پر هرمز تنګي د امریکا او ایران تازه لانجې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, لېز دوست
- دنده, د نړیوالو چارو مشره خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د امریکا او ایران ترمنځ د تېرې میاشتې د یوه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته رامنځته شوی نازک حالت، چې "نه جګړه، نه سوله" بلل کېږي، اوس داسې ښکاري چې بېرته په جګړه اوښتی دی.
شونې ده چې دا ځل بیا هم دا کله پلی او کله مات اوربند، ښايي د هغو عربي او پاکستاني منځګړو د پرلهپسې هڅو له امله، چې ورځ تر بلې ډېر ستړي او ناهیلي کېږي ، یو ځل بیا بېرته کېدای شي ټینګ شي.
منځګړي نه غواړي چې حالت اوږدمهاله او بشپړې جګړې ته وروګرځي.
خو د دې تر ټولو ستره لانجمنه موضوع د هرمز ستراتیژیک تنګي حیثیت دی.
ایران یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې پر دې حیاتي سمندري دهلېز د هغه کنټرول یوه څرګنده او نه ماتېدونکې سره کرښه ده، چې پوځي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشار یې نه شي بدلولای.
"موږ درته ویلي وو: یا پر خپله خبره ودرېږئ، او یا یې بیه پرې کړئ. " دا هغه جمله ده، چې د ایران مخکښ مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف، دې وروستیو کې ټولنیزو رسنیو کې د تفاهم لیک له متن څخه په نقلولو سره لیکلې وه.
له پیل راهیسې دواړو لورو دغه تفاهم لیک په بېلابېل ډول تعبیر او درک کړې ده.
ایران د ۱۴ مادهییز پلان په پنځمه ماده کې داسې شین څراغ ویني، چې د دې مهم سمندري دهلېز د مدیریت واک ورته ورکوي.
په پنځمه ماده کې راغلي دي:
"د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ټولو ممکنه هڅو په کارولو سره د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره لازم ترتیبات ونیسي. "
خو امریکا دا ماده داسې تفسیر وي، چې تهران باید دا ستراتیژیک تنګی د نړۍ د نفتو او طبیعي ګازو د ازاد تګ راتګ لپاره پرانیستی وساتي، او همدارنګه د نورو مهمو توکو ترڅنګ د سرې (کیمیاوي سرې) د تولید لپاره د اړینو خامو موادو د لېږد اجازه هم ورکړي.
د سیمې د تېلو یو عربي اجرائیوي چارواکي وویل:
"د تفاهم لیک د مادو په متن کې دومره ابهام شته، چې یوه لویه لارۍ هم ترې تېرېدای شي. "
(یعنې د مادو متن ډېر مبهم دی او بېلابېل تعبیرونه ترې کېدای شي.)
هغه نوې مشرتابه ډله، چې په تهران کې د څو اوونیو سختې جګړې او د امریکا او اسرائیلو د پرلهپسې هدفي وژنو له څپو وروسته راڅرګند شوی، داسې ښکاري، چې د اسلامي جمهوریت د دې نوي پړاو لپاره پر عمومي ستراتیژیک لیدلوري سره همغږي لري.
خو د دې په اړه، چې څنګه باید مخ ته ولاړ شي، د نظرونو د اختلاف روښانه او مخ پر زیاتېدو نښې هم لیدل کېږي.
د کړکېچ نړیواله ډله یو شنونکی رابرټ مالي، چې د ۲۰۱۵ کال د ایران د تاریخي اټومي تړون (هغه تړون چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال ترې ووت) په مذاکراتو کې د امریکا د پلاوي غړی و، وايي:
"ځینې کسان غواړي، چې د جګړې لاسته راوړنې د ډیپلوماسۍ له لارې په سیاسي ګټې بدلې کړي، خو ځینې نور باور لري، چې اوربند ډېر ژر وشو، مخکې له دې چې ایران امریکا ته کافي زیان رسولی وای. "
په دې وروستیو کې د ایران لهخوا پر درېیو بېړیو، چې یوه یې د قطر بیرغ لرونکې د مایع طبیعي ګاز (LNG) لېږدوونکې هغه وه او د عمان د سویلي ساحل ترڅنګ په سمندري دهلېز کې روانه وه، بریدونه وشول.
