څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟

- Author, رېها کانسارا
- دنده, د بي بي سي نړیواله څانګه
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د ساهند په مستعار نوم یو ایرانی وګړی وايي که یوازې یو اضافي کس هم انټرنېټ ته لاسرسی ترلاسه کړي، نو د سټارلېنک له لارې دا هڅه بریالۍ ګڼي. ساهند چې له ایرانه بهر یې په پټه له بي بي سي سره خبرې کولې وايي "د یوې داسې شبکې برخه ده چې د سېټلایټ انټرنېټي وسایل په پټه ایران ته انتقالوي." د سټارلېنک دغه ټېکنالوژي په ایران کې ناقانونه بلل کېږي.
دغه کس چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی، وايي د ایران د حکومت له لوري د پېژندل کېدو په صورت کې یې کېدای شي کورنۍ او هغه کسان چې ورسره په اړیکه کې دي، له خطر سره مخ شي.
له دوو میاشتو څخه ډېره موده کېږي چې ایران خپل هېواد کې انټرنېټ بند کړی دی. دا د نړۍ په یوه هېواد کې تر ټولو اوږدمهاله انټرنېټي بندیز بلل کېږي.
اوسنی بندیز د روان کال فبرورۍ له ۲۸مې وروسته هغه مهال چې امریکا او اسرائیل پر ایران برید وکړ پیل شوی دی.
د دغې سخت او اوږدمهاله انټرنېټي بندیز مخکې تېره جنورۍ میاشت کې څه وخت چې ایران کې پراخ لاریونونه وو انټرنېټ بند شوی و.
په امریکا کې د مېشتې بشري ټولنې د خبري اژانس د یوه رپوټ پر بنسټ، ایراني ځواکونو د پراخو لاریونوالو له منځه له شپږ نیم زرو ډېر وژلي او څه باندې ۵۳ زره لاریونوال یې نیولي دي.
ایراني چارواکي وايي چې د جګړې پر مهال د امنیتي اندېښنو له امله انټرنېټ بند شوی، څو د څارنې، جاسوسۍ او سایبري بریدونو مخه یې نېولې وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سټارلېنک هغه وسایل چې ساهاند یې ایران ته لېږي ایران کې د انټرنیټي بندیز ماتولو تر ټولو اغېزمن او د باور وړ هغه دي.
دغه سپین رنګه هواره تختې چې له راوټرونو سره یوځای کار کوي، د ایلان ماسک د SpaceX شرکت له سپوږمکۍ سره نښلي او کاروونکي کوی شي چې د ایران له سخت سانسور شوي او بند شوي کورني انټرنېټ څخه ووځي او د سېټلایټ انټرنېټ وکاروي.
د ساهند په وینا، له هرې یوې وسیلې یا بکسې څخه په یوه وخت څو کسان استفاده کولی شي.
هغه زیاتوي چې دی او د شبکې نور غړي دغه وسایل پېري او بیا یې له پولو په "ډېرو پېچلي عملیاتو" کې قاچاقوي، دی د امنیتي دلایلو له امله د دغو عملیاتو نور جزییات نه څرګندوي.
ساهند ادعا کوي چې له جنورۍ راهیسې یې ښايي یو درځن سټارلېنک ټرمینلونه ( بکسې) ایران ته لېږلي او وايي چې دوی "په پرلپسې ډول د نورو د لېږد په لټه کې دي".
د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي.
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د ایلان ماسک د سپېس اېکس شرکت معلومات هم ولري خو ځواب موتراوسه نه دی تر لاسه کړی.
تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري. د ایران حکومت ویلي تر لسو څخه د ډېرو ټرمینلونو د وېش یا واردولو په صورت کې دا سزا تر لسو کلونو زندان پورې اوږدیدلی شي.
ایراني خبري اژانسونو سټارلېنک د انټرنیټي بکسو او وسایلو د پېر او پلور په تور د ګڼو کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکړي دي. په دې کې کې لږ تر لږه د دوه بهرنیو وګړو د نیولو پخلی هم شوی دی.

