هسپانیا ته په یوه ورځ کې له مراکشه د ۶۰ زره کډوالو ورتګ؛ لومړي وزیر یې پړه د انساني قاچاقبرو پر ډلو واچوله

اروپايي کمېسیون وايي، هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، باید د اروپایي قوانینو له مخې ژر بېرته مراکش ته ستانه کړل شي.

د عکس سرچینه، Europa Press via Getty Images

د عکس تشریح، اروپايي کمېسیون وايي، هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، باید د اروپایي قوانینو له مخې ژر بېرته مراکش ته ستانه کړل شي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د هسپانیې لومړي وزیر پيدرو سانچېز له هغه وروسته، چې شاوخوا ۶۰ زره کډوال د مراکش له لارې د سیوټا په نوم د هسپانیې شمالي افریقايي سیمې ته واوښتل، د انسان قاچاق کوونکو ډلې پړې بللې دي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې بهیر کې لږ تر لږه ۵۷ کسان وژل شوي دي.

پيدرو سانچېز دغه پېښه ''د هسپانیې له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه'' وبلله. ایټالیا هم په غبرګون کې له هسپانیې سره د اروپایي ټولنې د شینګن د ازاد تګ راتګ ترتیبات ځنډولي دي.

د کډوالي دا څپه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د هسپانیې سترې محکمې پرېکړه وکړه، هغه کډوال چې سیوټا یا مېلیلا ته د رسېدو په هڅه کې په سمندر کې درول کېږي، نه شي کېدای پرته له قانوني پروسې سملاسي بېرته مراکش ته واستول شي.

د هسپانیې چارواکو ویلي، د جمعې ورځې تر ماښامه پورې له ۴۸ زرو ډېر کسان په خپله خوښه بېرته مراکش ته ستانه شوي دي.

د هسپانیې تر واک لاندې سیوټا نیمه خپلواکه سیمې ته په یوه ورځ د نږدې ۶۰ زره مراکشي کډوالو ورتګ سره هممهاله هسپانیې په دغې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او د ګډوډۍ کابو کولو په موخه یې دغې سیمې ته اضافي ځواکونه لېږلي دي.

ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې سیوټا ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې سیوټا ته رسېدلي
ګڼ شمېر ځوان کسان ولیدل شول، چې د لامبو یا وچې له لارې له پولې تېر شول.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، ګڼ شمېر ځوان کسان ولیدل شول، چې د لامبو یا وچې له لارې له پولې تېر شول.

د جمعې پر ورځ د هسپانیې لومړي وزیر پېدرو سانچېز سپتا ته لاړ او ټينګار یې وکړ چې د مراکش او نړیوالو شریکانو سره په ګډه د حالت عادي کولو لپاره کار کوي.

د پنجشنبې په ورځ خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې زرګونه کسان لیدل کېږي چې د ځمکې او یا د لامبو له لارې ښار ته داخلېږي، دا نه ده روښانه چې د مراکش پوله ساتو ځواکونو هغه مهال څه کول او دا چې ولې د کډوالو د اوښتو مخه نه ده نېول شوې.

مراکش، چې د بېکارۍ له لوړې کچې سره مخ دی، تېر کال پکې ځوانانو د حکومت ضد څو اعتراضونه وکړل. دغو ځوانانو د لا زیاتو کاري فرصتونو، غوره اقتصادي شرایطو او د عامه خدمتونو د ښه والي غوښتنه کوله.

د هسپانیې دغه اعلان وار له مخه امریکا او اروپا کې سخت غبرګونونه پارولي وو.

په یوه ورځ د کډوالۍ داسې کمسارې شمېر ته په غبرګون د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن ډېر لین ویلي چې له سپتا څخه خپرېدونکي انځورونه"د منلو وړ نه دي".

نوموړې د جمعې پر ورځ ټينګار وکړ چې "هیڅوک نه شي کولی د قوانینو له مراعتولو پرته د اروپا خاورې ته داخل شي.

اروپايي کمېسیون دغه راز ویلي هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، باید د اروپایي قوانینو له مخې ژر بېرته مراکش ته ستانه کړل شي.

هسپانوي چارواکو بیا ویلي ۲۵ زره کډوال یې بېرته ستانه کړي دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د سپتا حالت "ټکان ورکوونکی" بللي او په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکلي چې دا ډول "غیر کنټرول شوې کډوالي" د اروپا د امنیت لپاره یو ګواښ دی.

میلوني او د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایټالیا به له هسپانیې سره د شینګن سیمې د ازاد تګ راتګ تړون د ځنډولو امکان هم وڅېړي.

هسپانیې د هغه څرګندونې نا مناسبې بللې او په مادرید کې یې د ایټالیا سفیر احضار کړی دی.

د مراکش او اسپانیا تر منځ د پولې سیمه کې د شپې مهال زرګونه کسان راټول شوي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

هسپانیا حکومت سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استولي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هسپانیا حکومت اوس د پولې سیمې ته اضافي دفاعي ځواکونه استولي.

دغې پراخې کډوالۍ ته غبرګونونه له دې کبله هم جدي او جلا دي چې په وروستیو کې د ځینو سیاستونو پر سر د امریکا او هسپانیې دریځونه مختلف و.

سپتا د مراکش په شمالي ساحل کې د جبل الطارق تنګي ته نږدې د هسپانیې یوه کوچنۍ نیمه خپلواکه سیمه ده.

دا سیمه له جغرافیوي اړخه په افریقا کې پرته ده، خو له سیاسي او اداري پلوه د هسپانیې د بهرنیو پولو څخه بلل کېږي.

دا له لسیزو راهیسې اروپا ته د کډوالو یو مهم مسیر دی خو په یوه ورځ له کوم مقاومت پرته له پولې د دومره کډوالو اوښتو ګڼې پوښتنې او اندیښنې ولاړې کړي دي.