په سیمه کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې دا بریدونه د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران (IRGC) د یوې "خپل سرې ډلې" کار وباله.
په هغه نظام کې چې اوس پکې سپاه پاسداران غالب رول لري، د ایران نه بدلېدونکې سره کرښه دا ده چې بېړۍ باید له دې وروسته یوازې د هغو سمندري لارو څخه تګ راتګ وکړي، چې ایران ورته ټاکلې دي.
په دې اوونۍ کې، د دې کړکېچ د پوځي تاوتریخوالي له شور او زوږ څخه لرې، د ایران پارلمان په ارامه توګه د هرمز تنګي د مدیریت لپاره یوه نوې مسوده وړاندې کړه، چې نوم یې "د هرمز تنګي او فارس خلیج د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره ستراتیژیک اقدام" دی.
دا خبر د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي په اېکس (X) کې خپور کړ.
هغه موږ ته د اپرېل په میاشت کې ویلي وو، چې د دې اوبو لارې کنټرول د ایران "نه سلبېدونکی حق" دی.
کله چې ترې وپوښتل شول، ایران به کله د دې تنګي کنټرول پرېږدي، د هغه ځواب لنډ او پرېکنده و: "هېڅګله"
هغه دا تنګی "د دښمن پر وړاندې د مقابلې یوه شتمني" وبلله.
د امریکا پر ژمنو د ایران بشپړ بې باوري، چې د خبرو اترو پر مهال د جګړو او ګواښونو د بیا بیا راڅرګندېدو له امله لا پسې زیاته شوې، د تهران هوډ یې لا پیاوړی کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران د هرمز تنګي کنټرول یوازې د مذاکراتو لپاره د فشار وسیله نه ګڼي، بلکې دا یې د نفوذ نوې وسیله، د مخنیوي نوې بڼه، او همدارنګه یوه اقتصادي ژغورونکې لاره بولي؛ په ځانګړي ډول که بندیزونه هېڅکله هم لرې نه شي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې شتمني کنګل پاتې شي.
خو د سیمې د قواعدو د بدلون لپاره د تهران هوډ له خپلو ګاونډیانو سره هم کړکېچونه رامنځته کړي دي، په ځانګړې توګه له قطر سره، چې د دې بحران له مهمو منځګړو څخه دی، او همدارنګه له عمان سره، چې د ایران یو پخوانی دودیز متحد دی او له لسیزو راهیسې یې د پردې تر شا مهم دیپلوماتیک رول لوبولی دی.
د متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو په ښکاره ویلي، چې د ایران هغه پلانونه، چې غواړي د تنګي په چارو کې کنټرول لرونکی رول ولوبوي، چې آن د "چوپړونو فیسونو" د اخیستو طرحه هم پکې شامله ده، د منلو وړ نه ده او یوه خطرناکه مخینه رامنځته کوي.
یوې باخبره سرچینې ویلي، چې عمان د هوکړې په هماغه لانجمن پنځم بند کې د ایران پر هغې مادې اعتراض کړی، چې پکې راغلي: "ایران به د عمان له سلطنت سره د راتلونکې ادارې او سمندري خدمتونو د تعریف لپاره خبرې اترې وکړي. "
مسقط اوس د واشنګټن او تهران د غوښتنو ترمنځ راګیر شوی، او تر هر څه زیات غواړي د سیمې د پټ او باوري دیپلوماتیک منځګړي په توګه خپله اوږدمهاله شهرت وساتي.