د عکس سرچینه، SOPA Images/LightRocket via Getty Images
سره له دې چې سټارلېنک وسایل په ایران کې ناقانونه دي، خو بیا هم د دغو ټرمینلونو پټ بازار ګرم روان دی.
ایران د معلوماتو د کنټرول او انټرنیټي محدودیتونو اوږد تاریخ لري. حکومت له یوې خوا د دولتي رسنیو له لارې د امریکا او اسرائیلو ضد تبلیغات کوي او له بلې خوا د هغو جزاګانو په اړه راپورونه محدودوي چې د حکومت مخالفانو ته ورکول کېږي.
خو د جنورۍ د لاریونونو پر مهال، سره له دې چې انټرنېټ بند و، بیا هم د بېمحاکمې وژنو، نیونو او وهلو ډبولو ویډیوګانې او راپورونه بهر ته رسېدل. د بشري حقونو سازمانونه باور لري چې د دې ډېره برخه د هغو کسانو له لوري خپره شوې چې د سټلایټ انټرنېټ له لارې یې ټولنیزو شبکو ته لاسرسی درلود.
د ایران د اوسني انټرنېټ جوړښت محدود شوی او فلټر شوی دی چې ترمخه یې ایراني وګړي د حکومت تر کنټرول لاندې کورنیو شبکو او ځینو خدماتو ته لاسرسی لري.
تر هغه مخکې چې ایران کې پر انټرنېټي خدمتونو پراخ بندیز ولګول شي ایرانیانو نړیوال انټرنېټ ته هم لاسرسی لرلو، خو ګڼ مشهور سایټونه او خدمتونه لکه انسټاګرام، ټېلېګرام، یوټیوب او واټساپ بند شوي وو. حکومت د نړیوال انټرنېټ لپاره د کورنيو شبکو پرتله لوړې بیې هم ټاکلې وې.
د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک په ۲۰۲۲م کال کې هغه مهال چې ایران کې د مهسا امیني وژنې پراخ اعتراضونه وپارول او په انټرنېټ سخت محدودیتونه ولګېدل اعلان وکړ چې په ایران کې به د سټارلېنک انټرنیټي جوپړونه فعالوي، په حقیقت کې له هماغه وخته ایران کې د سټېلایټ له لارې انټرنېټ ته پټ لاسری ډېر شوی په ځانګړي ډول هغه مهال چې ایران کې په انټرنېټ بندیز لګیدلی وي.
اوس چې چارواکي په زیاتېدونکي ډول د سټارلېنک وسایلو د موندلو هڅې کوي، ساهند د دغې شبکې کاروونکو ته مشوره ورکوي چې د پټ پاتې کېدو لپاره دې د سټارلینک له ټکنالوژۍ سره یو ځای VPN هم وکاروي.
د ساهند په مستعار نوم کس د هغو درې کسانو له ډلې یو دی چې ایران ته د سټارلېنک وسایلو په ناقانونه لېږد کې ښکیل دي او او بي بي سي ورسره خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وایي چې د دوی دا چاره، چې د وسایلو اخېستل هم پکې شامل دي، د بهر مېشتو ایرانیانو او هغو کسانو له لوري تمویلېږي چې غواړي د هېواد دننه خلکو سره په اړیکه کې وي. هغه ټينګار کوي چې دوی د دغې کار لپاره له هېڅ دولت څخه مالي ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.
ساهند وایي: "خلکو ته انټرنېټ ته اړتیا ده څو وکولای شي د ځمکې پر سر روان وضعیت له نورو سره شریک کړي. موږ باور لرو چې دا وسایل باید د هغو خلکو په لاس کې وي چې رښتیا بدلون لپاره کار کوي."
دا مهال ایران کې د انټرنېټ د بشپړ بندیز تر سیوري لاندې، یوازې یو محدود شمېر چارواکي او د دولتي رسنیو د خبریالانو په ګډون ځینې ځانګړي کسان د "سپینو سیمکارتونو" په نوم ځانګړي کارتونه لري چې له لارې یې له محدودیت پرته انټرنېټ کاروي.
