'افغانستان له ازبکستان سره په سوداګرۍ کې پنځم ځای خپل کړ'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د افغانستان سوداګرۍ خونې بي بي سي ته منلې چې په تېرو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه او هڅه کوي چې له یادو هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي.
" افغان سوداګر اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو خوراکي مواد، غوړي، دوا او ځینې نورې توکي واردوي او همدارنګه وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه یادو هېوادونو ته صادرېږي".
ښاغلي الکوزي بي بي سي ته ویلي، چې له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ډېره شوې او په غوړېدو ده.
په ازبکستان کې د احصایې ملي کمېټې په تازه رپوټ کې هم دا خبره ویل شوي، په دغه رپوټ کې چې د روانې سپتمبر میاشتې پر درېیمه خپور شوی، د افغانستان نوم د هغو لسو هېوادونو په لیست کې پنځم ځای خپل کړی، چې په همدې موده کې ورسره ازبکستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه، ورکړه درلوده.
په دغه رپوټ کې له ازبکستان سره تر ټولو د لوړې کچې سوداګرۍ له پلوه چین (۱۱.۳) روسیه (۸.۱)، قزاقستان (۳.۳) او ترکیه (۱.۶) میلیاردو ډالرو په ترتیب سره لومړی، دویم، درېیم او څلورم ځای لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه ازبکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه په وروستیو کلونو کې د پراخېدو په حال کې ده.
د ازبکستان چارواکو په دا وروستیو کې ویلي و، چې له افغانستان سره سوداګرۍ کې دونیم برابره زیاتوالی راغلی.
د روان کال په لومړیو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف له طالبانو حکومت سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې تر پنځه میلیارده ډالرو پورې د لوړولو په اړه د هوکړې خبره کړې وه.
د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره له ویډیويي کنفرانس وروسته د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف ویلي و: "په یوازې پنځو کلونو کې دوهاړخیزه سوداګري ۲.۵ برابره زیاته شوې – په ۲۰۲۱ کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه تېر ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. زموږ اوسنی هدف دا دی چې دا کچه پنځو میلیارده ډالرو ته لوړه کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي و، اوسمهال له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه کال کې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې په وینا یې عمومي سوداګریزه راکړه ورکړه یې له یو میلیارد او پنځو سوو میلیونو ډالرو اوړي.
په سیمه کې د ستونزو له شتون سره سره د ازبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په تېرو پنځو کلونو کې په ثابت ډول لوړه شوې ده، چې د کرنیزو محصولاتو پروسس، ساختماني توکي، د نساجۍ صنعت او د خوړو خوندیتوب برخې پیاوړتیا برخو کې همکاري پکې شامله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د وړم کال په وروستیو کې ویلي و تېر یوه کال کې د سوداګرۍ کچه لس میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د شاوخوا یو اعشاریه اته میلیارد ډالر په ارزښت پکې صادرات او اته اعشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت واردات دي.
له هغو ارقامو ښکاري چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ توپیر لا هم پاموړ زیات او واردات د صادراتو پرتله څو برابره لوړ دي.
سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي وايي د هېواد صنعتي کېدل د وارداتو او صادراتو بیلانس برابرولی شي.


