د عمان شنونکي، پروفیسور عبدالله بابود بي بي سي ته وویل:
"عمان له ډېرې مودې راهیسې له ایرانیانو سره د ښو ګاونډیتوب اړیکو د ساتلو لپاره ډېر زغم کړی دی. دې ځانګړې پېښه عمان دې ته اړ کړی، چې نسبتاً کلک دریځ خپل کړي خو موږ غواړو دا شخړه د خبرو اترو له لارې هواره شي. "
ځینې څارونکي لا هم باور لري، چې په پای کې د جوړجاړي د رامنځته کېدو لږ احتمال لا هم شته.

د عکس سرچینه، U.S. Department of Defense via Getty Images
د برېتانیا پخواني لوړپوړي ډیپلومات سایمن ګاس، چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په خبرو اترو کې د بریتانیا د پلاوي غړی و، وویل:
"زه فکر نه کوم چې کومه بشپړه او غوره حللاره موجوده وي، خو تر ټولو مناسب انتخاب ښايي داسې یو ډول هوکړه وي چې له تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو څخه د تګ راتګ مالیه (ټول) وانخیستل شي، خو د بار وړونکو بېړیو لپاره یو ډول فیس موجود وي، څو ایران وښيي، چې لا هم خپل واک او صلاحیت ساتي. "
له دې شخړې هاخوا، دواړه لوري د یو بل په اړه بنسټیز ناسم درک لري.
دواړه باور لري چې له دې جګړې څخه یې برلاسی ترلاسه کړی او دواړه فکر کوي چې مقابل لوری به د خپلو کمزوریو له امله لومړی شاتګ ته اړ شي.
تل ویل کېږي چې ایران د "درد د زغملو وړتیا" لري.
ایران وکولای شول د همدغه تفاهم لیک له هغه فرصت څخه ګټه پورته کړي،
یوه ګټه دا وه چې لنډې مودې لپاره د ایران د نفتو پر صادراتو بندیزونه لرې شوي وو.
خو ایران ته د وروستیو سفرونو پر مهال مو ولیدل چې د دغه هېواد ژور اقتصادي او مالي بحران خلکو ته سخت زیان رسولی دی.
انفلاسیون شاوخوا ۸۰ سلنې ته رسېدلی، او میلیونونه دندې له منځه تللې دي، نه یوازې د دې شخړې له امله، بلکې د تاریخ د تر ټولو اوږدو انټرنېټي بندیزونو له امله هم.
پر دې سربېره، په یوه کال کې دوه جګړې، او همدارنګه د حکومت ضد پراخ لاریونونه چې په مرګوني ځواک سره وځپل شول او زرګونه کسان پکې ووژل شول، وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
ولسمشر ټرمپ هم له خپلو سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخامخ دی، او دا امکان شته چې همدغه فشارونه د هغه ټیم، که څه هم په نامنظم ډول، بېرته خبرو اترو ته راولي.
د دې مهمې سمندري لارې د تړل کېدو کړکېچ، چې د همدې جګړې له امله رامنځته شوی، سبب شوی، چې د اصلي موضوع، یعنې د ایران د اټومي پروګرام د جوړښت په اړه، نږدې هېڅ بحث ونه شي.
په تفاهمد لیک کې د ۶۰ ورځو هغه موده، چې د جدي خبرو اترو لپاره ټاکل شوې وه، او له پیل څخه هم واقعي نه برېښېده، یوه بله کمزوري ګڼل کېږي.
مالي وویل: "زه دې اوربند ته د بیا راژوندي کېدو مناسب چانس ورکوم، ځکه نه یو لوری او نه بل لوری په بشپړه توګه خپلې موخې ترلاسه کولای شي، او ژر به په دې حقیقت پوه شي. "
هغه زیاته کړه: "خو د دواړو خواوو د بېنظمۍ او نیمګړتیاوو له امله، زه به پرې په بشپړه توګه شرط ونه وهم. "





















