BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ او بن سلمان

    ژوندۍ پاڼه, اکسیوس: بن سلمان له ټرمپ غوښتي چې پر ایران پراخ برید ونه کړي

    اکسیوس د دوو امریکايي چارواکو او یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له ډونلډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د نویو احتمالي پراخو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او ترې غوښتي یې دي چې ترینګلتیا کمه کړي او له دغو بریدونو ډډه وکړي. وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د امریکا او اسرائیل هر ډول برید یا په هغه کې د سیمې د هېوادونو ګډون به د تهران له "پرېکنده ځواب" سره مخامخ شي.

  • د بدخشان یفتل کې لاریونوال

    د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او پولیسو ترمنځ کړکېچ؛ لږ تر لږه 'درې ملکي وګړي' وژل شوي

    راپورونه ښيي چې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې د ځايي خلکو او پولیسو ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. د بدخشان د روغتیايي سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون څو نور ټپیان دي. د طالبانو د حکومت د بدخشان د پولیسو ویاند دغه کسان "مغرض او فتنه‌ګر عناصر" بللي دي.

  • Afghanistan

    نړیوال بانک: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند ښه کېدو ته بسنه نه کوي

    د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي. د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي. خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

  • ۳۷ کلنه مژګان چې کابل کې یې د جراحۍ درې عملیاتونه ترسره کړي دي.

    افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"

    د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت‌موندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.

  • A thick, black cloud of smoke hovers above a yellow building. Fire trucks are parked in front

    د اوکرایین چارواکي: د روسیې بریدونو کیېف کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي

    د اوکرایین سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي، چې د روسیې د بالستیک توغندیو بریدونو د اوکرایین پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. د دې هېواد د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې ورځې سهار په برید کې ۲۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نورستان
  • بدخشان
  • سېلابونه
  • کشمير
  • چاودنه
  • مار
  • Akram
  • فلسطین
  • بقايي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي