د کرېپټو کرنسۍ شرکت بايننس د هک کېدو پېښه کې ۶.۳ ميليارده ډالره شتمنۍ اغېزمنې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېپټوکرنسۍ یا ډيجيټلي اسعارو ستر شرکت بايننس (Binance) وايي، د ډيجيټلي شتمنيو ۶.۳ ميليارده ډالر د داسې برید له کبله اغېزمنې شوې چې ښايي په تاريخ کې د هک کېدو تر ټولو ستره پېښه وي.
د نړۍ د کرېپټو تبادلې تر ټولو ستر شرکت وايي، د دغو شتمنيو نژدې نيمايي کنګل شوې دي خو په وینا یې ډېرې لا هم د هکرانو په لاس کې دي. یاد شرکت وايي، ټولو اغېزمن شويو کسانو ته به تاوان ورکړي.
بايننس وايي لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دا پېښه د يوه انجنيیر له هک شوي لپټاب سره تړاو ولري او له دې امله بریدګر ته لاره برابره شوې وه چې له اجازې پرته پيسې وباسي.
د کرېپټو دوه څېړنيز شرکتونه دا کار د شمالي کوريا د "ټرېډر ټرېټر" په نامه د هکرانو له يوې ډلې سره تړي.
د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ د څېړنو شرکت ټي ار اېم لبز په يوه راپور کې ويلي، د بايننس د برید څو اړخونه د شمالي کوريا له پخوانيو پېښو سره ورته والی لري.
د یادې ادارې د نړيوالې پاليسۍ مشر اري ريډبورډ بي بي سي ته وويل، د بايننس هکېدل یوه "تاریخي او برخلیک ټاکوونکې پېښه" ده چې تراوسه په دې کچه پېښه نه ده شوې.
نوموړي زياته کړه، بریدګر لا هم د غلا شويو شتمنيو لويه برخه په واک کې لري، په دې معنی چې د پيسو د موندلو او بېرته ترلاسه کولو هڅې لا هم پايته نه دي رسېدلې.
د کرېپټو اسعارو بل څېړنيز شرکت چېن انلسېز هم ويلي چې ويلي په دې باور دي چې دا پېښه به د شمالي کوريا له هکرانو سره تړاو ولري.
په تېرو څو کلونو کې د شمالي کوریا اړوند هکرانو د کرېپټو کرنسيو پر شرکتونو بریدونو کې ښکېل وو.
لوېديځو امنيتي ادارو وړاندې ادعا کړې وه چې غلا شوې پيسې د شمالي کوريا د اټومي وسلو او توغنديو د پراختيا پروګرامونو د تمويل لپاره کارول کېږي.
خو د شمالي کوريا حکومت په تېر کې په دې ډول بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
د سایبري امنیت متخصصان دا پېښه د کرېپټو اسعارو د صنعت لپاره یو مهم بدلون ګڼي. د دې برید خبر د کرېپټو اسعارو پر بازار هم سملاسي اغېز کړی. د بېټکواین بیه له څلور سلنې ډېره راکمه شوې او د نورو مهمو ډیجیټلي اسعارو، لکه اتریوم او سولانا، ارزښت هم پام وړ ټیټ شوی.
بایننس چې په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ میلیونو ډېر کاروونکي لري، د کرېپټو اسعارو د راکړې ورکړې او کاروبار تر ټولو ستر شرکت دی. دې پېښې یو ځل بیا د دې چټک لوېدونکي صنعت د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
کرېپټو يا ډيجيټلي اسعار څه دي

د عکس سرچینه، Reuters
ډیجیټلي یا کرېپټو اسعار هغه پیسې دي چې یوازې کمپیوټري یا آنلاین بڼه لري او د ډالر، یورو یا افغانۍ په څېر دودیزو پیسو برعکس، نه بانکنوټ لري او نه هم فلزي سکې.
دا پیسې یا اسعار د مرکزي بانکونو یا حکومتونو تر مستقیم کنټرول لاندې نه وي. له همدې امله یې پلویان باور لري چې خلک له دې لارې پر خپلو پیسو ډېر واک او مالي ازادي موندلی شي.
خو د کرېپټو اسعارو بیې ډېرې بدلېدونکې دي او ارزښت یې کله ناکله په لنډ وخت کې په چټکۍ لوړېږي یا راټیټېږي.
بېټکواین د نړۍ تر ټولو مشهور او پخوانی کرېپټو پیسه ده. تر څنګ یې نورې ډیجیټلي پیسې لکه اتریوم (Ethereum)، ټېتر (Tether) او بي اېن بي (BNB) هم په بازارونو کې کارېږي.
کرېپټو پیسې په انټرنېټ کې په یوه ډېره خوندي مالي کمپیوټري شبکه کې ساتل کېږي چې بلاکچېن ورته وايي. بلاکچېن یو ډول ډیجیټلي ثبتکتاب ګڼل کېدی شي چې ټولې راکړې ورکړې په يوه وخت کې په ډېرو کمپيوټري شبکو کې ثبتېږي، له همدې کبله پکې د معلوماتو بدلول ډېر ستونزمن وي او لاسوهنه پکې په اسانه معلومېدای شي.
د ځینو کرېپټو پیسو تولید د کیندنې له لارې کېږي. په دې بهیر کې د پیاوړو کمپیوټرونو یوه شبکه راکړې ورکړې تائیدوي او په بدل کې انعام ترلاسه کوي. خو دا کار ډېرې برېښنا او ځواکمنو کمپیوټري وسایلو ته اړتیا لري.
خلک د کرېپټو پیسې د پېر او پلور لپاره ډیجیټلي راکړه ورکړه کاروي. دا وېبپاڼې یا اپلېکېشنونه عادي پیسې په کرېپټو اسعارو بدلوي او برعکس.
کرېپټو پیسې په ډیجیټلي بټوو کې ساتل کېږي. دا بټوې کېدای شي په موبایل، کمپیوټر یا ځانګړو وسایلو کې خوندي شي.
په وروستیو کلونو کې د پانګونې، د پیسو د لېږد او ځینو انلاین یا انټرنټي ورکړو لپاره د کرېپټو پیسو کارول زیات شوي دي. چې ورسره په عمومي ډول پر دې ډول اسعارو د حکومتونو کنټرول نه وي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې کرېپټو اسعار و کاروبار او بازار لا هم له لوړو ژورو او خطرونو ډک دی، نو په دې برخه کې پانګونه بشپړه پوهه او احتیاط غواړي.



















