BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
نړیوال بانک: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند ښه کېدو ته بسنه نه کوي
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي. د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي. خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
د اوکرایین چارواکي: د روسیې بریدونو کیېف کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي
د اوکرایین سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د روسیې د بالستیک توغندیو بریدونو د اوکرایین پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. د دې هېواد د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې ورځې سهار په برید کې ۲۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
ژوندۍ پاڼه, عراقچي: ایران د پرېکنده ځواب ورکولو لپاره چمتو دی؛ امریکا خپلو وګړو ته له منځني ختیځه د وتلو خبرداری ورکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د امریکا او اسرائیل هر ډول برید، یا په هغه کې د سیمې د هېوادونو هر ډول ګډون، به د تهران له "پرېکنده ځواب" سره مخامخ شي. په ورته وخت کې، د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا سفارتونو خپلو اتباعو ته د سیمهییزو نښتو د ناڅاپي پراخېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې د اړتیا په صورت کې د سیمې پرېښودو لپاره چمتووالی ولري.
اسرائیلی چارواکی: تر هغې به پوځ نه وباسو چې حماس په رښتینې توګه بې وسلې نه شي
د حماس له هغې موافقې وروسته چې د بې وسلې کېدو لپاره یې چمتووالی ښودلی، یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي د لومړي رسمي غبرګون په توګه ویلي: ''د غزې تړانګې په اړه د نن سهار د بېلابېلو راپورونو او د دیپلوماتیکو پرمختګونو په تړاو، اسرائیل یو ځل بیا ټینګار کوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای ډي ایف' به له اوسنۍ 'ژېړې کرښې' څخه تر هغې شا ته نه شي، چې حماس په رښتینې او بشپړه توګه بې وسلې نه شي.''
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي
د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بيبيسي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.
څنګه خپل هډوکي کلک وساتئ؟ هغه خواړه چې ورته ګټه رسوي
د ډېرو خلکو له انګېرونو هاخوا، زموږ هډوکي د عمر لومړیو کې لا کمېدل پیلوي خو په ځانګړو مغذي توکو بډایه خوراکي رژیم ته پاملرنه کولای شي د انسان د هډوکو د پیاوړتیا په ساتنه کې مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي.
بې پولې ډاکټران: پاکستان کې افغان ناروغان د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستل کېدو له وېرې ډاکټرانو او روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي، یا هم خپله درملنه ځنډوي. د دغه سازمان په وینا، دې وضعیت د هغوی پر روغتیا جدي منفي اغېزې کړې دي. دغه سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او هغو کسانو ته چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د خوندیتوب مناسب تدابیر برابر کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































