د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟

د عکس سرچینه، د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف سره په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویناپاڼه کې د تېر په څېر له روسیې سره د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا د خبرو او بحث یادونه کړې ده. ویناپاڼه کاږي امیر خان متقي " د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دوه اړخیز تعاملاتدې نور پراخ شي. نوموړي د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ."
دې اعلامیه کې د سیمې د ټیکاو په تړاو هم یادونه شوې او ویلي یې دي "د سیمې د وضعیت په تړاو، دواړو لورو د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړل او د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا یې خبرې وکړې."
ښاغلي کابلوف افغانستان ته له سفر یوه ورځ وړاندې مسکو کې د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن سره لیدنه درلوده. څه چې دغه لیدنه کې پرې بحث شوی و، له پاکستان سره د افغانستان د وروستي کړکېچ د پراخېدو اندېښنې ښودل شوې وې. مسکو کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي په یوه ویناپاڼه کې ویلي وو"کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. هغه زیاته کړه چې روسیه چمتو ده چې د اړتیا په صورت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي."

د عکس سرچینه، د بهرنیو چارو وزارت
ټیک دې ته په ورته ټکو له بریتانوي استازي ریچارډ لنډزي سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د ناستې یادونه شوې. د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي" ښاغلي لينډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم له لورې په بریدونو کې د افغانانو د شهادتونو په اړه خپله غمرازي وښوده همداراز یې د سیمې او نړۍ اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په هکله خپل نظر شریک کړ، او ویې ويل چې د بريتانيا حکومت او ولس ژمن دي افغانستان او افغان ولس سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي."
داسې رپوټونه هم دي چې ښايي د بریتانیا ځانګړی استازی افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مسله هم خبرې کړي وي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود دا تېره اوونۍ ویلي وو، هېواد یې د طالبانو حکومت سره د ناقانونه پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره غور کوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې په دې تړاو ډېر معلومات په ډاګه نه کړل.
کتونکي انګېري، افغانستان په سیمه کې د مهم او ستراتيژیک جغرافیوي ارزښت له پلوه د روسیې او لوېدیځې نړۍ لپاره تل د پام وړ دی، په ځانګړې ډول اوس مهال چې د ایران کړکېچ د سیمې حالت لړزانه کړي او د ټیکاو لپاره له بېلابېلو لارو هڅې کېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې د نه پراخېدو لپاره د طالبانو حکومت بیا دا ډول سفرونه ځکه مهم ګڼي چې په بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې اسناد وروسپاري او هغه استازولي چې د دوی حکومت یې پر نړیوال دریځ نه لري کابل ته دا ډول سفرونه یو داسې فرصت ګڼي چې له لارې یې خپل پیغام ولېږدوي.



















