ایران کې "یوه افغانه مور او څلور لوڼې یې" له تندې مړې شوې

د خپرې شوې ویډيو سکرين شاټ

د عکس سرچینه، @haalvsh

د عکس تشریح، د ويډيو سکرين شاټ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې "د یوې کورنۍ پنځه غړي" ایران ته پر لاره د سختې تندې له کبله خپل مړه شوي دي.

د دغې سرچينې په وینا، کله چې د کورنۍ سرپرست د اوبو موندلو پسې تللی و، د کورنۍ نور غړي سره جلا او لادرکه شوي وو.

د بشري حقونو سازمان "حال وش" چې د ایران د سيستان او بلوچستان خبرونه خپروي وايي، "د يوې کورنۍ پنځه غړي د ۱۷ افغانانو په ډله کې وو چې د سراوان په مک سوخته سیمه کې د تندې له کبله مړه شوي دي."

په ایران کې د دغې کورنۍ يوه ګاونډي هم ويلي چې هغوی "مخکې په ایران کې اوسېدل خو وروسته له هغه چې له ایرانه و ايستل شول، څه موده یې د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې تېره کړه او هڅه یې کوله چې بيا ایران ته ځان ورسوي".

د سراوان ښار د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه پروت دی.

د حال وش د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د وږي پر ۱۹مه نېټه رامنځته شوې چې په وینا یې "د مړو جسدونه له سيمې تر لېږدولو وروسته د ساتنې لپاره د خاش ښار سړې خونې ته وړل شوي دي".

دغه سازمان پر خپله انسټګرام پاڼه د دې پېښې ويډيوګانې هم خپرې کړې دي خو بي بي سي په خپلواکه توګه نه ده توانېدلې چې پخلی یې وکړي.

خو داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې د کورنۍ مشر ويزه لرله او په قانوني توګه ایران ته روان، کورنۍ یې ویزې نه لرلې او له قاچاقي لارو تلل.

د حال وش په راپور کې راغلي، "د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د مړو شويو کسانو پنځه تنه د افغانستان د بغلان ولایت د يوې کورنۍ غړي وو چې ټولې ښځې دي. په دې کورنۍ کې يوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې شاملې دي چې عمرونه یې په ترتيب ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کلونه دي، د دې کورنۍ خپلوان د سراوان په شهرستان کې اوسېږي او ټاکل شوې چې د جنازې لمونځ به یې نن ادا شي".

هر کال ګڼ شمېر افغان وګړي ایران ته د ننوتلو لپاره له سختو او له خطره ډکو لارو استفاده کوي؛ هغه لارې، چې په وار وار د مړینې یا ورکېدو لامل شوې دي.

ایران د افغان وګړو لپاره د کډوالۍ له مهمو موخو ګڼل کېږي.

ډېری افغانان په دې هېواد کې د کاري فرصتونو د موندلو لپاره سفر کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا ایران د اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترانزیټي لارې په توګه کاروي.

سره له دې، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري، ډېری هغه کسان، چې افغانستان ته ستنېږي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله یو ځل بیا اړ کېږي، چې کډوالۍ ته مخه کړي.