"ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې زموږ په سیمه کې جګړې د اروپا کمزورې کولو پیل کړې، او که دا رجحان له سوله ییز چلند سره حل نه شي، د جګړې د دورې له امله رامنځته شوی زیان به خورا ډېر وي".
پرون ولسمشر ټرمپ ایران سره اوربند غځول اعلان کړل. هغه د دې کار هدف دهغه پر ټکو د ایران رژیم ته د یو شریک وړاندیز لپاره نور وخت ورکول دي.
روان اوربند نن چهارشنبه ماښام پای ته رسېدونکی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه د ځينو وروستیو خبرونو لنډيز
تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د پاکستان په غوښتنه اوربند غځوي خو د ایران د بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي. ده ادعا وکړه چې ګواکې دا کار د ایران په حکومت کې دننه د رامنځته شوې "سختې بېثباتۍ" له امله کوي. خو ایراني چارواکي بیا ادعا کوي چې ټرمپ له دغه کار سره غواړي چې پر ایران د "ناڅاپي برید" کولو لپاره "ځان ته وخت سپما کړي".
په اسلام اباد کې د بيبيسي خبریالان وايي چېپه پاکستان کې د ایران او امریکا د سولې خبرو ته هیلې په کمېدو دي. دوی وايي چې که څه هم په پلازمېنه اسلام اباد کې لا هم دې ته چمتوالی روان دی او ځينې لارې اوس هم تړلې دي خو په وینا یې، داسې برېښي چې د ډونلډ ټرمپ د اوربند غځولو او د کلابندۍ د دوام اعلان ته له تهرانه د ښکارېدونکي غبرګون نښې مثبتې نه دي.
بلخوا نن ځینو ایرانیو رسنیو خبر ورکړ چې سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي ته څېرمه درې بار وړونکې کښتۍ په نښه کړې دي او دوه یې "د پلټنو لپاره" د ایران سمندرغاړو ته لېږدولې دي. په دوی کې یوه د یونان او بله کښتي د متحده عرب اماراتو شرکتونو هم وه.
بل لور ته د ایران قضایه قوې خبر ورکړ چې د مهدي فرید په نوم یو کس "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور نن سهار په دغه هېواد کې اعدام کړای شو. دې ادارې تور پورې کړی چې ګواکې دغه کس "موساد [د اسرائيل استخباراتي ادارې] ته د هېواد [ایران] حساس معلومات ورکول". د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو په ایران کې په ځانګړي ډول له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې وروسته، د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې هېواد یې د اوربند په اړه د پاکستان د غوښتنو د ځوابولو لپاره "په سیاسي صحنه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري". د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پر ټېلیګرام په یوه خبر کې د ښاغليبقايي له خولې ویلي چې ایران به د خپلو "ګټو او د ملي امنیت ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې هېواد یې د اوربند په اړه د پاکستان د غوښتنو د ځوابولو لپاره "په سیاسي صحنه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري".
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پر ټېلیګرام په یوه خبر کې د ښاغليبقايي له خولې ویلي چې ایران به د خپلو "ګټو او د ملي امنیت ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي".
تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د پاکستان په غوښتنه اوربند غځوي او ادعا یې وکړه چې ګواکې دا کار د ایران په حکومت کې دننه د رامنځته شوې "سختې بېثباتۍ" له امله کوي.
خو ایراني چارواکي بیا ادعا کوي چې ټرمپ له دغه کار سره غواړي چې پر ایران د "ناڅاپي برید" کولو لپاره "ځان ته وخت سپما کړي".
دا چې له امریکا سره به مذاکرات روان وساتي او که نه، په اړه یې ښاغلي بقايي وویل، "د خپلو ملي ګټو او د امنیت ډاډمنولو لپاره ډېپلوماسي یوه وسیله ده او که وپوهېدو چې اوس د دې وسیلې د کارولو لپاره اړین او منطقي شرايط برابر شوي دي نو اقدام به وکړو".
وروستی, ایرانۍ رسنۍ: سپاه پاسداران ځواکونو په هرمز تنګي کې ۳ کښتۍ ویشتې او ۲ نیولې دي
بيبيسي فارسي د ایران د ملي امنیت شورا اړوند رسنۍ (نورنیوز) له قوله ویلي چې د سپاه پاسداران ځواکونو په هرمز تنګي کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه کړي او درې واړه اوس د ایران سمندرغاړې ته لېږدول شوې دي.
