د اردن پر هوايي اډې د ایران د برید شېبه

د ویډیو تشریح، د اردن پر هوايي اډې د ایران د برید شېبه
د اردن پر هوايي اډې د ایران د برید شېبه
د خپرېدو وخت

په دې ویډیو کې هغه شېبه وینئ چې د ایران په برید کې په اردن کې د امریکا هوايي اډه په نښه کېږي. د امریکا پوځ تېره شنبه (چنګاښ ۲۶/جولای ۱۸) وویل چې په اردن کې یې پر پوځي‌ اډه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل تری‌تم دی.

تر دې یوه ورځ وروسته د امریکا پوځ په عراق کې هم د ایران په یوه بل برید کې د خپل درېیم سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر ایران یې د نهم پړاو بریدونه د همدغو سرتېرو د وژل کېدو په غچ کې کړي‌ دي.