یوې ډیجیټلي حقوقي ډلې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، بي بي سي ته ویلي چې د دوی د اټکل له مخې ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان د سټارلېنک د وسایلو د لرلو له امله نیول شوي دي.
ساهند وایي دی هم ځینې داسې کسان پېژني چې د دې وسایلو د کارولو یا لرلو له امله نیول شوي خو ټينګار کوي چې د نیول شویو کسانو تر منځ هیچا هم دا وسیله له ده څخه نه ده تر لاسه کړي.
د یاسمین پر مستعار نوم یوې ایراني الاصله امریکایۍ بي بي سي ته ویلي، د کورنۍ یو غړی یې ایران کې نیول شوی او د سټارلېنک باکس درلودو له امله د جاسوسۍ تور پرې لګېدلی دی.
بي بي سي دلته لندن کې د ایران له سفارته هم په دې اړه چې ولې په ایران کې یوازې لږو کسانو ته انټرنېټ ته د لاسرسي اجازه ورکول کېږي او ولې د سټارلېنک د کارولو جزا دومره سخته ده؟ اړیکه نیولې خو هېڅ ځواب مو نه دی ترلاسه نه کړی.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
له دې سره ایراني حکومت منلې چې د انټرنېټ بندیز پر ځینو کاروبارونو سخت اغېز کړی دی. یوه وزیر په جنوري کې ویلي وو چې د انټرنېټ د هرې ورځې بندیز اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰ ټریلیونه ریاله (۳۵ میلیونه ډالره) زیان اړوي.
حکومت په دې وروستیو کې د "انټرنېټ پرو" په نوم یو پروګرام پیل کړی چې ځینو کاروباریانو ته نړیوال انټرنېټ ته محدود لاسرسی ورکوي.
ایران کې د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د دې پروګرام موخه دا ده چې "د کړکېچ پر مهال د کاروبارونو اړیکې وساتل شي". هغې دا هم وویل چې حکومت د "مخابراتي بېعدالتۍ او ګډوډۍ په بشپړ ډول مخالف" دی او کله هم چې وضعیت عادي شي "د انټرنېټ حالت به هم بدل شي".
د ( اکسېس ناو) په نوم د د ډیجیټلي حقونو د ډلې سیمهییزې مشرې، مروې فتافطه، د بي بي سي نړیوالې څانګې ته ته د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د مې په درېیمه لمانځل کېږي وویل " مخابراتي او انټرنیټي بندیزونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او هېڅکله توجیه کېدای نه شي."
هغې خبرداری ورکړ چې د انټرنېټ بندیزونه ورو ورو په یوه عادي چاره بدلېږي . د Access Now (د اکسېس ناو) د یوه رپوټ له مخې،تېر ۲۰۲۵ کال په ۵۲ هېوادونو کې ۳۱۳ بندیزونه ثبت شوي، چې دا له ۲۰۱۶ راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د بشري حقونو د مرکز اجرائیه مشره رویا برومند وایي چې په ایران کې د معلوماتو تشه او انټرنېټي بندیزونه "دولت ته دا موکه ورکوي چې هر څه په خپل انداز خپاره کړي."
دا هغه څه دي چې ساهند او ملګرو ته یې د کار انرژي ورکوي.
نوموړی وايي "ایراني رژیم ثابته کړې چې د انټرنېټ د بندیز پر مهال دوی کولی شي خلک ووژني او رېښتینی انځور منحرف کړي."
هغه زیاتوي هغه کسان چې د سټارلېنک انټرنېټي بکسو او وسایلو قاچاق کې ښکېل دي "د خطر نه ښه خبر دي". خو وايي "دا یوه مبارزه ده،او موږ احساس کوو چې باید په یوه نه یو ډول ښکیل شو او مرسته وکړو."

