لومړی برید:
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (یوکېاېمټياو) ویلي چې هرمز تنګي ته څېرمه د عمان د شمال ختیځ په شاوخوا ۱۵ سمندري میله واټن کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو "وسلهوالې" کښتۍ پر یوې کانټېنر وړونکې کښتۍ ډزې وکړې. د (ايپامنونډاس) په نوم دا کښتي د یوه یوناني شرکت اړوند بلل شوې ده او ویل شوي چې په دغه برید کې د "کښتۍ د قوماندې برخې ته سخت زیان اوښتی دی".
دویم برید:
د (یوکېاېمټياو) او د سمندري استخباراتو شرکت (وانګارډ) مرکزونو د معلوماتو له مخې، دویم برید د پاناما بیرغ لرونکې (یوفوریا) نومې کښتۍ باندې شوی چې د متحده عربي اماراتو د یوه شرکت اړوند ده. دا بار وړونکې کښتۍ د ایران د لوېديځ سمندري اوبوکې شاوخوا اته میله اوږدو کې ویشتل شوې ده. ویل کېږي چې د کښتۍ عمله خوندي ده او کښتۍ هم کوم زیان نه دی اوښتی.
ټرمپ زياته کړې، "دوی يوازې وايي
چې غواړي دا وتړل شي، ځکه چې ما دا په بشپړه توګه کلابند
او تړلی دی."
د امریکا
ولسمشر دا ادعا هم کړې چې څلور
ورځې وړاندې ورته ویل شوي وو، ایران غواړي
د هرمز تنګی سملاسي پرانیزي،
خو وايي که دا کار وکړي، له ایران سره به هېڅ هوکړه ونشي.
د ملګرو ملتونو مشر د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدو هرکلی وکړ
ټاکل شوې وه، د امریکا د
مذاکره کوونکې ډلې مشري به جې ډي ونس پر غاړه ولري.
وروستی, ټرمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي خو کلابندي به همغسې پر ځای وي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ
ټرمپ وايي د پاکستان په غوښتنه به امریکا له ایران سره اوربند وغځوي خو د ایراني
بندرونو کلابندي به دوام ولري.
نوموړي پر ټولنيزو رسنيو
يوه پوسټ کې ويلي، "د پاکستان فيلډ مارشال عاصم منير او لومړي وزير شهباز
شريف له موږ غوښتي چې تر هغه پر ایران بریدونه وځنډوو چې تر څو د هغوی مشران او
استازي يو ګډ وړانديز وړاندې کړي."
ایران لا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ويلي وو، کله چې کلابندي لرې کړل شي،
د خبرو اترو بل پړاو به په اسلام اباد کې پیل شي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير: تهران داسې اشارې ترلاسه کړې چې امریکا د هرمز تنګي د کلابندۍ لرې کولو ته چمتو ده
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایراواني په دې وروستیو د بي بي سي په ګډون څو
خبریالانو ته ويلي چې تهران داسې نښې نښانې ترلاسه کړې دي چې امریکا د کلابندۍ لرې
کولو لپاره چمتو ده.
نوموړي ويلي، کله چې کلابندي لرې کړل شي،
د خبرو اترو بل پړاو به په اسلام اباد کې پیل شي.
د بي بي سي خبريال ندا
توفيق ته یې د جې ډي
ونس د سفر 'ځنډېدو'
په اړه ویلي، هغه په دې اړه هېڅ
معلومات نلري او بيا يې ټینګار
کړی چې د ایران شرط دا دی چې امریکا د خبرو اترو له بیا
پیل کېدو
وړاندې د هرمز تنګي کلابندي لرې
کړي.
ده ويلي، که امریکا سیاسي حل غواړي، ایران د دې لپاره چمتو دی،
او که جګړه غواړي، ایران هم ورته اماده دی.
ټرمپ: ایران د خبرو لپاره د پلاوي 'له استولو پرته بل غوراوی نه لري'
د عکس سرچینه، Reuters
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ایران اسلام اباد ته د خبرو لپاره د پلاوي له استولو پرته ''بل غوراوی نه لري.''
له سي این بي سي خبري شبکې سره مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل باوري دی، چې امریکا به یو ''ستر جوړ جاړی'' ته ورسېږي.