاته کړې چې الوتکو د ځان‌دفاع په موخه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د توغندیو پر مرکز د دقیق‌ هدف مهمات کارولي دي. د نوموړي په وینا، دا برید د امریکايي ځواکونو او تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو په ځواب کې شوی دی.

بله خوا، ایراني دولتي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کویټ کې د علي السالم په پوځي اډه کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر تاسیساتو برید کړی دی.

په ورته وخت کې د کویت پوځ اعلان کړی و، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د دوښمن د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډول؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.

ایران د سې‌شنبې سهار پر بحرین درېیم برید هم ترسره کړ، چې دا په پنځو ورځو کې درېیم برید و.

د سپاه پاسداران اړوند "سپاه نیوز" وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې دغو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په بحرین کې د شیخ عیسی هوايي اډې د امریکايي ځواکونو د رادار پر یوه سیستم برید کړی دی.

د راپور له مخې، ایران دغه برید د امریکايي پوځي بې‌پیلوټه الوتکو له خوا د خپل هوايي حریم د پرله‌پسې نقض په ځواب کې ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې، د بحرین د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندانۍ د چهارشنبې سهار د څلورم برید خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران بریدونه شنډ کړي دي؛ خو د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

WANA/Reuters

"بې‌ساري پایلې"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات د واشنګټن پر وړاندې هر ډول احتمالي ګواښ په خورا جدي توګه څېړي او ایران ته یې د بې‌سارو پایلو خبرداری ورکړی دی.

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې یوې امریکايي رسنۍ د راپور له مخې ویلي، ایران د خپلې خاورې څخه بهر د ټرمپ د ادارې پر لوړپوړو چارواکو د "ناولي بم" په وسیله د برید پلانونه ارزوي.

ټرمپ ویلي: "که داسې ګواښ موجود وي، دوی به داسې بیه پرې کړي، چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه ده پرې کړې. " نوموړي زیاته کړې: "هیله لرم چې داسې نه وي، خو موږ دا موضوع په خورا جدي توګه څېړو، ځکه هغوی لېوني دي."

د ټرمپ څرګندونې د سي‌اېن‌اېن د یوه راپور په غبرګون کې وې. دغې شبکې د اوو امریکايي چارواکو له قوله، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، راپور ورکړی چې استخباراتي معلومات ښيي ایران په واشنګټن کې د یوې "ناولي بم" په چاودنې د امریکايي چارواکو د په نښه کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د راپور سرچینو دغه احتمالي پلانونه د ایران له خوا د خپلو انتخابونو د پراخولو هڅه بللې، نه د یوه نږدې او حتمي برید نښه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۷مه، د فلیپین پلازمېنه مانیلا کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (آسیان) په ۴۹مه سرمشریزه کې د رسمي ماښامنۍ مېلمستیا پر مهال وینا کوي.
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۷مه، د فلیپین پلازمېنه مانیلا کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (آسیان) په ۴۹مه سرمشریزه کې د رسمي ماښامنۍ مېلمستیا پر مهال وینا کوي.

"ناولی بم" یوه دودیزه چاودېدونکې وسیله ده، چې راډیواکټیف مواد پکې ځای پر ځای شوي وي، چې د چاودنې پر مهال دغه مواد په چاپېریال کې خپاره کړي.

بله خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړی او د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي جعلي بللی دی.

بقایي په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه لیکنه کې امریکا او متحدین یې تورن کړي، چې د بې‌بنسټه ادعاوو په خپرولو سره د هغه څه لپاره تبلیغاتي زمینه برابروي، چې نوموړي "ناوړه پلانونه" بللي دي. هغه د سي‌اېن‌اېن راپور او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بل راپور ته هم اشاره کړې ده.

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ د کارپوهانو له قوله راپور ورکړی و، چې ښايي د ایران ځینې بندونه او د اوبو زېربناوې د پوځي تاسیساتو د ملاتړ لپاره جوړې شوې وي؛ خو د دغو اټکلونو لپاره یې کوم قطعي شواهد نه وو وړاندې کړي.

د ایران د پارلمان مشر او له امریکا سره په خبرو اترو کې د دغه هېواد لوړپوړي مذاکره‌کوونکي محمدباقر قالیباف هم پر دغه راپور نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا د ایران پر زېربناوو د نویو بریدونو لپاره زمینه برابروي.

قالیباف پر اېکس لیکلي، که د ایراني پوځي تاسیساتو ته نږدې بندونه دوه‌ګونی (ملکي او پوځي) استعمال لرونکي تاسیسات وګڼل شي، نو همدا معیار د امریکايي او اسراییلي پوځي اډو ته نږدې پر بندونو، بندرونو او برېښناکوټونو هم پلي کېدای شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

بحرین د ایران د هوايي بریدونو د شنډولو خبر ورکړی

منامه
د عکس تشریح، منامه

د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې، د بحرین چارواکو اعلان کړی، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران څو هوايي بریدونه شنډ کړي دي.

