حماس وايي، د بې وسلې کېدو موافقه یې وکړه؛ ټرمپ د 'سولې بورډ' د پلان اعلان وکړ

غزه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, شمایمه خلیل
    • دنده, د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ''سولې بورډ'' له لوري د غزې په تړاو داسې یوه هوکړه شوې چې له مخې به یې حماس او نورې وسله والې ډلې ''په بشپړه توګه بې وسلې'' شي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي چې دوی په غزه کې په بشپړه توګه د بې وسلې کېدو لپاره د سولې بورډ له پلان سره موافقه کړې او ډېر ژر به په دې اړه رسمي اعلامیه خپره شي.

اسرائیل تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ټرمپ وايي، اسرائیلي ځواکونه به ''د بې وسلې کېدو د بهیر له بشپړېدو سره سم'' له غزې ووځي. هغه دغه هوکړه ''یو مهم ګام'' بللی چې له مخې به یې غزه په پای کې د یوه نوي فلسطیني حکومت لخوا اداره شي.

د امریکا په منځګړیتوب د غزې د اوربند د پلان په دویم پړاو کې د حماس بې وسلې کول شامل دي.

په دغه دویم پړاو کې د غزې د بیا رغاونې چارې هم شاملې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال یوه پیغام کې لیکلي:

''دا د ټرمپ ۲۰ ماده ییز پلان د پلي کېدو په لاره کې یو مهم پړاو دی. دا هوکړه به په احتیاط سره د جوړو شویو پړاوونو له مخې عملي شي.''

ټرمپ وايي، د بې وسلې کېدو بهیر له بشپړېدو وروسته به اسرائیلي ځواکونه په تدریجي ډول له غزې ووځي.

هغه زیاتوي:

''کله چې بې وسلې کېدل بشپړ شي، اسرائیلي ځواکونه به ووځي، او د ثبات نړیوال ځواک به له یوې نوې فلسطینۍ پولیس ادارې سره یو ځای د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي، چې غزه د خپلو اوسېدونکو او ګاونډیانو لپاره خوندي شي.''

ټرمپ دغه راز له مصر، قطر او ترکیې د منځګړیتوب او د مذاکراتو په برخه کې د رول له امله مننه کړې ده.

په ورته مهال، د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د مصر د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې قاهره به د غزې د اوربند د پلان د دویم پړاو په اړه د منځګړو هېوادونو د غونډې کوربه وي.

امریکایي چارواکي: که اسرائیل له غزې ونه وځي، ټرمپ به 'ډېر ناهیلی' شي

ټرمپ او نتنیاهو

د عکس سرچینه، Reuters

هغه امریکایي چارواکي چې تازه یې له خبریالانو سره یوه ټیلیفوني ناسته کړې، وپوښتل شول چې دوی څومره هیله‌ من دي چې اسرائیل به د حماس له بې وسلې کېدو وروسته له غزې د وتلو سره موافقه وکړي.

یوه امریکایي چارواکي په ځواب کې وویل:

''موږ له اسرائیل څخه د بل څه غوښتنه نه کوو، پرته له دې چې هغه د شلو مادو هغه پلان ته ژمن پاتې شي چې په پیل کې یې ورسره موافقه کړې وه. له همدې امله موږ ډېر ډاډه یو چې اسرائیل به دې هوکړې ته پابند پاتې شي.''

چارواکي زیاته کړه چې که اسرائیل د شلو مادو د پلان له مخې له غزې د وتلو پرېکړه عملي نه کړي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ به''ډېر ناهیلی'' شي.

هغه دغه راز وویل چې د امریکا حکومت باور لري اسرائیل به د دې بهیر په اوږدو کې یو باوري شریک پاتې شي او خپلو ژمنو ته به درناوی وکړي.

د اسرائیل دریځ څه دی؟

رویټرز خبري اژانس بیا د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په قاهره کې د منځګړو هېوادونو او د حماس د مشرانو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د غزې د سولې د پلان د پلي کولو په اړه خبرو کې د پاموړ پرمختګ شوی دی.

خو یوه اسرائیلي چارواکي ویلي چې وړاندیز شوي شرایط د اسرائیل غوښتنې نه پوره کوي.

د ټرمپ له اعلان وروسته، ټایمز اف اسرائیل د یوې ناپېژندل شوې سرچینې له قوله راپور ورکړ چې د حماس د مرکچي پلاوي، د سولې بورډ او د منځګړو هېوادونو استازو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې ده.

خو د راپور له مخې، یوې اسرائیلۍ حکومتي ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د حماس د بې وسلې کېدو وړاندیز د بیت المقدس غوښتنې نه پوره کوي.

اسرائیلي رسنیو تر دې وړاندې هم راپور ورکړی و چې اسرائیل له هغې هوکړې سره مخالفت لري چې له حماس سره پرې خبرې روانې وې.

د بې وسلې کېدو او وتلو پلان د ''صفر باور'' او تائید پر بنسټ چمتو شوی

بي بي سي هغه څلور مخه سند ترلاسه کړی چې د یوې پړاویزې نقشې لارښود وړاندې کوي. په دې طرحه کې د حماس د بې وسلې کېدو بهیر د اسرائیلي ځواکونو له تدریجي وتلو او د یوې نوې فلسطینۍ انتقالي ادارې له جوړېدو سره تړل شوی، چې د یوه نړیوال ثبات ساتونکي ځواک ملاتړ به ورسره وي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا پلان په قصدي ډول د ''صفر باور'' او سختې ارزونې پر اصل ولاړ دی. د دوی په وینا، نه به حماس او نه هم اسرائیل تر هغو پورې بل پړاو ته لاړ شي، چې مقابل لوری خپلې ژمنې په بشپړه توګه عملي نه کړي.

د چارواکو په خبره، په لومړي سر کې به په غزه کې کوچنۍ وسله والې ډلې بې وسلې کېږي. له هغه وروسته به حماس د خپلو هغو پوځي جوړښتونو له منځه وړلو بهیر پیل کړي چې چارواکي یې د ''دولت ته ورته پوځي زیربنا'' بولي.

په دغو جوړښتونو کې تونلونه، د وسلو زېرمتونونه، د وسلو د تولید مرکزونه او فابریکې شامل دي.

امریکايي چارواکو منلې چې د دې تاسیساتو له منځه وړل به ډېر وخت ونیسي او د نورو پړاوونو پرتله به اوږد بهیر وي.

د نقشې له مخې، کله چې ټول پړاوونه بشپړ شي، نوې فلسطیني اداره به په غزه کې د وسلو بشپړ کنټرول په لاس کې ولري.

اسرائیل تر اوسه د دې راپور او د پلان د جزییاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.