فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه

د افغان ښځينه لوبډلې درو لوبغاړو یوه بله په غېږ کې سره نېولې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیفا دا یو "تاریخي او بې‌ساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه.

له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو رسمي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

فیفا دا یو "تاریخي او بې‌ساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".

فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون زیاتوي چې نن یې په خپلو "مقراراتو کې یو مهم بدلون تصویب کړ" چې په وینا یې، له مخې به یې د دغه فدراسیون له ملاتړه برخمنې د "افغان مېرمنو متحدې لوبډلې غړې د اړوند سیمه‌ييز کنفدراسیون سره په هوکړه د فیفا په رسمي نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب" وکړای شي.

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Instagram پای

د فوټبال دغه نړیوال بنسټ وايي چې دا پرېکړه یې د دغو افغان مېرمنو له خبرو اورېدو ورورسته د یوې داسې "مسؤلې ادارې" په توګه کړې چې غواړي "اصول په عمل" بدل کړي او د "هرې نجلۍ او مېرمنې د فوټبال لوبې کولو او د هغوی د استازيتوب کولو حق خوندي کړي".

"د مقاومت سمبول لوبډله"

په کوټه کې ځينې چارواکي‌ ناست دي چې پر میز یې دوسیې او د اوبو بوتلونه ایښي، دوی پر دیوال لګېدلي سکرین ته ګوري چې د افغان ښځينه لوبډلې غړې پکې انلاین برېښي.

د عکس سرچینه، FIFA

د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې بنسټګره او پخوانۍ مشره خالده پوپل وايي چې دا لوبډله به اوس د هغو نجونو او ښځو لپاره د "مقاومت سمبول وي چې په هېواد کې دننه له ستونزو سره مخ دي".

اغلې پوپل رویټرز خبري‌ اژانس ته په دې اړه په خبرو کې وویل، "زموږ لوبډله تل د یوې مبارزه کوونکې لوبډلې په توګه پېژندل شوې" او په وینا یې، "د فیفا په ښه ملاتړ او له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره به اوس موږ خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړای شو او له دې سره به د [افغان کډوالو ترمنځ] نوي استعدادونه هم وده وکړي".

هغې همداراز وویل، "دا لوبډله به د زغم/مقاومت یو سبمول وي. زه منم چې په افغانستان کې به ډېرې نجونې/ښځې د دې لوبډلې د برخه کېدو ارمان کوي خو ستونزې به یې مخه نیسي. که موږ د هغوی د غږ اوچتولو او د هیله‌بښونکو پیغامونو په ورسولو سره ښودلی شو چې تاسې د چا هېرې نه یئ،‌ نو له خپل دغه دریځه به کار اخیستل روان وساتو".

"هېڅ حکومت باید ښځې له عام ژونده څنډې ته نه کړي"

د سپورټ او د حقونو اتحاد (اېس‌ار‌اې) اجرائيه مشرې اېنډریا فلورېنس ویلي چې دا پرېکړه یوازې تر فوټبال او ورزشه محدوده نه ده بلکې په وینا یې، دا "ټولو غړو بنسټونو ته د جنسيتي برابري او د بشري حقونو پر وړاندې د خپلې دندې د ترسره کولو" سپارښتنه کوي او دا پیغام رسوي چې "هېڅ حکومت باید دا واک و نه لري چې ښځې له عامه ژونده څنډې ته کړي".

خالده پوپل له یوې چارواکې سره یو ځای ناسته ده.

د عکس سرچینه، FIFA

د عکس تشریح، خالدې پوپل (له چپۍ ښۍ خوا ته لومړۍ ښځه) ویلي، "موږ غواړو یوه ښه سیالي کوونکې لوبډله و اوسو او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړو".

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نږدې ټولې ښځينه لوبغاړې یا پر کور کېنول شوې، یا له لوبو منع شوې او یا هم له هېواده ووتلې.

د فوټبال ښځينه لوبډلې ګڼو غړو هم افغانستان پرېښود چې ډېرې یې اوس په اسټرالیا کې دي او هلته یې په جلاوطنۍ کې د ‏"افغان ښځو متحده لوبډله"' جوړه کړې ده.

له هماغه راهیسې دې جلاوطنې لوبډلې هېڅ کومه رسمي نړیواله لوبه نه ده کړې. ځکه چې په هېواد کې دننه که پر دوی د طالبانو حکومت بندیز و نو له وطنه بهر د فوټبال نړیوال فدراسیون دې لوبډلې ته دا رسمیت نه و ورکړی چې د افغانستان په استازیتوب دې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

خو اوس فیفا دا خنډ له منځه یوړو.

خالدې پوپل ویلي، "موږ غواړو یوه ښه سیالي کوونکې لوبډله و اوسو او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړو".

د یادولو ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون له افغانستانه بهر جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ته د تېر ۲۰۲۵ کال په مې کې د جوړېدو اجازه ورکړه خو هغه مهال دوی له هېواده بهر یوازې په دوستانه او د فیفا تر څار لاندې لوبو کې ګډون او لوبیز سفرونه کولای شول. فیفا ویلي وو چې په ازمایښتي سیالیو کې تر ګډون یو کال وروسته به د لوبډلې وړتیا ته په کتو د هغې د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

اوس د دې لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنیز بهیر روان دی او فیفا ورته په انګلېنډ او اسټرالیا کې سيمه‌ييز ټاکنیز کمپونه جوړ کړي دي. تمه ده چې د افغان ښځو دا لوبډله به په راروانه جون میاشت کې سیالیو ته ورستنه شي خو د سیالانو او د لوبو د ځایونو په اړه معلومات لا نه دي ورکړل شوي.

که څه هم دغه افغان لوبډله به په برازیل کې د ۲۰۲۷ کال د ښځو نړیوال جام ته لار و نشي کړای خو په همدغه کال د لاس انجلېس اولمپيک لوبو د غوراوي سیالیو کې برخه اخیستلی شي.