په همدې مهال د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په بحرین کې یې د امریکايي ځواکونو پر پوځي تاسیساتو درېیم برید ترسره کړی دی؛ دا له جمعې راهیسې درېیم برید دی.

د بحرین د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندانۍ ویلي، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د ایران څو هوايي بریدونه تر هدف رسېدو مخکې کشف، شنډ او له منځه وړي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس خبریالې راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې سهار د بحرین په پلازمېنه منامه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر دې مخکې د بحرین کورنیو چارو وزارت د خلکو ګرځنده ټلیفونونو ته د احتمالي خطر خبرداری استولی و او له اوسېدونکو یې غوښتي وو، چې ارام واوسي او نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.

د سپاه پاسداران اړوند "سپاه نیوز" وېب‌پاڼې ویلي، چې جنګي بې‌پیلوټه الوتکو د بحرین په شیخ عیسی هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو د رادار پر یوه سیستم برید کړی دی.

سپاه پاسداران ویلي، چې دغه برید د امریکايي پوځي بې‌پیلوټه الوتکو له خوا د ایران د هوايي حریم د پرله‌پسې نقض په غبرګون کې ترسره شوی دی.

تهران د جمعې په ورځ هم په بحرین کې د امریکا پر یوه راداري سیستم د برید خبر ورکړی و. دا د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې پر یوه خلیجي هېواد لومړنی برید و. ایران د یکشنبې په ورځ هم په دغه هېواد کې پر یوې امریکايي پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکو د بل برید اعلان کړی و.

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي او د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یې ګواښ بللي دي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې بحرین له خپلو متحدینو او د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره په همغږۍ د خپل ځان د دفاع لپاره د اړینو اقداماتو حق خوندي ساتي.

بحرین همداراز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ایران د بریدونو د درولو لپاره لازم اقدامات وکړي او دغه هېواد د اوښتو زیانونو په تړاو ځواب‌ویونکی وګرځوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د بحرین او ایران ترمنځ د قضايي حکمونو پر شخړه

شیخ عیسی قاسم هم د هغو ۱۳ شیعه دیني عالمانو په ډله کې و، چې د راپورونو له مخې په غیابي توګه محکوم شوي دي (ارشیفي انځور).
د عکس تشریح، شیخ عیسی قاسم هم د هغو ۱۳ شیعه دیني عالمانو په ډله کې و، چې د راپورونو له مخې په غیابي توګه محکوم شوي دي (ارشیفي انځور).

په یوه بل تحول کې، د سې‌شنبې په ورځ د بحرین او ایران ترمنځ وروسته له هغې لفظي شخړه رامنځته شوه، چې په منامه کې یوې محکمې د هغو تورنو کسانو پر وړاندې قضايي حکمونه صادر کړل، چې له ایران سره د اړیکو او د دغه هېواد له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور نیول شوي وو.

د یوې بریتانیا مېشتې بشري حقونو ډلې د راپور له مخې، په بحرین کې ۶۴ شیعه مسلمانان، چې ډېری یې دیني عالمان دي، له ایران سره د تړلو ترهګریزو تورونو له امله د عمري بند په سزا محکوم شوي دي.

د بحرین سترې جنایي محکمې د دوشنبې په ورځ د ۶۴ شیعه‌مذهبو تورنو کسانو، چې ۵۷ یې دیني عالمان دي، د عمري بند حکم صادر کړ او پنځو نورو تورنو کسانو ته یې د ۱۵ کلونو بند سزا واوروله. دغه کسان د ترهګرۍ اړوندو تورونو په تړاو محکوم شوي دي.

د بحرین خبري اژانس د راپور له مخې، محکمې تورن کسان له یوې داسې ډلې سره د تړاو په قضیه کې مجرم پېژندلي، چې له ایراني سپاه پاسداران سره تړلې بلل شوې ده. محکمې همداراز د څه باندې ۸ میلیونه بحریني دینارو (شاوخوا ۲۱.۱ میلیونه ډالرو) د مصادرې حکم هم صادر کړی، څو په خیریه چارو کې ولګول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه حکمونه غندلي او "سخت" یې بللي دي. تهران ویلي، چې دغه حکمونه پر ناسمو تورونو ولاړ دي او له محکومو کسانو سره د ایران هر ډول اړیکه یې رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بحرین چارواکي تورن کړي، چې له قضايي نظام څخه د خلکو د حق غوښتونکو غږونو د ځپلو لپاره کار اخلي.

بلخوا، د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د ایران اعلامیه رد کړې او هغه یې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې "ښکاره لاسوهنه" او د قضايي قوې پر خپلواکۍ تېری بللی دی.

منامه دغه راز ویلي، چې د ایران اعلامیه هڅه ده څو د هغو بریدونو په اړه د خلکو پام واړوي، چې بحرین یې د ایران له خوا پر خپلې خاورې د ترسره کولو تور لګوي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو پر ایران له بریدونو وروسته د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو خبرې له خنډ سره مخ دي او ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.