ایران وايي د عمان غونډه د سعودي عربستان په غوښتنه ونه شوه

د عکس سرچینه، Mehr
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي په خپله اونيزه خبري غونډه کې وويل، ټاکل شوې نننۍ غونډه په عمان کې د سعودي عربستان په غوښتنه نه ده جوړه شوې.
ټاکل شوې وه چې د ايران او د خليج د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د عمان په صلاله ښار کې غونډه وکړي او د هرمز تنګي د تګ راتګ او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي: ''دا يو فرصت و چې ايران او عمان برابر کړی و او تمه کېده چې د سيمې هېوادونه له دې فرصته سمه ګټه واخلي او د دې فرصت قدر وکړي.''
هغه زياته کړه: ''سره له دې چې موږ خپلې پر ځای نيوکې او شکايتونه لرو، دا يو مناسب فرصت و چې دغه هېوادونه د سيمې له بهرنيو لاسوهنو پرته د يو بل سره خبرې وکړي.''
بقايي وايي: ''زه فکر نه کوم چې کوم مسوول لوری به دا ومني چې د هر ډول دليل له مخې، که هغه د سيمې له بهر د لورو د نفوذ له امله وي او يا هم د هغو پلمو له کبله چې له ايران سره هېڅ تړاو نه لري، دا غونډه ترسره نه شي.''
د دغې غونډې لپاره تر اوسه بله نېټه نه ده ټاکل شوې.
د غونډې د لغوه کېدو خبر تېره شپه د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر البوسعيدي اعلان کړی و.
بحرين ويلي وو چې د ايران د ګډون له امله به په دې غونډه کې برخه وانخلي.
په ورته مهال د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره د هرمز تنګي په اړه په عمان کې تر لغو شوې غونډې وروسته ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د قطر په وینا، دواړو لوریو په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او د هغو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی. دغه راز، هغوی د سیمې پر وروستیو بدلونونو، په ځانګړي ډول د کړکېچ د کمولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر دیپلوماتیکو هڅو او ګډو همغږیو هم خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې اړیکه کې د خپل هېواد هغه دریځ بیا تکرار کړ چې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د تضمین لپاره له ټولو دیپلوماتیکو هڅو او نوښتونو ملاتړ کوي.
ټاکل شوې وه چې نن د سیمې د هېوادونو او ایران ترمنځ د هرمز تنګي په اړه یوه غونډه ترسره شي، خو عمان هغه لغو کړه.
ایران وايي، په یمن کې هېڅ 'لاسوهنه' نه کوي

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې د یمن پر موضوع هم خبرې وکړې. نوموړي وویل:
''د یمن اړوندو موضوعاتو کې د ایران له لوري هېڅ ډول لاسوهنه نشته.''
هغه زیاته کړه: ''د یمن ستونزې اوږده تاریخي ریښې لري او ایران چمتو دی چې د دغو موضوعاتو د حل لپاره په خبرو کې برخه واخلي.''
بل لور، د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن د سعودي عربستان په جنوب کې پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه وغندل.
د سویلي کوریا په اعلامیه کې راغلي: ''د حوثي ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه، او هغه اقدامات چې د سمندري تګ راتګ ازادي او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.''
په یمن کې جګړه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې خورا سخته شوې ده. د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي ځواکونو د باب المندب تنګي کنټرول د یمن د حکومت له ځواکونو نیولی، هغه ځواکونه چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی.
په ورته وخت کې د ایران دولتي او نیمه دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ارامکو په ګډون د سعودي عربستان پر ځینو نفتي تاسیساتو نوي بریدونه شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، چې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تائید شوي، ادعا کېږي چې د یمن حوثي ځواکونو په سعودي عربستان کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه ترسره کړي دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د یکشنبې شپې ناوخته د هېواد په څلورو ښارونو کې د احتمالي هوايي بریدونو خبرداری ورکړی و. چارواکو د جازان او نجران ولایتونو او د ابها او خمیس مشیط ښارونو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې وه چې امنیتي لارښوونې په پام کې ونیسي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک ته نږدې بلل کېږي، راپور ورکړی چې بریدونه د ابها او خمیس مشیط سیمې په نښه کړې دي. د راپور له مخې، په دغو سیمو کې د خطر زنګونه هم غږول شوي دي.
تر اوسه د دغو ادعا شویو بریدونو د څرنګوالي، احتمالي زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، او سعودي چارواکو هم په دې اړه رسمي معلومات نه دي وړاندې کړي.


















