د طالبانو حکومت: په تېر یو کال کې نږدې "دوه میلیون" افغانان هېواد ته ستانه شوي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په تېر یوه کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څلور لکه او نوولس زره او ۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې یو میلیون او ۹۹۷ زره ۴۷۱ کسان کېږي.

د طالبانو حکومت په وینا له دې ډلې ۲۱۷ زره ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره ۹۲۱ کورنۍ له ایران او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو "۲۱ میلیونه ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او له ۴۸ میلیونه افغانیو" ډېرې مرستې راټولې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په خبره، په تېر یو کال کې نژدې نیم میلیون افغان کورنۍ له پاکستان، ایران او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د "حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې" شپږم کنفرانس کې وویل، د اقتصاد وزارت په ۱۴۴۷هـ ق کال کې له پاکستان او ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو "۲۱ میلیونه ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او له ۴۸ میلیونه افغانیو" زیاتې مرستې راټولې کړې دي.

یاد کنفرانس په تېر یوه کال کې د طالبانو حکومت د "لاسته راوړنو" لپاره ځانګړی شوی و، چې د بېلابېلو وزارتونو ځینې لاسته راوړنې یې اعلان کړې.

کنړ کې سېلاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

که څه هم مجاهد وايي، چې دوی په تېر یوه کال کې د کونړ، سمنګانو بلخ او ننګرهار ولایتونو د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره "څه باندې ۲۳ میلیونه ډېر ډالر او له ۹۳ میلیونه ډېرې افغانۍ" راغونډې کړې دي، خو د دغو ولایتونو ځینې زیانمن شوي‌ وايي، د څو میاشتو په تېرېدو دوی لا هم د مرستو او سمې سرپنا په لټه کې دي.

خو د طالبانو ویاند وايي، د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو ته د "بیا مېشتېدو لپاره ۴۳۵۳ کورونه جوړ شوي" او رغول شوي دي چې په وینا یې "۲۱۳۸ کورونه" له سره جوړ شوي او "۲۲۱۵" ترمیم او بیا رغول شوي‌ دي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې 'اوچا' تېر جولای په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې د ۳۰ قضیو راپور ورکړی و.

ملګري ملتونه وايي په دې پېښو کې ۱۶ ځله د پروګرامونو د پلي کولو برخه کې لاسوهنه، ۱۲ ځله له مامورینو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي او دوه ځلې د مامورینو د تګ راتګ او توکو د لېږدولو د مخنیوي پېښې شاملې دي.

خو وړاندې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې دا رپوټ رد کړی دی. نوموړی وايي د دغسې پېښو پر مهال نړیوال بنسټونه باید د اقتصاد له وزارت سره په اړیکه کې شي.

د اوچا له خوا خپرو شویو شمېرو له مخې د جولای په میاشت کې د بشري مرستو د رسولو بهیر کې لاسوهنه له هغه نه د مخکې میاشتې پرتله پنځوس سلنه کمه شوې وه خو دا په دې برخه کې د دایمي محدودیتونو د لرې کولو لپاره له چارواکو سره د دوامداره تعامل اړتیا په ګوته کوي.

یتیمان او سوالګر ماشومان

یوه مېرمنه خیرات غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images

ذبیح الله مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې ټولټال "۱۰ زره ۹۳۰ یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان" د کار او ټولنیزو چارو وزارت او همکارو مؤسسو له ملاتړه برخمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې "۵ زره ۵۴۸" ماشومان په امارتي روزنتونونو کې تر ساتنې او پالنې لاندې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، په همدې موده کې د له خطر سره مخامخ د "۱۳ زره ۷۷۴" ماشومانو قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

د مجاهد په وینا،‌ همدارنګه په دې کال کې "۷۲۶۰" هغه ماشومان چې له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ و، د انساني قاچاق، له پولې راستانه شوي او یا هم د مرکز او ولایتونو د اصلاحي مرکزونو کې ساتل کېدل، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای او په ټولنه کې مدغم شوي دي.

نوموړی وايي، په دې موده کې "۱۵۹۹" سوالګر ماشومان یې ثبت کړي او ملاتړ یې شوی او له همکارو مؤسسو سره د روزنتونونو د ملاتړ ۶۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

دی وايي، په وړکتونونو کې "۱۴۳۱۱ "ماشومانو ته د روزنې او پالنې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د طالبانو حکومت دغه ویاند وویل، په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د شهیدانو معلولینو چارو وزارت د هېواد په کچه "۶۸۰ زره ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین" ثبت کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې د طالبانو حکومت پر ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو "۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ" د مرستې په توګه وېشلې دي.

مجاهد کنفرانس کې وویل چې په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د سوري زړه ناروغۍ ۲۰۴ ماشومان د درملنې لپاره کورنیو او بهرنیو روغتونونو ته ورپېژندل شوي او د سختو سوځېدنو ۷۵ ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته استول شوي دي.