BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • Afghanistan

    نړیوال بانک: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند ښه کېدو ته بسنه نه کوي

    د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي. د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي. خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

  • ۳۷ کلنه مژګان چې کابل کې یې د جراحۍ درې عملیاتونه ترسره کړي دي.

    افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"

    د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت‌موندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.

  • A thick, black cloud of smoke hovers above a yellow building. Fire trucks are parked in front

    د اوکرایین چارواکي: د روسیې بریدونو کیېف کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي

    د اوکرایین سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي، چې د روسیې د بالستیک توغندیو بریدونو د اوکرایین پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. د دې هېواد د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې ورځې سهار په برید کې ۲۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

  • چورلکه

    ژوندۍ پاڼه, عراقچي: ایران د پرېکنده ځواب ورکولو لپاره چمتو دی؛ امریکا خپلو وګړو ته له منځني ختیځه د وتلو خبرداری ورکړ

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د امریکا او اسرائیل هر ډول برید، یا په هغه کې د سیمې د هېوادونو هر ډول ګډون، به د تهران له "پرېکنده ځواب" سره مخامخ شي. په ورته وخت کې، د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا سفارتونو خپلو اتباعو ته د سیمه‌ییزو نښتو د ناڅاپي پراخېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې د اړتیا په صورت کې د سیمې پرېښودو لپاره چمتووالی ولري.

  • حماس

    اسرائیلی چارواکی: تر هغې به پوځ نه وباسو چې حماس په رښتینې توګه بې وسلې نه شي

    د حماس له هغې موافقې وروسته چې د بې وسلې کېدو لپاره یې چمتووالی ښودلی، یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي د لومړي رسمي غبرګون په توګه ویلي: ''د غزې تړانګې په اړه د نن سهار د بېلابېلو راپورونو او د دیپلوماتیکو پرمختګونو په تړاو، اسرائیل یو ځل بیا ټینګار کوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای ډي ایف' به له اوسنۍ 'ژېړې کرښې' څخه تر هغې شا ته نه شي، چې حماس په رښتینې او بشپړه توګه بې وسلې نه شي.''

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • سېلابونه
  • کشمير
  • چاودنه
  • مار
  • Akram
  • فلسطین
  • بقايي
  • سیاټل
  • Rhiya Ahir

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي