د سترګو ورزش: یوګا د عینکو کارولو اړتیا کمولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
آیا تاسې هم د سترګو د دید د کمزورۍ له امله عینکې په سترګو کوئ او هیله لرئ، داسې ورځ راشي چې نور اړ نه شئ ویې کاروئ؟
موسیقي غږوونکې پل مک کارتني وروستیو کې (د ټایمز) مجلې سره خبرو کې ویلي، چې د عینکو له کارولو د خلاصون او د لید د لا نور کمزورې کېدو لپاره یې د سترګو یوګا پیل کړې.
په دې مرکه کې پل مک روښانه کړې، چې د سترګو دغه ورزش یې څو کاله وړاندې هند کې زده کړی او له هغه وخت راهیسې دا ورزش کوي چې د سترګو د دید لپاره یې ګټور تمام شوی.
دا موسیقي غږوونکې وايي، د سترګو له ورزش وروسته یې اوس د عینکو کارول راکم کړي.
مک کارتني د سترګو د یوګا ځینې عملي ویډیوګانې پر یوټیوب هم خپرې کړي دي.
نو د سترګو یوګا څه شی ده؟ او آیا دا ورزش د ستاسې د عینکو د کارولو په راکمولو کې مرسته کولی شي؟
د سترګو ورزش

د عکس سرچینه، Getty Images
زرګونه کاله کېږي چې د سترګو د یوګا یا ورزش بېلابېل ډولونه ترسره کېږي. یوه بېلګه یې د (Tratak Kriya) یوګا ده چې له هند سرچینه اخلي.
د دې ورزش پر مهال لومړی کار په ذهن کې د دې باور رامنځته کول دي چې، د دې کار کول به تاسې سره د لویو معنوي وړتیاوو په وده کې مرسته وکړي.
تراتاک کلمه له سانسکرېت ژبې اخیستل شوې چې مانا یې "دید" دی. په دې یوګا کې به تاسې ډیوې یا یوه بل څیز ته د سترګو له رپولو پرته تر هغې ګورئ چې سترګې مو وسوځي او اوښکې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې نیویارکي د سترګو ډاکتر ویلیم بېتس د سترګو دید د ښه کولو لپاره یوه تګلاره خپره کړې وه.
په هغې کی یې استدلال کړی و چې د سترګو ورزش عینکو ته ستاسې د اړتیا مخنیوي کوي یا یې ډېر راکموي.
دا حرکات د سترګو د ازمایښت پر مهال تورو ته مکرر کتل، د سترګو پرلپسې رپول، د سترګو پټول او په خپل تصور کې د هغه توري لیدل دي.
په سترګو مو پام وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغو خلکو لپاره چې د لید (بینايي) ستونزې نه لري، د خپلو سترګو ساتنه او پاملرنه کول شاید د کارونو په لړ کې وروستی هغه وي.
د بریتانیا د سترګو درملنې شاهي کالج غړی سارا مالینګ په دې هکله وايي: " له هغه چې سترګې پرانیزو تر هغه پورې چې بېرته یې پټوو کار ترې اخلو. زموږ سترګې زموږ د زړه په شان کار کوي."
دا زیاتوي:
"کله چې موږ منډې وهو، زموږ زړه چټک غورځي، خو چې ستړي شوو زموږ چټکتیا ورو کوي. سترګې مو د زړه خلاف چې ستړې شي خپل کار نه پرېږدي، یعنی داسې نه کېږي چې موږ څه ونه وینو."
"موږ خورا کم د سترګو د معاینې په اړه فکر کوو."
د سترګو ډاکټران او متخصصین وايي، مخکې له دې چې د سترګو دید مو کم شي او یا یې بشپړ له لاسه ورکړئ باید کله، کله د سترګو معاینه وکړئ. که مو د سترګو په دید کې څه احساس کړل باید هرو مرو ډاکټر ته ورشئ.
دوی زیاتوي د اړتیا پر مهال او پر سترګو د لمر د وړانګو د مخنیوي لپاره باید د لمر وړانګو مخنیوي عینکې په سترګو کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکتران دا سپارښتنه هم کوي، چې په کار ځای کې هم باید د سترګو پاملرنې ته لومړیتوب ورکړل شي.
رپوټونه وايي، هغه خطرونه چې د کار په ځای کې سترګو ته ګواښ پېښوي هغه رڼاګانې او وړانګې دي چې د کار په ځای کې کارول کېږي.
هغه څه چې د نن ورځې کار کوونکو لپاره ګواښوونکې دی هغه د کمپیوټر سکرین دی.
ډاکټران وايي، خلک اکثر وخت د خپلو سترګو او سکرین تر منځ په دوامداره توګه ثابته فاصله ساتي. او دا دې لامل کېږي چې د سترګې ځینې عضلات نه بدلیدونکی حالت غوره کړي.
د دوی په وینا د کمپیوټر کارولو دا دوامداره عادتونه کولی شي د سترګو او لید ستونزې رامنځته کړي."






















