ولې کله ناکله مخې ته پراته شیان نه شو موندلی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مېشل سپېیر
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
ښايي ګڼ شمېر خلک دا خبره ومني چې ډېری وخت یو کس ټینګار کوي یو ورک شوی شی یې هر ځای لټولی دی او نه یې دې موندلی، خو په ورته وخت کې بیا بل کس خونې ته ننوځي او یوازې په یو لنډ نظر هماغه شی ومومي.
بیا وايي: "دا خو دې مخې ته پروت دی."
دا په دې معنی ده چې د دغو دوو کسانو مغز د یوې موضوع په اړه په بېله طریقه کار کوي.
په ورځني ژوند کې د شیانو موندل زموږ په بصري یا د لید وړتیا پورې تړلي دي او په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ مغز په دې برخه کې ډېر ښه کار نه کوي.
کله ناکله ان که یو شی زموږ مخې ته هم پروت وي، مغز یې نشي موندلی. په بله معنی سربېره پر دې چې ړانده نه یوو خو هغه توکي نه وینو چې لټون یې کوو.
ځينې وخت په لومړي نظر د یو څه موندل اسان کار ښکاري. موږ لکه د پخلنځي پر مېز یا المارۍ له یوې زاویې هغه څه لټوو چې په لټه کې یې یوو. خو زموږ مغز نشي کولی په یوه وخت کې د یوې منظرې ټول شیان وارزوي. پر ځای یې د تمرکز پر وړتیا تکیه کوي.
ارواپوهان وايی زموږ پام د یوې رڼا په څېر دی چې زموږ د سترګو پر وړاندې منظره سکېن کوي. هر ځای چې دغه رڼا ولګېږي زموږ مغز د هماغه ځای معلومات په جزییاتو سره ارزوي. هغه شیان چې له دې رڼا بهر وي، ډېر یې نه ورته پام کېږي.
خو د دې ترشا هم یو دلیل شته چې ولې زموږ مغز تل د پام ساتلو یا تمرکز مرکز بدلوي. موږ د سترګو د شبکې د مرکزي برخې چې "فووا" (fovea) نومېږي له لارې ټر ټولو ښه لید کولی شو. خو دا یوازې د لید یوه کوچنۍ برخه پوښي.

د عکس سرچینه، Getty Images
زموږ سترګې د هرې منظرې د سمې څارنې لپاره باید په پرله پسې ډول وخوځېږي، چې د همدې کوچنۍ او لوړ وضاحت لرونکې برخې له لارې د چاپېریال بېلابېلې برخې وویني.
د سترګو دې خوځښتونو ته "سکېډز" (saccades) ویل کېږي، او دا بهیر تل روان وي. ان کله چې موږ فکر کوو یو شي ته ځیر یو، زموږ سترګې بیا هم په کراره له یوه ځایه بل ته خوځېږي.
دا سیستم تر ډېره په خورا ښه ډول کار کوي او له موږ سره مرسته کوي چې پېچلو منظرو کې د شته شیانو په اړه معلومات راټول کړو.
ناپامه ړوندتوب
د لید بهیر یوازې سترګو پورې محدود نه دی، بلکې دا هم مهمه ده چې زموږ مغز هماغه وخت د څه شي د موندلو په لټه کې دی. دې حالت ته "ناپامه ړوندتوب" ویل کېږي.
د دې ړوندتوب یوه غوره بېلګه هغه ویډیو ده چې په کې له ګډونوالو غوښتل شوي وو چې پر سکرین د باسکټبال لوبې پر مهال توپ اچونه وشمېري. همدې وخت کې بیا یو کس پر سکرین راښکاره شو چې د ګوریلا په څېر جامې یې اغوستې وې. لیدونکو کې نږدې نیمو یې دغه ګوریلا ډوله کس نه و لیدلی. که څه هم پر سکرین پټ نه و او سم راښکاره شوی و خو دا چې د دوی تمرکز د توپ اچونې پر شمېر ورټول و نو د ده شتون ته یې هېڅ پام نه شو.
بصري یا د لید معلومات له مغز ته رسېدو وروسته له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي. د دغو پړاوونو یوه برخه د مغز "ډورسل" نومېږي. هغه برخه چې معلومات ترې تېرېږي او ټاکي موږ هغه شېبه په کومو شیانو خپل تمرکز وساتو.
دا برخه له مغز سره مرسته کوي چې د شاوخوا شیانو ځای او موقعیت وټاکي. همدا سیستم د بصري لټون پر مهال زموږ تمرکز ته د سمې لارښوونې برخه کې ډېر مهم رول لري.
ایا د ښځو د لټون بڼه تر سړو بدله ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بصري لټون په څېړنو کې موندل شوې چې نارینه او ښځې په پېچلو منظرو کې د شیانو د موندلو په طریقو کې یو څه توپیرونه سره لري.
په ګډوډ یا بېنظمه چاپېریال کې د شیانو د موندلو په برخه کې په منځنۍ کچه ښځې له نارینهو یو څه ښې دي. خو نارینه بیا په عام ډول خپل ذهن کې د شیانو د درېبعدي انځور په جوړولو کې تر ښځو ښه دي.
د دې توپیرونو لاملونه لا هم د بحث وړ موضوع ګانې دي خو یوه مهم خبره دا ده چې موږ د یو شي د لټون پر مهال خپلې سترګې څه ډول خوځوو.
بصري لټون له یوه ټکي بل ته زموږ د نظر یا لید د لېږدولو په معنی دی. د سترګو د خوځښتونو په اړه څېړنې ښيي چې ځینې خلک کولی شي خپل نظر په ډېر منظم ډول له یوه ټکي بل ته ولېږدوي او په دې توګه یوه منظره په اغېزمن ډول له سترګو تېره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په منظم ډول ځیرکېدل یا سکن کول تاسو ته دا موکه درکوي چې هر ډول ګډوډ منظر په سم ډول له سترګو تېر کړئ او په دې توګه د وړو شیانو لکه کېلي یا د پخلنځي پر مېز د اېښودل شوې بیاتي د لیدلو امکانات زیاتېږي.
له بلې خوا، د سترګو پراخ او بېنظمه خوځښتونه دا امکان زیاتوي چې یو شی موجود وي خو مغز یې ونه ویني او نه یې هم خپله حافظه کې خوندي کړي.
دلته د جنسیت د ساده توپیر پر ځای، تجربه، له چاپېریال سره اشنايي او د تمرکز وړتیا ډېر مهم رول لوبوي.
په لنډ ډول، بصري لټون یوازې د یوه انځور د سکن کولو په څېر نه دی، دا د یوې وړاندوینې د الگورېتم له چلولو سره ورته والی لري. ستاسو مغز په پرله پسې ډول اټکل کوي چې کوم شی به چېرې وي او بیا هماغه ډول تمرکز کوي.
دا اټکلونه تر ډېره سم خو ځينې وخت ناسم هم وي ځکه ځینې وخت یو څه په داسې ځای کې اېښودل شوي وي چې مغز یې تصور هم نشي کولی.






















