BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د افغان ښځينه لوبډلې درو لوبغاړو یوه بله په غېږ کې سره نېولې دي.

    فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه

    د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه. له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي. فیفا دا یو "تاریخي او بې‌ساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".

  • د یوه روغتون کوټه چې تر برید وروسته ویجاړی پکې ښکاري. د کړکیو ښېښې او المارۍ ماتې دي، چپرکټ ته لا هم یو سیروم راځوړند دی او په کوټه کې ګڼ مات شوي توکي لیدل کېږي.

    ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان نښتو افغان روغتیايي مرکزونه او ښوونځي پراخ ډول زیانمن کړي

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا (اوچا) وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې ډېر زیان افغانستان کې ملکي بنسټونو په ځانګړې توګه کلینیکونه او ښوونځیو ته اوښتی او شاوخوا ۱۶۰زره کسان د خوراکي توکو له کمي سره مخامخ دي. د دې شخړې په اړه د اوچا په تازه ارزونه کې د مرستو رسولو پر وړاندې امنیتي اندېښتو ته هم اشاره شوې او زیاتوي چې د ناکراریو له امله زرګونه زدکوونکي له زدکړې بې برخې شوي دی. اوچا دا څرګندونې په یوه تازه ارزونه کې نن چهارشنبه (غويی ۹/اپرېل ۲۹) کړې دي او په اړه یې جزیات پرخپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي.

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: پاچا چارلز هم مني چې ایران باید اټومي‌ وسلې ترلاسه نه کړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي،‌ د برېتانیا پاچا چارلز درېیم هم په دې کې ورسره همغږۍ دی چې ایران باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرې نښودل شي. هغه دا څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د برېتانیا پاچا او ملکې ته په یوه نیول شوې غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي. په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د برخلیک او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي، د اسیا د تیلو بازارونو کې د چهارشنبې په ورځ بيې لوړې شوې دي. د یو بېلر خامو تېلو بيه له ۱۱۱ ډالرو پورته ختلې ده.

  • کابلوف او متقي ناست دي

    د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.

  • A man wearing a long, white dishdasha walks past stacks of bright green barrels bearing "ENOC" branding,

    له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟

    د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.

لنډې ویډیوګانې

  • trump
  • gaza
  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس
  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • Afghanistan

    "افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"

    د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زد‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

  • ۵۲ کاله وړاندې د داود خان نظام د یوې پوځي کودتا له لارې ړنګ کړی شو

    د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

    د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.

  • محمد علي كلاي يرتدي حزام بطولة العالم

    څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟

    خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.

  • ټرمپ او ملانیا په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

    ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

    د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي