د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او پولیسو ترمنځ کړکېچ؛ لږ تر لږه 'درې ملکي وګړي' وژل شوي

د بدخشان یفتل کې لاریونوال

د عکس سرچینه، UGC

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

راپورونه ښيي چې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې د ځايي خلکو او د طالبانو د پولیسو ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

د بدخشان د روغتیايي سرچینو په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بدخشان د پولیسو ویاند دغه کسان "مغرض او فتنه‌ګر عناصر" بللي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یفتل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن سهار (شنبه، د اسد ۱۰مه) د اعتراض په توګه لاریون کړی او له طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.

د طالبانو د پولیسو ادعا څه ده

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر بي بي سي ته په یوه پیغام کې د یفتل پایین ولسوالۍ د پېښو پخلی کړی او ویلي یې دي:

"نن شنبه ماسپښین دوه کسان (یو سړی او یوه ښځه) چې پر موټرسایکل سپاره وو، د یفتل پایین ولسوالۍ د سنګ آب سیمې له یوه امنیتي د تېرېدو پر مهال د مخدره موادو د لېږد په شک ودرول شول.

کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل د هغوی موټرسایکل او وسایل وپلټي، یاد کس له سیمې وتښتېد او چیغې یې کړې چې له هغه سره ملګرې ښځه بدني تلاشي شوې ده."

د پېښې وروسته امنیتي وضعیت څنګه دی؟

په دې پیغام کې زیاته شوې:

"له دې ادعا وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د حقیقت له معلومولو پرته پر امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې یو شمېر بریدکوونکي ټپیان شول".

خو روغتیايي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه "درې" ملکي معترضان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د دغې پېښې ویډیوګانې په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.