کرېکټ: پېښور زلمي د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

د پاکستان سوپر ليګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) پايلوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې د حيدراباد کېنګز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د دغه ليګ سږنۍ اتلولي یې وګټله.

دا دويم ځل دی چې پېښور زلمي د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ ګټي.

د نننۍ لوبې پچه پېښور زلمي لوبډلې وګتله او لومړی یې حيدر اباد لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. حيدراباد د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۲۹ منډې وکړې او پېښور زلمو ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

پېښور زلمو د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۶ اوور کې ټاکلی هدف پوره او اتلولي يې په خپله نامه کړه.

د حيدر اباد لپاره صايم ايوب تر ټولو ډېرې (۵۴ منډې) وکړې. د ده تر څنګ مارنوس لبوشېن ۲۰، حسن خان ۱۲ او معاز صداقت ۱۱ منډې وکړې. نور لوبغاړي د پاموړ منډو په جوړولو ونتوانېدل.

د پاکستان سوپر ليګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پېښور لپاره ارون هارډي څلور، ناهيد رانا دوه، محمد باسط او سفيان مقيم يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

په منډو جوړولو کې بيا پېښور زلمي لوبډلې د پيل دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل. لوبډلمشر بابر اعظم په صفر، محمد حارث په شپږو او کوسل مېنډېس په ۹ منډو وسوځېدل خو وروسته ارون هارډي او عبدالصمد تر ډېره پر وېشتنځای پاتې شول او په ترتيب سره یې ۵۶ او ۴۸ منډې وکړې.

د اسټراليا ارون هارډي د ۵۶ منډو په جوړولو او د څلور وېکټو په اخيستو سره د پايلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

سفيان مقيم بيا د ۲۲ وېکټو په اخيستو سره د سږني پي اېس اېل غوره لوبغاړی شو.

د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم دا بریا د پېښور زلمو لپاره ستره لاسته راوړونه وبلله او زياته یې کړه، "په ټول لیګ کې موږ د یوې لوبډلې په توګه ښه لوبه وکړه. موږ له خپل کرېکټ څخه خوند واخيست. هر لوبغاړي د توپوهنې، توپ اچونې او ډګرساتنې په برخه کې ورکړل شوي پلانونه عملي کړل".