د اېای په اړه اندېښنې؛ درېیو مخکښو شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا د پراخېدو د ورو کولو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, پاولین کولا
- Author, لیلي جمالي
- دنده, د شمالي امریکا د ټکنالوژۍ خبریاله
- رپوټ له:, سن فرانسیسکو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنو ته په غبرګون کې د دې برخې د درې مخکښو شرکتونو مشرانو ویلي چې د دې ټکنالوژۍ پرمختګ باید ورو شي.
له دې ډلې د انتروپیک کمپنۍ اجرایوي مشر ډاریو اموډي خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا اوسنی چټک پرمختګ ښايي د دې لامل شي چې انټرنیټ په خپل کنټرول کې واخلي او سلګونه میلیارده ډالره زیان واړوي.
دې وروستیو ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا احتمالي خطرونو ته وروسته له هغه پام ډېر شوی چې د انتروپیک کمپنۍ مخکښ څېړونکي جاکوب کاکسون استعفا وکړه.
هغه له استعفا وروسته بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل د دې برخې کارکوونکي د اې ای د پرمختګ له امله په واقعي معنی د بشریت راتلونکي ته اندېښنه لري.
د انتروپیک کمپنۍ مشر ډاریو اموډي د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای د پرمختګ ورو کولو تر څنګ پر دې ټکنالوژۍ پر پراخ څار هم ټینګار کړی دی. هغه یوه مقاله کې ویلي د اې آی له پرمختګ سره تړلي خطرونه ډېر جدي دي او د دې برخې کمپنیو او حکومتونو ته په کار دي چې د دې خطرونو مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د اوپن اې ای کمپنۍ اجرایوي مشر سام الټمن هم د اې ای د چټک پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې. هغه ټینګار کړی چې ټول باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو مخنیوي لپاره لاس په کار شو او وايي موږ کولی شو.

هغه دغه راز وویل دا مبالغه نه ده چې زه وایم د اې آی د شرکتونو بنسټ اېښودونکي او هغوی چې پرمختګ یې ورکړی په دې باور دي چې د دې احتمال شته چې دا ټکنالوژي ښايي بشریت له منځه یوسي.
د امریکا کانګرس کې د دواړو ګوندونو جمهوریت پالو او دیموکراتانو استازو د اې آی په اړه وروستیو خبرداریو او اندېښنو ته ځواب کې د لاس په کار کېدو غوښتنه کړې.
له دې ډلې د مشرانو جرګې غړي برني سینډرز بي بي سي ته وویل د دې امکان شته چې انسان پر اې آی کنټرول له لاسه ورکړي او که داسې وشي نو دی وايي دا به ښايي ناورین وي.
"کله چې ساینسپوهان وايي مصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت له ناورین سره مخامخ کړي، نو دا به ډېره لویه ناپوهي وي چې د پرمختګ د ورو کولو خبره ونه کړو".
چین او امریکا د اې آی ټکنالوژۍ برخه کې مخکښان دي او دا دواړه هېوادونه چې نړۍ کې تر ټولو لوی او پياوړي اقتصادونه هم لري، دې برخه کې سره سخته سیالي لري.


















