ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان نښتو افغان روغتیايي مرکزونه او ښوونځي پراخ ډول زیانمن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بيبيسي، کابل
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا (اوچا) وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې ډېر زیان ملکي بنسټونو په ځانګړې توګه روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو ته اوښتی او شاوخوا ۱۶۰زره کسان د خوراکي توکو له کمي سره مخامخ دي.
د دې شخړې په اړه د (اوچا) په تازه ارزونه کې د مرستو رسولو پر وړاندې امنیتي اندېښتو ته هم اشاره شوې او زیاتوي چې د ناکراریو له امله زرګونه زدکوونکي له زدکړې بې برخې شوي دي.
دغه ادارې دا څرګندونې په یوه تازه ارزونه کې نن چهارشنبه (غويی ۹/اپرېل ۲۹) کړې دي او په اړه یې جزیات پرخپله اېکسپاڼه خپاره کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اوچا په دې تازه ارزونه کې ویلي چې د تېرو څو اونیو نښتو او جګړو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، یا یې فعالیت ځنډول شوی او یا محدود شمېر کسانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د دې ادارې په وینا، له دې سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې نږدې ۸۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات اغېزمن شوي دي.
"د زرګونه زدکوونکو زده کړې اغېزمنې او سلګونه زره خلک بېځایه شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
اوچا وايي، د روانې شخړې له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کونړ او ننګرهار کې لسګونه ښوونځي زیانمن شوي او څه د پاسه ۱۳ زره زدکوونکي د ناامنۍ له امله ښوونځیو ته نه شي تللی؛ دغه راز زرګونه نور د زدکړې لپاره لنډمهالو ځایونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي چې په تېرو درې میاشتو کې د نښتو او جګړو له امله په کونړ، خوست، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې څه د پاسه سل زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
په دې ارزونه کې امنیتي اندېښتو ته هم اشاره شوې چې د مرستو رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی. اوچا وايي چې د کونړ ناړۍ او سرکاڼو او د ننګرهار ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو ته د امنیتي اندېښنو له امله د مرستو رسولو بهیر محدود شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې له شخړې په زیانمنو سیمو کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان په مخ په زیاتېدونکي ډول د خوراکي توکو له کمي او شاوخوا ۵۰ زره نور د جنیست پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.
که څه هم پر کونړ د پاکستان له لوري د تېرې دوشنبې پر ورځ له پراخ هوايي او توغندیز برید وروسته د مخامخ نښتو رپوټونونه نه دي ورکړل شوي خو لاهم ډیورنډ کرښې ته څېرمه اوسېدونکي په اندېښنه کې پايي.
د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ولسي مېشت ځایونو د پاکستاني ځواکونو د توغندیو له امله د سیمې ډېرو خلکو کورونه پریښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
پرون په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم کونړ ولایت ته تللی و او ټینګار یې وکړ چې د شویو تېریو "غچ" به اخلي.
د پاکستان له لوري بیا د امنیتي سرچینو په حواله په رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې پاکستاني ځواکونو چمن ته نږدې د طالبانو حکومت اړوند څو امنیتي پوستې ویجاړې کړي دي. افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.






















