د طالبانو په حکومت کې سرچينې وايي، د خاتم النبيين مرکز ځمکه "امارتي ده او بايد حکومت" ته وسپارل شي

د عکس سرچینه، SOCIAL
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، په کابل کې د خاتم النبین پوهنتون، مدرسه او تمدن تلویزیون د هغې ځانګړې محکمې د حکم له مخې تخلیه کېږي چې د "دولتي ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره جوړه شوې".
دغه سرچینه زیاتوي، دا ځای محکمې "امارتي" اعلان کړی او باید "حکومت ته وسپارل" شي.
په همدې مهال سرچینو بي بي سي ته تائید کړې، چې د شیعه ګانو یاد د خاتم النبیین تعلیمي مرکز د قضیې په تړاو د دوی د امنیتي ځواکونو د اقدام پر وړاندې د شوي اعتراض یو شمېر ګډونوال یې نیولي دي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي، کله چې امنیتي ځواکونه د دغه مرکز د مدرسې اړوند استادانو د کورونو د خالي کولو لپاره ورغلل هلته ورسره د مرکز زدکوونکو او استادانو مخالفت وښود.
د دوی په وینا، دا تعلیمي مرکز چې د مدرسې ترڅنګ پوهنتون هم په کې دی او تمدن تلویزیون له "حرکت اسلامي ګوند" سره تړلي او ځمکه یې هم دولتي بلل شوې، خو د خاتم النبیین مرکز سمبالوونکي دا نه مني.
د طالبانو حکومت کې سرچینې وايي، د نورو ګوندونو په څېر د دې ګوند تلویزون هم باید خپرونې ونه لري.
بي بي سي ته سرچینو تائید کړې، چې د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزیر چې د ځمکو د استرداد کمیسیون مشر دی، امر کړی چې د ځانګړې محکمې پرېکړه دې عملي شي او په خاتم النبیین مرکز کې دننه له لسو ډېر هغه کورونه دې خالي شي چې استادان په کې اوسېدل.
د همدې کورونو د تخلیې لپاره د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت ځواکونه مرکز ته دننه ورغلي وو او ځینې کسان نیول شوي هم دي.
د دغو سرچینو په وینا، هلته د مدرسې دروازې له وړاندې مهرلاک شوې دي خو تر اوسه یې د تخلیې پرېکړه نه ده شوې او لا هم ځینې زدکوونکي او محصلین ورځي.
دا سرچینې وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او نوور "ګوندونو" سره تړلي پوهنتونونه او تلویزیونونه هم د هغه قانون له مخې بند شوي چې ګوندونه یې منع اعلان کړي دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL
تر دې وړاندې یوې باخبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې د طالبانو ځواکونه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته خاتم النبین تعلیمي مرکز ته ورغلل او له استادانو او محصلینو یې وغوښتل چې له مرکزه ووځي.
دغه سرچینه وايي، استادانو او محصلینو "مخالفت" وکړ او له مرکزه ونه وتل.
د شنبې په ورځ ماښام خپرو شويو ویډیوګانو کې یو شمېر محصلین او نور کسان په تعلیمي مرکز کې دننه او بهر لېدل کېږل چې شعارونه ورکوي.
د تمدن په نامه تلویزون چې بنسټګر یې ایت الله محمد اصف محسني د خاتم النبیین تعلیمي مرکز بنسټګر هم دی رپوټ ورکړی چې طالبانو "۲۸ محصلین " نیولي وو چې څلور تنه یې بېرته خوشې کړل شوي دي.
دغه راز د خاتم النبیین تعلیمي مرکز چارواکو ویلي چې ښاغلی محسني د دغه مرکز له جوړېدو څو کاله مخکې له "حرکت اسلامي ګوند" نه جلا شوی و او په دې توګه خاتم النبیین تعلیمي مرکز او تمدن تلویزون له حرکت اسلامي ګوند سره هېڅ تړاو نه لري.
خو دا اختلاف اوسنی نه دی.
دوه کاله مخکې هم د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د تمدن تلویزیون او خاتم النبیین تعلیمي مرکز د تړلو اعلان کړی و او ویلي وو چې دا تعلیمي مرکز او تمدن تلویزون ګوندي فعالیتونه کوي او د تعلیمي مرکز ځمکه هم غصب شوې ده، خو د مرکز چارواکي دا تورونه ردوي.
بل پلو تمدن تلویزون اعلان کړی چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته یې خپلې خپرونې بیا پیل کړي او له عدلیې وزارت سره د شویو خبرو ټول اسناد به خپاره کړي.


















