ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟
امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي.
څېړونکي وايي، دغه وسیله د میلیونونو روغو کسانو د مخونو او د سرطان د ناروغانو د ۳۵ زرو عکسونو په مرسته روزل شوې ده. د دوی په وینا، دا وسیله د سترګو شاوخوا د مخ ځانګړتیاوې په دقیقه توګه څېړي او د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو اټکل کوي.
که څه هم دا ټکنالوژي لا تر اوسه په روغتونونو کې د کارولو لپاره چمتو نه ده، خو څېړونکي وايي، موخه یې دا ده چې له ډاکټرانو سره مرسته وکړي چې ناروغانو ته د مناسبې درملنې سپارښتنه وکړي.
د دې څېړنې لومړنۍ موندنې په Lancet Digital Health علمي مجله کې خپرې شوې دي.
سترګې مهمې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د FaceSurvival په نوم د مصنوعي ځیرکتیا وسیله ښيي چې د سترګو لاندې او د پوزې د پله شاوخوا برخې د مخ تر ټولو مهمې سیمې دي، چې د ناروغ د احتمالي عمر یا د ژوندي پاتې کېدو د مودې په اټکل کې مرسته کولای شي.
دا ارزونې د سرطان پر بېلابېلو ډولونو او د ناروغۍ پر بېلابېلو شدتونو تطبیق شوې دي؛ په دې کې هغه سرطانونه هم دي چې د ناروغانو هډوکو یا مغز ته خپاره شوي وو.
د سرطان ډېری ناروغان چې عکسونه یې د څېړنې لپاره کارول شوي، د امریکا او هالنډ اوسېدونکي وو او عمرونه یې د ۵۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ وو. خو په دوی کې ځینې ماشومان او ځینې داسې کسان هم وو چې عمرونه یې له ۹۰ کلونو پورته وو.
ډاکټران لا له وړاندې ناروغان معاینه کوي او د هغوی د روغتیايي وضعیت او د ناروغۍ د احتمالي راتلونکي حالت د معلومولو لپاره بېلابېلې بشپړې معاینې او ازموینې کوي.
د مصنوعي ځیرکتیا دا وسیله، چې د امتیاز یا پېټنټ غوښتنلیک یې تر څېړنې لاندې دی، د دې لپاره جوړه شوې چې له ډاکټرانو سره په دې کار کې مرسته وکړي، نه دا چې د هغوی ځای ونیسي.
د څېړنې مشر ډاکټر رېمونډ مک، چې د بوسټن د Mass General Brigham روغتیايي مرکز څېړونکی دی، وویل:
"لکه څنګه چې د خلکو د عمر منځنۍ کچه لوړېږي، ډاکټران داسې غوره لارو ته اړتیا لري چې د سختو درملنو، لکه د وړانګو په مټ درملنې، جراحۍ یا د ټول بدن پر سیستم اغېز کوونکو درملنو له سپارښتنې مخکې د ناروغ د فزیکي وړتیا او کمزورۍ کچه وارزوي.
"زموږ موخه دا ده چې د مخ د عکسونو پر بنسټ روغتیايي ارزونه لا دقیقه، ثابته او په پراخه کچه د کارولو وړ کړو، چې د ناروغانو د ځانګړو اړتیاوو له مخې د درملنې په پرېکړو کې مرسته وکړي، نه دا چې د ډاکټرانو قضاوت بدل کړي."
ځوان ښکاره کېدل؟

د عکس سرچینه، Mass General Brigham/Lancet Digital Health
ډاکټر مک او د هغه همکاران د مصنوعي ځیرکتیا یوه بله وسیله هم ارزوي، چې د انسان بیولوژیکي عمر اټکلوي؛ یعنې یو کس څومره زوړ ښکاري، نه دا چې د زېږون له نېټې سره سم یې عمر څو کاله دی.
د FaceAge په نوم دا وسیله ښيي چې د پوزې لاندې او د خولې شاوخوا پوستکی، چې د خولې او پوزې ترمنځ ژورې کرښې او د خولې د کونجونو لاندې کرښې پکې شاملې دي، همدارنګه د تندي ګونځې، د سترګو د کونجونو شاوخوا کرښې او د مخ اننګي د انسان د زړېدو د چټکتیا د معلومولو لپاره ښه نښې کېدای شي.
ځینې د ژوند عادتونه د زړېدو بهیر چټکولای شي، لکه د الکولو ډېر استعمال، د نشهیي توکو کارول او سګرټ څکول.
ډاکټر مک وايي، د مخ د عکسونو د اخیستلو د زاویې، رڼا، د مخ د څرګندونو او سینګار له توپیرونو سره سره، دې وسیلې په عادي او واقعي عکسونو کې "د حیرانتیا وړ یو شان پایلې" وړاندې کړې دي.
هغه زیاتوي: "دا وسیله د پلاستیکي جراحۍ په ډېری ازمویل شویو عملیاتو کې هم ثابته پاتې شوې، خو د پوزې له جراحۍ وروسته پکې لږ بدلون لیدل شوی دی."
خو څېړونکي ټینګار کوي چې د دې وسیلو د اغېزمنتیا د معلومولو لپاره ډېرو نورو معلوماتو او د مخونو عکسونو ته اړتیا ده، په ځانګړي ډول د بېلابېلو توکمیزو ډلو د خلکو عکسونو ته. دا وسیلې لا هم د پراختیا په پړاو کې دي.
څېړنیزه ډله له عامو خلکو غواړي چې په دې څېړنه کې ګډون وکړي. خلک کولای شي خپل د مخ عکس د څېړنې په وېبپاڼه کې پورته کړي او د خپل بیولوژیکي عمر شخصي اټکل ترلاسه کړي.
پروفیسور میروسلاو بوبر، چې په بریتانیا کې د سري پوهنتون د ویډیو پروسس او ماشیني زدهکړې متخصص دی، وايي دا ادعا چې دغه وسیله د وخت په تېرېدو سره د زړېدو یا د ژوند د عادتونو د بدلون څارنه کولای شي، "له وخته مخکې" ده.
هغه وویل: "دا د یوې هیلهبښونکې مفکورې لومړنی ثبوت دی، خو لا تر اوسه په کلینیکي برخه کې د کارولو لپاره چمتو نه ده."
نوموړي زیاته کړه: "دا وسیله لا هم باید د ډاکټرانو له ارزونو سره پرتله او په بېلابېلو روغتونونو او د ناروغانو پر مختلفو ډلو وازمویل شي."
هغه خبرداری ورکړ: "د یوې پایلې وړاندوینه کول له دې سره توپیر لري چې د هغې پایلې لاملونه تشریح شي."





















