طالبانو حکومت: د افغانستان اقتصاد وده کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي، کابل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوه کال فعالیتونو رسنیزولو په لړۍ کې چې 'حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې' نومول شوې ویلي، افغانستان په تېر یوه کال کې "اقتصادي پرمختګ" کړی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه له رسنیو سره د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د اقتصاد، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون د څو بنسټونو لاسته راوړنې شریکې کړې.
هغه وویل، سږ سپوږمېز کال کې د سوداګرۍ ټولیز ارزښت نږدې "۱۴ میلیارد امریکايي ډالرو" ته رسېدلی دی او د افغانۍ ارزښت د تېر کال پرتله شپږ سلنه لوړ شوی.
د طالبانو حکومت وايي د کانونو په برخه کې کابو "دوه سوه زره" خلکو ته کار پیدا شوی، همدارنګه د افغانستان بانک له خوا د پروژو تمویل هم خلکو ته کاري فرصت برابر کړی.
خو خلک بیا له وزګارۍ سر ټکوي او وايي د وزګارو کسانو شمېر ته په کتو دا بسنه نه کوي.
د 'حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې' ترسرلیک لاندې دویمه ناسته تر ډېره پر اقتصاد محوره وزارتونو متمرکزه وه. خو داسې شمېرې په کې وړاندې نه شوې چې د افغانستان کلنۍ بودیجې ته د عایداتو سرچینې وښيي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په کابل کې له خبریالانو سره پر ویډیويي لیکه غږېده، هغه شمېرې او اقتصادي فعالیتونه یاد کړل چې ځینو ته یې په نړیوالو رپوټونو کې هم اشاره شوې.

د عکس سرچینه، RTA
ښاغلي مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ کال کې پنځه کلنه پرمختیايي ستراتیژي جوړه شوه چې ښه حکومتولي، د قانون حاکمیت، امنیت او اقتصادي وده یې له لومړیتوبونو یاد شوي او زیاتوي چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال پرمختیايي بودیجه د همدې ستراتیژۍ پر لومړیتوبونو تمرکز لري.
هغه د بيبيسي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان کلنۍ بودیجه څومره او له کومو سرچینو ده، او ایا له کسر او کمښت سره خو مخامخ نه دي، وویل: د ځینو "ملحوظاتو له وجې دقیق ارقام" نه شي ویلی، خو ملي بودیجه هم "د حکومتدارۍ د چرخش د دوام لپاره کفایت کوي" او هم د هغو پروژو د اکمال لپاره، چې "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] تر کار لاندې نیولې دي."
هغه زیاته کړې د دوی حکومت یو میلیون او څلوېښت زره رسمي مامورین لري او ټولو ته تنخواګانې په ټاکلې وخت رسېږي او همدا راز تر کار لاندې لویې او وړې پروژې ټولې تمویلېږي.
د یادونې ده چې د کانونو استخراج د طالبانو حکومت یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي.
ښاغلي مجاهد وویل چې تېر یو کال کې د سرو زرو، مرمر، سکرو، قیمتي او نیمه قیمې ډبرو، مالګې، اوسپنې، سرب، جست او نورو کانونو په برخه کې له لس میلیارد افغانیو ډېره پانګونه شوې.
خو هغه له دې اړخه د ترلاسه شویو عایداتو یادونه ونه کړه.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې له دغو تړونونو سره د کانونو د استخراج چارې هم مسلکي او معیاري شوې دي.
په دې ناستې کې د کارموندنې په تړاو، د وړاندې شویو شمېرو له مخې وویل شول د کانونو قراردادونو تراوسه "۲۰۰ زره" کسانو ته کاريفرصتونه برابر کړي، او د افغانستان بانک له خوا د څه باندې نهه میلیارد افغانیو په ارزښت تمویلېدونکو پروژو کابو ۱۴۲ زره کسانو ته بوختیا برابره کړې ده.
خو خلک شکایت لري چې وزګارتیا خورا پراخه ده او ګڼ شمېر کسانو ته چې ځینې یې ان مسلکي زدکړې هم لري، د کار زمینه نشته.
ځینې هغه خلک هم چې پخوا یې په نړیوالو مرستو تمویلېدونکو پروژو کې کار کاوه وايي اوس وزګار دي.
نږدې "۱۴ میلیارد ډالره" سوداګري

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مجاهد په مطبوعاتي ناسته کې وویل، سږ قمري کال کې د سوداګرۍ ټولیز ارزښت شاوخوا "۱۳ اعشاریه نهه میلیارد" وو چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالره زیاتوالی ښيي.
په دې کې "د څه باندې یو اعشاریه اووه میلیارد ډالرو صادرات او تقریباً ۱۱ اعشاریه درې میلیارد ډالرو واردات شوي،" چې دواړه د تېر کال پرتله لوړ دي.
یوه اقتصادي مسله چې نړیوال رپوټونه هم پرې شته، د افغانۍ د ارزښت ثبات دی چې د طالبانو حکومت یې خپله ښه لاسته راوړنه یادوي. ښاغلي مجاهد وویل، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې له ښه ثباته برخمنه ده او د تېر کال پرتله یې ارزښت څه باندې شپږ سلنه لوړ شوی.
ښاغلي مجاهد وروستۍ امنیتي ستونزې او د مخالفو وسله والو خوځښتونه د اقتصادي پرمختګ د مخې ډپ کولو هڅې وبللې.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک میاشتنۍ ارزونه ښيي چې په افغانستان کې د عمومي انفلاسیون کچه د مې میاشتې له ۸ سلنې په جون میاشت کې ۷.۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي.
د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب نه وايي.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې وضعیت له امله په افغانستان کې د هر وګړي عاید ۵.۶ سلنه کم شوی او پر کورنیو اقتصادي فشارونه ډېر شوي دي.
د نړیوال بانک موندنې همدارنګه ښيي چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ ګډوډېدو د افغانستان تجارت په څرګند ډول د منځنۍ اسیا او ایران پر لور اړولی.
د راپور له مخې، د افغانستان له نيمايي لږ کمه برخه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارې شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې سوداګري لا هم په ډېره ټیټه کچه پاتې ده.




















